Posts | Comments | E-mail /

په خوست کې په سیلاب ځپلو کورنيو خوراکي او غيرخوراکي توکي وویشل شول

Posted by on Aug 7th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار:- په خوست ولايت کې د روانې مياشتې په ١٣ او ١٤ مه نېټه د  سختو بارانونو او پرلپسې سېلاوونو د راوتو له کبله په مرکز او ولسواليو کې خلکو ته د سر او مال درانه مرګ ژوبله واړوله .

پدغه طبيعي ناورين کې۱۲ تنه، چې شپږ يې ښځې او درې تنه په کې ماشومان دي شهيدان شوي او ( ٧ ) اوه  نور په زخمي حالت کې د سېلاب له منځ څخه د پوليسو او ځايي خلکو په همکارۍ ژغورل شوي ول.همداشان په مرکز او يادو شويو ولسواليو کې تر زرو (١٠٠٠) جريبونو زياته کرنيزه ځمکه په بشپړ ډول له منځه تللي،د ١٥-٢٠ پورې استنادي دېوالونه او شاوخوا ٥٠ کورونه تخريب او يا هم زيانمن شوي چې پدې سربېره  د صبريو ولسوالۍ د خلبيسات په بازار کې ٣٠ دوکانونه هم تخريب  او له منځه تللي وو.

د سېلاب ځپلو  او زيانمنو کورنيو سره د بېړنيو مرستو د ترسره کولو لپاره دخوست ولايتي ادارې ټولو ارګانونو ته لارښوونه وکړه، چې په بېړني ډول دې د اوليه کومکونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.همداشان له مرکزي حکومت او نړيوالې مرستندويه ادارې يې هم غوښتنه وکړه، چې د زيانمنو کورنيو سره دې لازمې مرستې وکړي.

نن د چهارشنبې ورځې په سهار مهال د اضطرار د کمېټې له لوري د ولايتي ادارې له خوا د ورکړل شوي هدايت له مخې په يو شمېر زيانمنو شويو کورنيو باندې خوراکي او غيرخوراکي توکي وويېشل شول.

پدې توکو کې هر زيانمن شوي کس ته يوه دانه خېمه،ترپال،د پخلنځي مکمل سيټ،١٠٠ کيلو غنم،پنځه کمپلې او د اوبو ستل شامل وو.

په خوست کې د طبيعي پېښو په وړ اندې د مبارزې ريس انجنيراکبر رسنيو ته وويل دغه مرستې يې دخوست ولايت مقام د مشرتابه د لارښوونې سره سم پدې موخه ترسره کوي، چې زيانمنې شوې کورنۍ  ترې د اختر په شپو ورځو کې ګټه واخلي.د ده په خبره له اختره وروسته به د قانوني مراحلو له طى کولو د هرشهيد کورنۍ ته ((٥٠٠٠٠)) پنځوس زره او د هرټپي کورنۍ ته به ((٢٥٠٠٠)) افغانۍ نغدي مرسته هم ورکړل شي.

انجنيراکبر زياتوله ډېر ژر به له پلازمېنې کابله دغه ولايت ته ((٤٢٩،٢٥)) څلورسوه ، نهويشت، عشاريه پنځه ويشت ټنه غنم راورسيږي.د ده په خبره دغه غنم به په هغو کورنيو ووېشل شي، چې د کال په جريان کې يې د سختې ږلۍ له کبله  فصلونو،کورنو او د شاتو مچيو ته زيان اوښتى وو.

د ولايت مقام اداري او مالي ريس محمدظاهرطوطاخېل زيانمنو شويو کورنيو ته د خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي د تسليت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل او ډاډ يې ورکړ، چې ولايت مقام به له کوچني اختره وروسته د ټولو زيانمنو شويو کورنيو سره نغدي مرسته کوي ، ترڅو په ورځيني ژوند کې يې اوسنۍ شته ستونزې هوارې شي.

زيانمنو شويو کورنيو له رسنيو سره د ولايتي ادارې له مرستو او خواخوږۍ خوښي څرګنده کړله او ويې ويل، چې پدې مرستو به يې د کوچني اختر په شپو ورځو کې پوره کار وشي.

وروسته د ټاکل شوي هيت په وړاندې په زيانمنو کورنيو باندې پورتني خوراکي او غيرخوراکي توکي ووېشل شول، له اختره وروسته به  د قانوني مراحلو له طى کولو څخه نغدي مرستې هم ورکړل شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • اسلام آباد فردا میزبان کرزی خواهد بود
    • ایتالیا پس از سال ۲۰۱۴ نیز در افغانستان حضور خواهد داشت:صدر اعظم این کشور
    • حامدکرزي د څو تنو ماشومانو په خوله کې د واکسین د څو څاڅکو په څڅولو سره د مني د لومړۍ دورې د پولیو د واکسیناسیون کمپاین پیل کړ
    • په خوست کې ماشومانو ته د پوليو د واکسين درې ورځینى کمپاين پيل شو
    • درگیری شدید در میان قیام کنندگان و طالبان در ولایت غزنی
    • به استقبال از قصیده ی دل انگیز دوکتور محمد انور غوری
    • صدر اعظم ایتالیا وارد کابل شد
    • حزب الله بازیچه تروریستی رژیم های ایران و سوریه
    • روسیه سرحدات تاجکستان با افغانستان را تقویت می کند
    • جګړه ييز موسم پاى ته رسیدلو ته يواځې څو اوونۍ پاتې دي او مخالفين به هڅه وکړي، چې يو شمېر بريدونه پلان کړي: ناتو