Posts | Comments | E-mail /

د نېکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت د پکتيکا والي پيغام

Posted by on Aug 7th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

بسم الله الرحمن الرحيم

ګرانو هیوادوالو او د پکتيکا ولايت شريفو او متدينو ولسونو!

                                                                                       اسلام عليکم ورحمه الله وبرکاته.

اجازه راکړئ د پکتيکا ولايت د ملکي او پوځي چارواکيو په استازيتوب د نيکمرغه کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت ټولو هيوادوالو په ځانګړي ډول: ديني عالمانو ، قومي مخورو سپين ږيرو او مشرانو، خويندو او ميندو، ځوانانو، ګلاليو ماشومانو، د وسلوالو ځواکونو سرښندنکو سرتيرو، افسرانو، د مدني ټولنې فعالينو، د سياسي او ټولنيزو بنسټونو غړو ته د زړه له کومې مبارکۍ وړاندې کړم.

د لوي خداي(ج) له مهربانه ذاته په عاجزۍ غواړم، چې د روژې په مبارکه مياشت کې زموږ د مظلومواو په دين او خاوره مين ولس تر سره کړي مالي او بدني عبادتونه په خپل لوي دربار کې قبول او مقبول وفرمايي.

د خوشالۍ احساس کوم، چې زموږ افغانان وروڼه او خويندې سږ کال يو ځل بيا د سولې او دايمي ټيکاو په هيله د خپل ديني او دوديز جشن لمانځنه کوي او د خپلو هېوادوالو د سوکالۍ له پاره خپل هوډ تازه کوي.

ګرانو هېوادوالو درنو پکتيکاوالو!

موږ او تاسې پوهيږو، چې تېرو درې نيمو لسيزو جګړو او بدمرغيو زموږ هېوادوال په مادي او معنوي لحاظ ژوبل کړي، دلته ډېر ملي ارزښتونه او ستر باورنه زيانمن شوي او يو شمير کړيو ځانونه د لږو ګټو لپاره په بهرنيو دښمنانو پورې تړلي دي، ولې بيا هم په تاريخي لحاظ هر کله چې د ملي ازمون او د افغانانو د پت،عزت او سرلوړی مسله مطرح شوې، نو ټول بيليدونکي مسائيل يې يوې خوا ته پرې ايښي او په يو ملي محور د يو ملي زعيم او مشر په قيادت کې راغونډ شوي او هېواد ته يې نجات او سرلوړې ور په برخه کړې ده.

باور لرم، چې د هماغو باتورو پلرونو او نيکونو اولادونه به بيا هم په دې ستر ازمون کې بريالي راووځي او خپل ملي يووالۍ او تاريخي عزت به د خپل ملي او رپانده بيرغ تر سيوري لاندې خوندي او سرلوړی وساتي  او د هوسا ژوندانه داسې بنسټونه به کيږدي، چې تر دې وروسته به د افغانانو ټول فکري او جسماني قوت د هېوادوالو د سعادت او د ګران هېواد د ابادۍ او ترقۍ په لاره کې لګول کيږي، نه د بدمرغه او ورانونکو جګړو په دوام کې.

زه د دې ولايت د لومړی درجه مسوول او د هر پکتيکا وال او هېوادوال د صادقه او رښتيني خدمتګار په توګه خپلو هېوداوالو ته په سر کې د تقواء، پرهېزګارۍ، ديانت او امانتدارۍ وړانديز کوم، دا خپلو بنده ګانو ته د الهي ذات امر دي او دا د هر مومن د برياليتوب رښتينې لاره ده.

که چيرې موږ تقوا او پرهيزګاري خپله دنده وګرځوله، نو د هغه لوي ذات تلپاتې تعاون او مرسته به زموږ سره وي، د دې تر څنګ موږ بايد د هېواد د هغو شهيدانو ارمانونه خاورې ايرې نه کړو، چې د خپل هېواد د ازادۍ او سرلوړې لپاره يې مزارونه په پرديو خاورو کې جوړ شول او د خپلې خاورې او هېواد له خوند څخه په محرومۍ کې يې له دې فاني نړۍ څخه تر ابده سترګې پټې کړې.

موږ بايد د هغه دايمي معلول او معيوب هېوادوال د ژوند په سترو ارمانونو خاورې وروا نه چوو، چې د خپل هېواد د ازادۍ او نيکمرغي لپاره يې ځانونه د هميش لپاره نورو ته اړ کړل او ماشومان يې تر اوسه هم د يو او بل په دروازه کې د خيرات ټولو لپاره حيران او سرګردان ګرځي.

