Posts | Comments | E-mail /

دحرمينوهندار دحج يونليک شپږشپېتمه برخه

Posted by on Aug 5th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

قاضي محمدحسن حقيار

[email protected]

دحرم امامان

دحرم لوى خطيب قاري دکتور سعود بن ابراهيم شريم دى، خو دى ډېروخت نه وي ، دحرمينو رياست دهر وخت لمانځه لپاره بېلابېل امامان ټاکي اکثره يې ځوانان  وي ځينې يې دومره خوږ غږ لري او دومره خوندور اوله درده ، ډک قرائت کوي چې ډېر سخت زړي انسانان هم ژړوي،يوماښام يو ځوان قاري په خپله په لمانځه کې په ژړاشو، دده دژړا له اورېدلوسره په ده پسې ولاړ  ميليونونه انسانان هم په کريکو کريکو په ژړاشول، فضا دکريکو انګازو  ونيوه،امام دومره ژړا ونيوه چې قرائت يې نشو کولى څلور پنځه واره يې قرائت پيل کړ، خوکولى يې نشو داماښام د ژړا ،کريکو ،درد او فغان ماښام وو ،دهيچا سترګه هم وچه نه وه.

قاري سديس هم کله کله لمونځ ورکاوه خو مولنا يار محمد(ملااکرم)به ويل چې اوس په خلکوکې دقاري سديس محبوبيت ځکه کم شوى چې هغه درباري شوى او دشاهي کورنۍ زوم شوى دى، دهغه په  وينا، سديس اوس ددولت پاليسې تعقيبوي ،پر دولت او کړنو يې نيوکه نه کوي، مولنا يار محمد داهم وايي چې دسعودي د حج اواوقافو رياست يوه کمېټه جوړه کړېده، چې دجمعې او اخترونو خطبې جوړوي او د حرمينوپه شمول ټولو مساجدو ته يې لېږي .داخطبې سياسي ندي ، ددولت لخواعلماووته خبرورکول شوى چې دامريکا،استعمار،شاهي کورنۍ، ويښتابه او…په  اړه به څه نه وايي. دلته واک په حقيقت کې يواځې له شاهي کورنۍ سره دى ټول لوړ پوستونه دهمدوى په واک کې دي.

د١٤٣١ \١٢\٢٧جمعې په ورځ چې کوم خطيب خطبه واوروله نو  اواز يې هم ښه نه و، قرائت يې هم ښه نه ، نه داسلامي امت په درد اوستونزو ،خبرې ،نه کومه، استراتيژي، اونه کوم تصميم.

دجمعې په يوه بله خطبه کې دفلسطين مجاهدينو ته دعاوشوه، خو دافغانستان اوعراق مجاهدين چايادهم نکړل،په همدې ورځ  په طواف کې يوتن کوچنى کيسه برلاس په لاس ونيول شو،خوډېر عذريې وکړ دتېښتې لار ېي هم نه وه نو بېرته خوشې شو.

دحرم نور مشهور او خوږ  غږي امامان له شر يم اوسديس پرته ماهر،صريم اودکتور صالح دي.

متواګان

متواګان هغه خلک دي چې دنظم او نسق په راوستلوکې مرسته کوي، خلکوته لارښيي ،امر بالمعروف اونهې عن المنکر کوي، لمانځه ته صفونه برابروي  دبيروبار مخه نيسي لارې خلاصوي او …. دشاهد په وينا، دامهال په حرم کې اته زره رسمي متواګان کار کوي، په متواګانو کې ښځې هم شته دي،ښځينه متواګانې په تور حجاب کې او دځينوخو آن سترګې هم په عينکو پټې وي پرلاسونويې دستکشي اوپرپښو جرابې وي.

ډېرې زړورې دي کومه ښځه چې بې نظمي کوي يا ورسره غږېدل غواړي نو دنوم په اخستلوپرې غږ کوي (يافاطمه،ياعايشه يا خديجه يامريم…) زه لومړى حيران وم چې دامتواګانې څنګه ددوى نومونه اخلي او څنګه يې پېژني ځکه چې  ددې ښځو نومونه نه ددوى په جامو ليکل شوي اونه يې بل چېرته ليدل کېږي.

