خليل جان ګربزوال
ګربز، چې پخوا وختونو زرکوره حساب شويدي دا زر کوره بيا په څلورو لويو ښاخونو،بوريخل ،اږدنوال ،ضياءوالدين او نصرالدين باندې ويشل شويدي .
نوموړي سيمه چې دشمالي وزيرستان سره ګډه پوله لري ځکه يې دودونه هم دخوست دنورو قومونو په پرتله وزيرو ته ورته غوندي دي، خوداسې هم نده ،چې ټول رسم او رواجونه يې دکوزې پښتونخواو زيرو ته قايل شوي دي او د ګربزو په قوم منل شويدي او داسې هم نشو ويلاى ، چې دګربزو په قوم کې بيخي دکوزې پښتونخوا دوزيرو د رسم او رواج څرک نه ليدل کيږي په ځينو روا جونو کې دخوست دنورو قومونو سره ډير ورته والى لرى او ځينې رواجونه يې وزيرو ته هم تللې دي.
خو زه دلته دخوست دنورو قومونو په دودونو او دستورنو نه غواړم ،چې خبري وکړم اونه پدې ځاى کې د وزيرو په لوى قوم خبرې کولاى شم نو يوازې او يوازې غواړم چې دګربزو قوم په اختريزو دودونو وګړيږم هرکله ،چې داختر شپې او ورځې رانږدې شي په ګربزوکې هم دنورو قومونو په څير خلک دځانونو لپاره بېلابېل شيان اخلي هم دخوراک شيان او هم دځان لپاره کالي او نور توکې اخلي ځوانان او ماشومان داختر په لومړۍ شپه ډير خوشاله وي هر څوک دکوره بهر راوځي په کلي کې په جګ ځاى باندې ميرګندونو ته اورونه ورته کوي ديوې خوا پرې دځوانانو او ماشومانو قطارونه د دايرې په شکل راټول شوې وي سپين ږيري او مشران يې له لېرې څخه تماشه کوي،مشران هم مياشتې ته انتظار باسي، چې اختر به شي او که نه هر کله چې داختر د ورځې معلومات ترلاسه شي، چې صبا اختردى مشران له لمانځه وروسته پچه اچوي ،چې صبا د اختر لومړۍ ورځې دکليوالو خوراک په چا دى؟ دويمه او دريمه ورځ هم د ډوډۍ خوراک په ګوته کوي ، چې په کومو کورونو وار راځي په هر چاچې کومه ورځ د غرمې د ډوډۍ وار راغلو دوخت مطابق به کليوالوته ډوډۍ تياروي ټول کليوال به په شريکه په کورونو راګرځي،د هر کور څخه يو يو او يا دوه دوه شخونده ډوډۍ خوري او بيابل کورته ورځي همداشان مسلسل دهرکور دستور خوان خوندڅاکي داهم بايد ښکاره شي په ګربزوکې په ټول قوم کې په ميو خيرنې وريجې پخيږي اود غواغوړي هم ورسره موجود وي مشرانو ځانته ډله ځوانانو ځانته اوماشومانوځانته ډله جوړه وي هر څوک دهغه چاسره په ډله يا پينډه ګرځي ، چې دطبعې ملګرى يې وي، پاتې دې نه وي ښځې هم په ډلييز ډول هغو کورونو ته ورځي ، چې د ډوډۍ وا ر ياپچه يې ختلي وي .
داختر په ورځ دسهار درې ورځې چاى ټول کليوال سره دکيکونو ، کلچو، مټايانو او نورو خواږو شيانو سر يو ځاى مسجد ته راو باسي او په شريکه يې ټول کليوال تر دريو ورځو پوري خوري په مسجدکې بياد چينک ،پتنوس ا و ترموز هېڅ پته نه لګيږي ،چې چاته دچا چاى ، دچا پياله او دچاخوراکې شيان ور برابرشول همغه خوري اوکله ،چې داختر په لومړي ورځ چاى وخوړل شي په همعه وخت داختر دمبارکۍ مراسم هم صورت نيسې ټول غيږي سره ورکوي او په کورونو ګرځي پدي وخت کې لنډ خپلوان په تلوار را غواړي تر څو داختر لمونځ ترې قضا نشې او لرې خپلوانو ته وخت پيداکوي ،چې کله ورشي داختر مبارکې ورسره وکړي داختر دلمانځه وروسته هر کله ، چې په کوم کور کې څوک داختر نه مخکې مړشوى وي اويا يه کوم کورکې څوک ناروغ وي دهغي پوښتنې ته ورځي وفات شوي ته دمغفرت دوعاګاني کوي او مريض ته شفا غواړي هرکله ،چې څوک داختر په ورځ له چاسره مخامخ کيږي په ورين تندي او ډير احترام ورته داختر مبارکۍ وړاندې کوي هرکورته ،چې دبل کلي څخه ميلمه راځي دشيدو چاى سره دشيرينۍ باب ورته ږدي اوشين چاى هم ورته سره دوچې ميوي بادام ،مميز ،چارمغز اونورو سره راوړي په هرکورباندي ډلې، ډلې خلک راځې داختر مبارکى ورکوي او يوڅه خوري او بياځې ښځي هم دنارينه وو په شان په کورونو راګرځي خپلو خوندو او ملګرو ته داختر مبارکې وړاندې کوي او دناروغانو پوښتنې کوي.