نو مه هيروئ، د دې هېواد ټولې لاسته راوړنې د سترو مالي او ځاني قربانيو زيږنده دي، په دې باندې ډېرو ميندو او خويندو همدارنګه ماشومو يتمانو اوښکې تويې کړي او د خپلو اوښکو او وينو په لوندوالي يې د دې هېواد بوټي او ګلونه زرغون کړي دي، نو که دې ته زيان رسيږي، لويه جفا به وي او موږ به په قبرونو کې هم د خپلو مشرانو ارواحو ته بې ځوابه وو.

مومنو او مجاهدو هېوادوالو!

زه نه غواړم ارماني او شعاري وغږيږم، خو دا ټولې خبرې د دې هېواد د واقعيتونو يوه ستره برخه بولم، تاسو ايماني قضاوت وکړئ، که خداي مه کړه موږ نظام ونلرو، ايا بيا به د اجنبيانو دروازو ته وندريږو؟ اجنبيان به پر موږ بيا ملنډې ونه وهي؟ موږ به بيا د وچې ډوډۍ په فرياد نشو؟ ماشومان به مو ښوونځي ولري؟ ناروغان به مو د درملنې له پاره روغتون ولري؟ ځواب روښانه دي، نه هر کله نه.

نو ولې ملي يووالۍ ونه کړو، ولې خپلې ستونزې د خبرو اترو او د الهي ارشاداتو په رڼا کې په سوله ييزه توګه مطرح او حل نه کړو او ولې د خپلې وګړنيزې واکمنۍ څخه په شجاعت سره ننګه او ملاتړ ونه کړو؟؟؟

د همدې مسلو درک او منل د لوړ ملي او سياسي شعور په مانا ده، او زه د يو افغان په توګه دا باور لرم، چې اوس دا شعور او درک د هر افغان په ژوند کې موجود دي او د هرې ورځې په تيريدو سره خپل دوست او دښمن ښه پيژني.

تاسو پوهېږۍ سوله الهي امر دی، په هغه کې د بشريت نيکمرغي موجوده ده، د فلاح او کاميابۍ نوم دی، د سعادت او نيکمرغۍ زيرۍ دی، نو موږ بايد د دې ستر نعمت د حاصلولو لپاره خپل کوښښونه او هڅې ونه سپموو.

ګرانو هېوادوالو ! موږ په دې وروسيو کالونو کې په پکتيکا کې هم د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې د بې نظيره برياوو شاهدان يو، نننۍ پکتيکا هغه نه ده، چې اوسيدونکي يې د ژوندانه له ډېرو اسانتياوو محرومه وو، بلکې اوس په هره برخه کې ډېر پرمختګونه تر سترګو کيږي، خو د وخت او ويښ وجدان غوښتنه دا ده، چې په ګده د دې لاسته راوړنو ساتلو ته يوه معقوله لاره ومومو او د نورو پرمختياوو لپاره د يو بل پر مټ زمينه جوړونه وکړو، دا مسله زموږ او ستاسو د مشارکت او دايمي ملګرتيا ګډ ټکي دي.

په دې ځای کې لازمه بولم، چې بايد په راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ته په ټاکنو کې هم زموږ ونډه بايد زياته وي، که چيرې موږ په ټاکنو کې په پراخه کچه برخه اخلو، ما نا دا چې د نظام په جوړښت کې زموږ ونډه زياته ده او موږ حق لرو، د نظام په چارو کې ډېره ونډه راو سپارل شي، خو که غفلت کوو، دا به پدې مانا وي، چې راتلونکو پنځو کالونو لپاره به موږ له نوي حکومت څخه ډېر څه تر لاسه نه کړو، نو پدې لحاظ ټول هغه وروڼه او خويندې، چې عمرونه يې په ټاکنو کې د ګډون ايجاب کوي، بايد د رايې اچونې کارتونه ترلاسه کړي.

نو له همدې کبله له ټولو پکتيکا والو که نارينه دي او که ښځينه غواړم، چې په دې ملي بهير کې خپله ونډه پراخه کړي او څرګنده کړي، چې پکتيکا وال اوس د لوړ شعور خاوندان دي او په دې باور دي، چې د حکومتونو د بدلون، اصلاح او سمون يوازينۍ او ټولمنلې لاره همدا ټاکنې دي او بس.

