د ډاکټر ثمین لیکنه
كه د تاريخ پاڼې په ځير سره راواړو نو دا تريخ حقيقت به د لمر په شاني راته جوت شي چې متاسفانه موږ افغانان تراوسه پورې په دې نه يو پوهيدلي چې اخر موږ هم هيواد لرو او دا هيواد پر موږ حق لري. هر يو مو له واړه نيولې تر زاړه پورې دا چيغې وهې چې دې ډلې د افغانستان سره ظلم وکړ او دې بلې ډلې د افغانستان شتمني لوټ کړی مګر يوه هم دا ونه ويلی چې دا ” ما” او ” تا” د گران افغانستان سره څه وکړه؟ آيا افغانستان ته مو كوم نوم وګاټۀ؟ آيا كوم داسي كار مو وکړ چې د افغانستان حيثيت او وقار پرې اوچت شي؟ آيا همدا ” زه” او ” ته” نه و چې همدا ډلي مو تاييدولې؟؟ چا مو د روسانو لمن ونيوله او چا مو د غربيانو او ټولو په ګډه دافغانستان د ورانولو لپاره پښې را بډ وهلي. كه “زه” او ” ته” نه و نور نو څوك و چې گران افغانستان يې راته وران کړ آيا پېريان ول ؟؟؟
ايا همدا زموږ افغانان نه وو چې سره روسان يې افغانستان ته را دعوت کړل؟ ايا همدا زمونږ خپله افغانان نه وو چې د روسانو سره په گډه يي زموږ هيواد راته ويجاړ کړ او په ميليونو افغانان يې راته شهيدان کړل ؟ايا همدا زمونږ افغانان نه وو چې فابريکې يې راته ورانې کړې ؟ ايا همدا زموږ افغانان نه وو چې زمونږ فقيرانه كورونه يې راته ويجار کړل ؟ ايا همدا زمونر افغانان نه و چې ټانكونه او جهازونه يې را ته كباړ کړل ؟ مگر د حيرت خبره دا ده چې نن همدا ښاغلي بيا ځانونه د دموكراسۍ قهرمانان ګني!!!! او په ناحقه د “شایسته سالاری” نارې او چغې وهی.
كه د رښتيا نه تير نه شو افغانستان ته هيچا هم خدمت نه دی كړی پخوانيو اميرانو او شاهانو مو يوازې عياشي کړې او بس. هغوي هيڅكله هم د افغانستان د ترقي خيال او سوچ نه دی کړی. چا به يې د روسانو لمن نيولي وه او چا به يې هم د پرنگيانو او تل يې د خپل اقتدار د دوام به خاطر د مظلومو افغانانو ويني بهولي دي. آيا د افسوس خبره نه ده چې موږ تراوسه پورې يوه “ستن ” نه شو جوړولاي ؟ آ يا د افسوس خبره نه ده چې موږ د تاريخ به اوږدو كې د خيرات خورو په شانې د نړيوالۍ ټولنې څخه مرسته غوښتې ده؟ ايا د افسوس خبره نه ده چې سره لدې چې زمونږ مشرانو دی د هيواد سره هيڅ هم نه دي کړي مگر بيا هم مونږ لاپي او شاپي وهو چي پلاني شاه دا وکړه او هغه بل امير مو دا وکړه او نارې او سورې وهو چي پنځه زره كلن تاريخ لرو!!!
هوكي! منم چې تاريخ لرو مگرد تاريخ نه مو د وينو بوي راځي موږ د تاريخ په اوږدو كې لكه د گور چنجي يو له بله سره شخړي او جګړې کړي دي. دكرسۍ او اقتدار په خاطر مو د خپل سكه ورور غوږونه پرې کړي ، سترگي مو ترينه راويستلي او سر مو ترينه غوڅ کړي دی. دا چې نن په افغانستان كې افغانانو يو له بل سره شخړی کوی دا زموږ په تاريخ كې كومه نوې فاجعه نه ده دا راته د پلرونو او نيكو څخه په ميراث پاتي ده.
