Posts | Comments | E-mail /

د خوست ولایت د تڼيو ولسوالۍ په نريزيې سيمه کې د حيواني کلينيک لپاره جوړه شوي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Posted by on Aug 5th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

1

خوست ښار:- هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي وو، په کې دخوست ولايت مقام په استازيتوب د ولايت وياند مبارزمحمدځدراڼ، د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست ريس ډاکټر نقيب الله ، د تڼيو ولسوالۍ قومي مخورو مشرانو ، ځوانانو او د سيمه ايزو، ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو ګډون درلود.

مراسمو ته دخوست د والي وياند مبارزمحمدځدراڼ په خپلو خبرو کې وويل :د خوشالۍ ځاى دى، چې د تڼيو په غريېزه ولسوالۍ کې دسيمه والو لپاره  د نورو پخوانيو  پروژو ترڅنګ د مالدارۍ په برخه کې هم له پوره ارزښته ډکه پروژه رسماً ګټې اخېستنې ته سپاري، چې لدې وروسته به د مالدارۍ په برخه کې دخلکو شته ستونزې ترډېره بريده هوارې شي.

ځدراڼ زياتوله ، ولايتي ادارې د بيارغونې د پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تطبيق لپاره ټولې هڅې په کار اچولي دي، چې له نېکه مرغه دخوست په مرکز او ولسواليو کې په هره برخه کې د ولسونو د اړتياوو او غوښتنو سره سمې د بيارغونې پروژې يوه په بله پسې تطبيق کيږي.

د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول او وياندوى وويل دغه پروژه د هندوستان هېواد په مالي کومک جوړه شوي، چې (( درې مليونه، اته سوه درې شپېته زره، څلورسوه ،پنځه دېرش )) افغانۍ لګښت پرې راغلى اوټولې ساختماني چارې يې د(( ١٠))  لسو مياشتو په موده کې بشپړې شويدي.

مبارزمحمدځدراڼ  د خپلو خبرو په دوام  له خلکو وغوښتل چې دغه او  ورته نورې ولسي پروژې دخپل ځان وبولي ، په ساتنه، پالنه او حفاظت کې يې پوره ونډه واخلي او هغه مسوولين او کارکوونکي چې پدې کلينيک کې کار کوي، هغوى دې هم له دغه ودانۍ څخه د خلکو په ګټه کار واخلي او د حفظ او مراقبت کړنو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

ده وويل دخوست ولايتي اداره تل پدې هڅه کې ده او کلک هوډ لري، چې دخوست په مرکز او ټولو ولسواليو کې متوازن رشد ته کار وکړي.همېشه يې له خپلو ولسونو غوښتي ، چې پخپلو سيمو او بانډو کې له سيمه ايزو ادارو او امنيتي ځواکونو سره د امنيت په ټينګښت او د سولې په راوستو کې فعاله مرسته وکړي.ترڅو په هر ډګر کې د ولس اړتياوو  ته په ښه شان سره رسېده ګي وشي.نوموړي په خپلو خبرو کې زياتوله، هېوادجوړونه، ملت جوړونه او امنيت راوستل يوازې د يوه ارګان، ادارې او حکومت دنده نده، بلکې د دې ارزښتنمو نعمتونو  د ټينګښت او پرمختګ لپاره د ټولنې هروګړى په ځانګړي توګه ديني عالمان او مخور شخصيتونه هم د پام وړ مکلفيتونه لري، چې بايد په خپلو سيمو او بانډو کې مهم رول ولوبوي او هر ډول پرمختګ ته زمينه مساعده شي.

ورپسې د خوست د کرنې او مالدارۍ سرپرست ريس ډاکټر نقيب الله پدې خوښي وښوده، چې د رياست په چوکاټ کې يې  د تڼيو په ولسوالۍ کې  د حيواني کلينيک لپاره په پاخه او اساسي ډول وداني جوړه شويده.

ده وويل  تڼي يوه غرييزه ولسوالۍ ده، چې اکثرا خلک يې د مالدارۍ کاروبار کوي، چې د ده په خبره  د څارويو د ناروغيو په برخه کې له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ ول، خو لدې وروسته به د دې کلينيک په فعاليدو سره د دوى شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.

د تيڼو قوم په استازيتوب پخواني ولسوال انجنيردولت خان قيومي د ولايتي ادارې له مشرتابه مننه وکړه چې د دوى په ولسوالۍ کې يې ډېرې مهمې پروژې ته پاملرنه کړي.د ده په خبره د تڼيو  شپېته سلنه ((٦٠%)) وګړي په  هر کور کې د ١٠ – ٢٠ ډنګره غواوې، لسګونه وزې او نور څاروي لري،چې د ناروغيو پرمهال به يې دخوست مرکز ته انتقالولې، چې موټرونو ته به يې د لوړې کرايې ورکولو سربېره اکثرا وخت ناروغه څاروي په لاره مړه کېدل.

د قيومي په خبره ددې پروژې په پرانېستلو سره د تڼيو اوسېدونکي د ډېرې خوشالۍ احساس کوي او دولت ته ژمنه ورکوي، چې په هره برخه کې به خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې پدې وروستيو دريو کالونو کې دخوست په مرکز او ولسواليو کې د بيارغونې ګڼ شمېرپروژې پلي شوي، چې د سيمه والو په ژوند يې مثبتې اغېزې شيندلي دي.

ددې ترڅنګ چې په تڼيو کې د حيواني کلينيک ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه،د دې په ګډون په همدغه ولسوالۍ کې يوازې د تېر کال راهيسې د ميد سيګي په سيمه کې د يوه لوى ښوونځي، عيدګاه  او دوو جوماتونو چارې بشپړې شوي او همداشان د زرعت مسلکي لېسې لپاره د ډېرې مهمې ودانې ساختماني چارې پيل شويدي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree