Posts | Comments | E-mail /

دشاوخوا 82تنوقاريانوترمنځ دښکلي قرآت ويلوسيالي ترسره شوه

Posted by on Aug 5th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 1

کابل:-دنن ايف ايم راډيو په نوښت دشاوخوا((82 قاريانو ترمنځ دقران کريم دحسن قرات سيالى تر سره شوه.

د حسن قرات سيالي  دنن راډيو يو اسلامي پروګرام دى، چې هر كال په لاره اچول كيږي. ، چې ډير ژريې د خوست ميشتو په مينځ كې په يوه وتلي پروګرام بدل شو. هر كال د خوست او ګاونډيو ولايتونو  څخه په لسګونه قاريان پدې ځانګړې او اسلامي پروګرام كې ګډون کوي .

دغه سيالي  په خوست کې دڅلورم ځل لپاره دنن ايف ايم راډيو په نوښت په لاره واچول شوه ،هغه مراسم چې په همدې موخه ديکشنبې په ورځ دخوست په يعقوبيواډې جومات کې جوړ شوي وو ، پکې دخوست جايدو علاما کراموسربيره ګڼ شمير قاريانو اوپه دين مينو خوست ميشتو برخه ايستې وه .

دغه سيال غونډه يکشنبه سهار 8 بجې دشيخ زايد پوهنتون استاد قاري محمدوليد لخوا دقرانکريم د څومبارکو ايتونوپه تلاوت پيل شوه.

ورپسې دنن ايف ايم راډيو مشر اوبڼسټګر ډاکټر محمد اسلم قانوني پرانيستونکې وينا وکړه.

قانو ني په خپلو خبرو کې ديادې غونډې دهدف ترڅنګ نن راډيو يو ه خپلواکه ناپيلې اولسې اوبې طرفه راډيو وبلله اودايي دځان لپاره وياړ وباله چې په خوست کې دحسن قرات سيالي په لاره اچوي چې پکې دخوست دبيلابيلو سيموڅخه شاوخوا82 تنه قاريان صاحبان برخه اخلي. هغه زياته كړه، دا پروګرام د اسلامي فرهنګ او سنت د ودې او پرمختګ باعث ګرځي او د ځوانانو لپاره اسلامي ارزښتونو او موضوعاتو ته د پام اړولو لامل كيږي ده وويل دغه سالي يې ځکه په لاره اچولې چې ځوانان نور هم دغه سپيڅلې لارې ته تشويق او له دې لارې ددې سيمې ښه قاريا ن په ګوته او استعدادونه يې خلكوته معلوم شي. . ده زياته کړه د اسلامي سنتونو دودول زمونږ له لومړيتوبونو څخه دي.

ورپسې دښکلي قرات دلوستلو سيالي پيل شوه ،

چې هر قاري صاحب ته پکې دښکلي قرات کولولپاره 3 دقيقې وخت ورکړل شوى وه،

دسيالى دارزونې لپاره دشيخ زايد پوهنتون استادقاري  محمد وليد،دمتون منديخيلودحفظ تجويدمرکزمشر قاري فضل رحمن جلالي، اودحيدرخيلودوه سړکه مدرسې استادقاري محمد اکبر، ټاکل شوي وو.

چې وروسته دارزيابۍ په نتيجه کې دنوموړې سيالى لمړۍ درجه ګټونکى قاري عنايت الرحمن، ددوهمه درجه ګټونکى قاري محمد سهيل ،ددريمې درجې ګټونکى قاري مدير الله،وپيژندل شول.

اودماشومانوحافظانوله جملې څخه فقهوالدين ،لومړى مقام عبدالله دوهم مقام احمد اغا دريم مقام او ارمان الله څلورم مقام خپل کړ

چې دنن ايف ايم راډيو لخوا په تصديق ليکونونغدي اوغير نغدي مکافاتو ونازول شول.

دشيخ زايد پوهنتون استادقاري محمد وليد په خپلو خبروکې دنن راډيو دحسن قرات سيالي وستايله وادايې په خوست کې درسنيو په ډګر کې يونوښت وباله نموړې دنن راډيوله ادارې څخه مننه وکړه چې ځونان يې دقرآنکريم دتلاوت کولو اوريدو ته وهڅول.

دغونډې په وروستى برخه کې دڅو تنو قاريانو لخوا په زړه پورې نعتيه کلامونه دغونډې برخه والوته واورول شول.

د يادونې وړ ده، چې ددې سياليو له لومړي مقام څخه تردريم مقام ګټونكو ته د نن راډيو دادارې لخوا نغدي او پا تې نوروته غيرنغدي جايزې ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې نن ايف ايم راډيوهرکال دروژې په مبارکه مياشت کې خپلې ټولې خپرونې دين ته ځانګړې کوي اوپه همدې مياشت کې دښکلي قرات سيالي هم  په لاره اچوي .چې دبې پايه وياړونو په روان بهير کې دنن ايف ايم راډيولپاره دايو ستر وياړدى.                                                                                                             رپورټ ليکونکى ( عبدالبصير بينا)

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree