Posts | Comments | E-mail /

دعزت الله دولتزي هیټریک افغانستان ته ستره بریا ورکړه

Posted by on Aug 7th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل(وحید الله ځدراڼ ):- افغانستان دنمیبیا کرکټ ملي لوبډلې خلاف په څلور ورځنۍ سیالۍ کې په لومړيو او وروستیو کې د بی ساري ښکلې بالینګ او په مینځ کې دبی سارې بیټینګ په مټ نمیبیا لوبډله په ګډه را څملوله.
افغانستان دروان سفر پیل په یوې سترې بریا سره وکړ چې ویی کولای شول دعزت الله دولتزي دلوبې په دریمه ورځ هیټریک وکړ او افغانستان ته یی په 10 ویکټو بریا خپله کړه.
ددواړو افغانستان او نمیبیا کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ څلور ورځنۍ سیالۍ د اګست په څلورمه نیټه پیل شوه چې پکښې دافغان کپتان نبی عیسی خیل د 6 ویکټو په مټ کوربه لوبډله د سټیفن بارډ د 72 منډو په مټ په 190 منډو وسوځیده.
ددې په ځواب کې دافغانستان لخوا په بیټینګ کې لومړې نوروزمنګل د 58 ، ورپسې اصغر ستانکزي دخپل فرسټ کلاس کیریر سلیزې 127 او دولت ځدران دلومړۍ نیمه سلیزي 50 منډو په مټ 354 منډې جوړې کړې او د 164 منډو مخکیوالي ترڅنګ یی لومړي 6 ارزښتناکه امتیازونه هم ترلاسه کړل.
دنمیبیا لوبډلې پښه یوځل بیا دپیاوړي افغان بالینګ خلاف په دوهم وار هم وښویده چې په پیل کې سپنرانو او ورپسې بیا د افغانستان لپاره د حمید حسن او محمد نبي عیسی خیل وروسته دفرسټ کلاس لوبو مخکښ ویکټ اخیستونکي ځوان عزت الله دولتزي د خپل فرسټ کلاس کرکټ بل بی سارې بالینګ نندارې ته وړاندې کړ او د هیټریک په ترسره کولو سره یی د نمیبیا لوبډله په 168 منډو وسوځوله چې افغانستان ته دلوبې ګټلو په موخه د 5 منډو هدف ورکړل شو چې افغان لوبډلې هدف بغیر له کوم زیانه ترلاسه کړ او په 10 ویکټو یی افغانانو ته دنمیبیا خلاف دکوچني اختر ستره ډالۍ ورکړه.
ټاکل شویده ددواړو لوبډلو ترمینځ به لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ چې 2015 کال پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو ته درسیدو لپاره افغان لوبډلې ته ډیره ارزښتناکه ده سبا نه بله ورځ دسیالۍ ډګر ته ووځي.


فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • اسلام آباد فردا میزبان کرزی خواهد بود
    • ایتالیا پس از سال ۲۰۱۴ نیز در افغانستان حضور خواهد داشت:صدر اعظم این کشور
    • حامدکرزي د څو تنو ماشومانو په خوله کې د واکسین د څو څاڅکو په څڅولو سره د مني د لومړۍ دورې د پولیو د واکسیناسیون کمپاین پیل کړ
    • په خوست کې ماشومانو ته د پوليو د واکسين درې ورځینى کمپاين پيل شو
    • درگیری شدید در میان قیام کنندگان و طالبان در ولایت غزنی
    • به استقبال از قصیده ی دل انگیز دوکتور محمد انور غوری
    • صدر اعظم ایتالیا وارد کابل شد
    • حزب الله بازیچه تروریستی رژیم های ایران و سوریه
    • روسیه سرحدات تاجکستان با افغانستان را تقویت می کند
    • جګړه ييز موسم پاى ته رسیدلو ته يواځې څو اوونۍ پاتې دي او مخالفين به هڅه وکړي، چې يو شمېر بريدونه پلان کړي: ناتو