دګربزو ځوانان په پخو ا اوختونوکې دنورو قومونو په شان دميلې لپاره هغوځايونوته تلل ، چې دخوست دسيمي نورو ځوانانو هم پکې ګډون کو لو، لکه کيکارک بابا، فرم باع ، ادمحمد او داسې نورو مشهورو زيارتونو او باغونو ته تلل ترڅو داختر ميله په ښه ډول ولمانځي، خو په اوسنى وخت کې هم دګربزوځوانان بېلابېلو ځايونو ته چکر وهى لکه ادمحمد ،کيکارک او داسې نور خو زياتره ځوانان او س دکلي په حجروکې سره رپنډوي ، بنډارونه جوړوي ، فلمونه او مجلسونه ګورى =او ډېر ى ځوانان چې پکې راټو ليږ ي دګربزو دولسوالۍ خرګوټى دى، چې دګربزو دقوم سربيره دنوروسيمو ځوانان هم پکې برخه اخلي دا داسې يو خرګوټى دى ، چې د ډيرلرې ځايه ورته داختر په ورځوکې خلک راځي ځينې خلک دنوموړي ښار ګوټي ، چې دغونډۍ شکل لري سرته خيژي او ځينې بياد پل په لور راکوزيږي هيڅ داسې ميله نه تر سترګوکيږي ، چې دتماشا چيانو لپاره په زړه پوري وي خود خلکوبيروبار پکي دبل هرځايه ډېر ليدل کيږي.
ښځې هم ، چې داختر شپو ورځو ته زياتې خوشاله او ليواله وي داختر په ورځ په مخکې وختو کې وضعې ګل بابا، او شيخ امير بابا ته تللې،
ترڅو دخپلو خويندو سره ميلې وکړي او شيخ اميربابا زيارت په خوا کې پنډي ،پنډې ناستې وي خو په اوسني وخت کې دا کلتور ډېر کمزورى شو يدى اوس هم ځينې خويندې په وضعې ګل او شيخ مېربابا کې ليدل کيږي ،خو شمير يې دپخوا په پرتله (٧٠) سلنه کم شويدى خو ايله بيله هغه غمجنې خويندي داختر په ورځ دشيخ امير زيارت پرلور خوځيږي ، چې دتنکيو وروڼواو نور خپلوانوقبرونوته ورځي ترڅودمعفرت دعاګانې ورته وکړي او دپلارونو په قبرونو او ښکې وڅاڅوي هغه خويندي ،چې په کورونو کې اختر لمانځي داختر په ورځ ،چې په کوم کورکې داختر غرمنى ډوډۍ تياره وي خويندي هم ورځې ترناوخته په هغو کورونو کې ناستې وي بنډارونه جوړوي په بېلابېلو مسايلو غږيږي او بحثونه کوي يوه لنډى ده وايي،
خلکو اختر ته خويندي بوتلې ×××بې وروره خويندي څنډلى ته ناستې وينه
اوهر کله چې داختر شپې ورځې رانږدې شي په هر ځاى اوسيمه کې خلک خپلې خويندي خپلو کورونوته بيايي ترڅو دخپلو وروڼوسره يوځاى خوشاله اختر تير کړي .او هغه خويندي ، چې بې وروڼو دي او يا داسې څوک نلري ،چې داختر شپې اوورځې يې ورسره تيرشې څنډليو ته دورير په ټغر ناستې وي نوراځې چې دا دود هم په ځان او ټولنه کې پيداکړو ،چې داختر په شپو ورځو کې دزوريدلو خويندو،کونډو، يتيمانو او غريبانولاسنيوى وکړو او خپلي ښې ډوډۍ ته دعوت ورکړو خپلې صدقې کورونو ته ورليږو ترڅو ددوى ددعاګانوڅخه مستفدشو .او يوه بله لنډي ده .
مينه په تلوراتلوزياتيږي ×××کله راځه کله به زه درځم مينه
نودرانو دوستانو داچې ، داختر شپې ورځې دي راځى،چې ديو بل کورونوته ورشو په ورين تندي ورسره داخترمبارکې وکړو هغه ،څوک چې ورسره ګيله من يو تر غاړي وځو، دقهر او غوسې پرځاى ورته دمينې او محبت په نظر وګورواو هغه څوک چې رانه حفه دي خوشاله او راضي يې کړو .
ځکه چې ژوند په مينه پوري تړلى بې دمينې ژوند ناشو نى دى دا دود او دستور په ځان او ټولنه عملي کړو،چې مينه رامنځ ته شې سو کالي به راشې او پرمختګ به رامنځته شې .