هغه څو کاله مخکی کله چې په پاکستان کې مهاجر وم، د پیښور په حیات آباد کې د خپل یو دوست سره می قدم واهه چې یو سپين ږيري افغان مو وليده چې د افغانستان د ناورين په هكله يې گيلې او شكوې كولې، زما ملگري سپين ږيری ته ور جخت شو او داسې يې ورته وويلي :”پدر جان ! مسول اين همه قتل و كشتار شما هستيد اين شما بوديد كه ما را با مهر و محبت مهين نه پرورانيد. اين شما بوديد كه يك روز هم براي ما نه گفتيد كه افغانستان كشورماست و اين ميهن برما حق دارد. اين شما بوديد كه يك فرزند تان خلقي و پرچمي شد و فرزند ديگر تان مجاهد اين شما بوديد كه يك فرزند تان با يك گروه و فرزند ديگر تان با گروه ديگر همسنگر شد اگر الحق شما با اين كشور مهر و محبت مي داشتيد ما با مشكلات كنوني دست و گريبان نه مي بوديم…….”
په رښتيا چې دافغانستان د ناورين اصلي عامل دادی چې مونږ په ملي روحيې سره نه يو روزل شوي. يوه ورځ مو هم مور او پلار راته ونه ويلي :” زويه ! ته د افغانستان يې او دا ملك درباندې ډير حق لري پام كوه چې ورسره خيانت ونه کړې” يوه ورځ مو هم په خپل مكتب كې ملي ترانه ونه ويلي يوه ورځ مو هم مور او پلار دې ته ونه هڅولو چې په خپل كور خپله ملي جنډه ورپوو. يوه ورځ هم چا راته ونه ويلي چي افغانستان په نړۍ كې ورسته پاتي هيواد دی او موږ يې بايد په ساينس او تكنالوژۍ باندې سمبال کړو .
زه به هيڅکله هم هغه ترخه شېبه له ياده ونه باسم چي زما ماشومي خور د پاكستان دآزادۍ په ورځ زما نه د پاكستان جنډه غوښتله او ما به ورته ويلي:” خوركي دا دپاكستان جنډه ده موږ پاكستانيان نه يو موږ افغانان يو او خپله جنډه لرو.” او هغې به بيا رانه پوښتنه كوله :” نو ولي موږ يې په خپل كور نه رپوو او ولي موږ جان جان افغانستان نه لرو؟؟”
خدايږ چي زموږ پر حال ژړا پكار ده موږ گران افغانستان ته ډير په ټيټه سترگه كتلي دي .زه له بل هيچا نه گيله نه لرم زه يوازې او یوازې له خپل ځان او نورو افغانانو څخه گيله منم يم موږ تراوسه پوري دې هيواد ته د هيواد په سترگه نه دي كتلي او كه كتلي مو واي نو نن به داسي خوار او زاز نه و.
د پښتو خوږ ژبي شاعر ملنگ جان داسي وايي:
“زه ستاسو ننگ ناموس يم تاسي ما نه مخ په شاشوې
واړه مي غېږ كي لوي کړی اوس له ما نه بې پروا شوې”
رښتيا هم چې موږ خپل گران هيواد افغانستان له ياده ويستي او داسي فكر نه كوو چې موږ هم افغانستان لرو څوک مو پاكستانيان شول څوک مو ايرانيان شول څوك مو غربيان شول او څوک مو عربان شول . د نړۍ نورو هيوادو ته وگوری چې څومره يې پرمختگ کړی او څومره يې خپله ژبه او فرهنگ ټينګ ساتلي دي مگر موږ تراوسه د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ خيال او سوچ نه دی کړی او داسي فكر كوو چې نړيوال به يې راته جوړکړي.
اي پښتنون خانه! اي تاجك خانه! اي هزاره خانه !اي تركمن خانه! اي ازبك خانه! تا ته وايم راځه ددې خان خاني څخه تير شو او دا مظلوم هيواد د بې سوادي او د بی علمی له كندي څخه راوباسو. ” زه” او ” ته ” به هلته رښتيني خانان شو او كروزينونه او موبايلونه به راسره خوند وکړي كه چيرې مو په خپل لاس او زيار سره موټر او ټيلفون جوړ کړ او پرې ليكلي مووي” د افغانستان ساخت”
اوكه همداسي د غفلت په خوب ويده وو نو نه به ” زه ” خان يم” او نه به ” ته” او كه ځان خانان ګڼو نو دا به مو لوی حماقت وي