موږ خپلو مرورو هېوادوالو ته د سولې او پخلاينې پيغام لرو، زموږ غيږې د دوي پر مخ پرانيستي دي، که چيرې دوي د اخلاص او سولې لپاره يو قدم اوچت کړي، له ورور وژنو لاس په سر شي، موږ به د ښه ژوندانه زمينه سازي ورته وکړو، خو موږ په کلکه له دوی غواړو د خپل هېواد په ورانۍ او د خپل هېوادوال په مرګ دې نور نه خوشالوي، په دې ستر هېواد کې دې د پرديو ګټې نه خوندي کوي، ځکه دا کار له خپلو هېوادوالو سره لويه جفا ده

کوچنۍ اختر د ټولو مسلمانو ګډ ديني او دوديز جشن دي، دا يو ښه فرصت دي، چې د ټولې نړۍ مسلمانان يو بل ته د ورورۍ او مرستې لاس وروغځوي، له ناخوالو يو بل وژغوري، خپل امکانات له بل مسلمان سره شريک کړي، ځکه رب مو يو، دين مو يو، قبله مو يوه، حشر مو يو او د ښو او بدو بدل مو يو دی.

دا د ګډون يو لوي او ابدي نسبت دی، چې له اسلام څخه وتلي خلک په دې حقيقت نه پوهيږي او له دوي څخه د دايمي خلاصون او نجات لاره ورکه ده او په خپل سرو لارو فکر کوي.

 درنو پکتيکاوالو! زما په ګډون د پکتيکا ولايت ټول نظامي مسؤولين ستاسو ترڅنګ دي او د پکتيکا ولايت په هر څنډه کې به ستاسو امنيت خوندي کوو تر څو تاسو د نېکمرغه کوچني اختر شپې او ورځې د ډاډمن امنيت په شتون کې په خوشالۍ سره ولمانځۍ، د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت، سرحدي پوليسو، عامه نظم پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو په ليکه کې ستاسو وېښ او سرښيندونکي بچيان ستاسو  د امنيت خونديتوب ته ژمن دي او هيچاته به اجازه ورنکړي تر څو ستاسو آرامه ژوند نارامه کړي

زه يو ځل بيا خپل مظلوم، جګړه ځپلي او په ناخوالو کې ايسار ولس ته د کوچني اختر له دې مبارکو شپو او ورځو څخه په استفادې دوعا کوم، چې اطاعت او بنده ګي مو قبوله شه، خداي دې تاسو ټول ولس ته د هېوادوالو او وطن د خدمت توفيق در په برخه کړي، زه د هغه ورځې په تمه يم، چې جګړه نه وي، بمونه نه وي، ګلالي ماشومان مو ښوونځيو ته د تګ پر مهال ويره ونه لري او يو ځل بيا مو هېواد د نړۍ په کچه د آرامو هېوادونو په ليکه کې د سر ځای خپل کړي

د مهربانه خداي څخه په همدې دعا او د دې پاکو او سپيڅلو ارمانونو په ترسره کيدو کې د افغان غيوره ملت د مخلصانه همکاريو په هيله.

ستاسو خدمتګار، ورور

محب الله صميم د پکتيکا والي

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • اسلام آباد فردا میزبان کرزی خواهد بود
    • ایتالیا پس از سال ۲۰۱۴ نیز در افغانستان حضور خواهد داشت:صدر اعظم این کشور
    • حامدکرزي د څو تنو ماشومانو په خوله کې د واکسین د څو څاڅکو په څڅولو سره د مني د لومړۍ دورې د پولیو د واکسیناسیون کمپاین پیل کړ
    • په خوست کې ماشومانو ته د پوليو د واکسين درې ورځینى کمپاين پيل شو
    • درگیری شدید در میان قیام کنندگان و طالبان در ولایت غزنی
    • به استقبال از قصیده ی دل انگیز دوکتور محمد انور غوری
    • صدر اعظم ایتالیا وارد کابل شد
    • حزب الله بازیچه تروریستی رژیم های ایران و سوریه
    • روسیه سرحدات تاجکستان با افغانستان را تقویت می کند
    • جګړه ييز موسم پاى ته رسیدلو ته يواځې څو اوونۍ پاتې دي او مخالفين به هڅه وکړي، چې يو شمېر بريدونه پلان کړي: ناتو