Posts | Comments | E-mail /

د اوربند په اړه افغانستان د مدني ټولنو فډریش مطبوعاتي اعلامیه:

Posted by on Aug 7th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

د اوربند په اړه افغانستان د مدني ټولنو فډرېش مطبوعاتي اعلامیه:

 

د نيکمرغه کوچني اختر له امله د جګړې له ټولو ښکيلو خواوو د اوربند غوښتنه کوو!

 

ټولو افغانانو او مسلمان ملت ته د کوچني اختر له امله د مبارکیو مراتب وړاندې کوو!

 

د کورنیو چارو وزارت لخوا د ننګرهار د امنیه قومندان د عدلي تعقیب اقدام ستایو او ورسره د ننګرهار د والي او د هغه د فاسدې ډلګۍ د ګوښه کيدا او عدلي تعقیب جدي غوښتنه غواړو!

مطبوعاتي اعلامیه

د بيړني خپراوي لپاره

۱۶، اسد، ۱۳۹۲

کابل

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)، په داسې حال کې ټول افغان ولس او د نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکي وايي، چې له بده مرغه ټوله روژه د هيواد په ګوټ ګوټ کې د جګړو، بمباریو او چاودنو له امله زموږ ګڼ شمير بې وزلې کورنۍ د وير پر ټغر کيناستې، او لا تر اوسه هم د جګړې اور بل دی.  فډرېشن ويرژلو کورنیو ته د اجر او زغم دعا کوي او هيله څرګندوي چې افغانستان نور د سولې او امن کور شي، چې ټول وګړي په کې د سوله ييز ژوند څښتنان شي.

۱. د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن د جګړې پر ټولو ښکيلو خواوو غږ کوي چې د اختر په نیکمرغه ورځو کې سراسري اوربند وکړي او په ټول هيواد کې له جګړو، بريدونو او چاودنو لاس واخلي تر څو زموږ ويرژلی ولس لږ په ارام زړه او سوکالۍ سره دغه د خوښۍ شپې ورځې تيرې کړي.

۲. فډرېشن د ننګرهار په وروستیو نا امنیو کې د ننګرهار ولایت د امنیه قومندان په ګډون د ننګرهار والي او د هغه فاسده ډلګۍ په سهل انګارۍ، ناکامه مدیریت او پراخ فساد تورنوي، او د ټولو پيښو او امنیتي او اداري فسادونو لامل يې بولي او د ګوښه کيدا او جدي محاکمې غوښتنه يې کوي.

۳. فډرېشن د کورنیو چارو وزير لخوا د ننګرهار د امنیه قومندان د عدلي تعقیب اقدام ستايي او دغې ناکام او بې پروا قومندان د تيرو کړنو، فسادونو او سهل انګاریو حساب غواړي او ورته د سختې سزا غوښتنه کوي.

۴. فډرېشن دغه راز په بلخ ولایت کې د لسګونه بې وزلو افغانانو د قاتلینو د عاجلې او جدي محاکمې غوښتنه کوي چې د غضنفر شرکت د چارواکو لخوا په ډزو وويشتل شول، او د شهيدانو کورنیو ته د اجر او زغم دعا کوي.

سوکاله او سرلوړی دې وي افغانستان!

امن دې وي پر ټوله نړۍ!

ډېر درنښت،

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)

د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګه

[email protected]

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • اسلام آباد فردا میزبان کرزی خواهد بود
    • ایتالیا پس از سال ۲۰۱۴ نیز در افغانستان حضور خواهد داشت:صدر اعظم این کشور
    • حامدکرزي د څو تنو ماشومانو په خوله کې د واکسین د څو څاڅکو په څڅولو سره د مني د لومړۍ دورې د پولیو د واکسیناسیون کمپاین پیل کړ
    • په خوست کې ماشومانو ته د پوليو د واکسين درې ورځینى کمپاين پيل شو
    • درگیری شدید در میان قیام کنندگان و طالبان در ولایت غزنی
    • به استقبال از قصیده ی دل انگیز دوکتور محمد انور غوری
    • صدر اعظم ایتالیا وارد کابل شد
    • حزب الله بازیچه تروریستی رژیم های ایران و سوریه
    • روسیه سرحدات تاجکستان با افغانستان را تقویت می کند
    • جګړه ييز موسم پاى ته رسیدلو ته يواځې څو اوونۍ پاتې دي او مخالفين به هڅه وکړي، چې يو شمېر بريدونه پلان کړي: ناتو