وروسته پوه شوم چې دامتواګانې هسې ددوى دپام را اړولو لپاره دوى ته ديواسلامي نوم په يادولوغږ کوي او دايې خپل نومونه نه دي،  يوځل يې هندۍ ښځې نظم ته رابللې خوهغوى په ژبه نه پوهېدې ديوې لستوڼى يې لنډ و په اشاره يې پوهه کړه ،ښځې تسبېح تهليل او ذکر ته رابولي،ځينې متواګان دپيسولپاره خلکوته په بايسکلونو طواف ورکوي ځينې کوچنيان هم داکار  کوي. دبايسکلونو لپاره په دوهم او دريم پوړکې خپل ځايونه نښه شوي دي دکرايي طواف نرخ هم توپير مومي او ددوه نفرو تر جوړ جاړي پورې اړوند دى له يو نيم سل رياله تر څلورسوه ريالوپورې .

يوه ورځ مې سحر په دوهم پوړ کې يوتن برېتور بې ږيرې عرب ځوان  وليد چې له يو کوچني سره يې په بايسکل کې دطواف داجورې په اړه چنې وهلې ،ماويل ځه کوم ناروغ ياسپين ږيرى به ورسره وي،  خو چې په نرخ جوړ شول،ګورم چې خپله په بايسکل کې کېناست ،حيران شوم ځکه دى ډېر ځوان  و اوظاهراً يې هېڅ عيب نه  درلود.

دحج په ورځوکې يې زموږ له اخونزاده صاحب څخه څلورسوه رياله اخستي وو،،مولنا يار محمد زموږ يوسپين ږيرى حاجي خپل داسې يو دوست ته چې فرانسوۍ ږيره يې وه دڅلورسوه ډالروپه مقابل کې سپارلى وو،چې عرفات ،مزدلفې ،منى ته يې بوځي اوطواف هم پرې وکړي، هغه ډېرو ځايونوته   دشرکت په موټرو کې بيولى و وروسته يې ترې پيسې اخستې وې اوله طواف پرته يې پرېښى و .

ښځينه متواګانې هڅه کوي چې ښځې او نارينه سره بېل کړي ،بېل يې کېنوي اوپه بېل بېل ځاى کې پرې لمونځ وکړي،خو داکار دبيروبار په ورځوکې شونى نه وي، خوچې بيروبار کم شي بيا ښځې تر ډېر ه حده ځانګړو ځايونوته بېول کېږي.

په مطاف کې دکعبې ترڅنګ ښځوته دلمانځه اجازه نشته ،خو په هر لمانځه کې دمتواګانو او ښځو لانجه وي، متواګان غواړي چې دوى ووځي او دښځوځاى ته ورشي خو دوى سترګې شخوي اونه  وځي اوپه همدې جنجال کې سلګونه ښځې همدلته په لومړيو صفونوکې له نارينه وسره اوږه په اوږه لمونځ کوي خوپه مدينه منوره کې بيا داسې نده ،هلته دښځولپاره څوځايه ځانګړي ځايونه ټاکل شوي  اوښځې مجبورې دي چې هلته ورشي اوهملته له ښځوسره لمونځ وکړي. په حرم کې دښځينه و ځاى ښځينه پاکوي ،دتنظيف ښځينه عمليه شين يونيفورم اغوندي اودتنظيف کارتونه يې په سينه ځړېدلي وي دبايسکلونولپاره خو ځانګړي ځايونه ټاکل شوي دي خو ځينې حاجيان پر دې ځايونو قناعت نه کوي، يوه شپه يوه بجه (نيمه شپه)طواف ته لاړم ګورم چې مطاف او دکعبې شاوخوا بايسکلونو نيولې ده، معيوبين ،زاړه اوښځې ټول راغلي همدلته طواف کوي ددوى دې کار  طواف کوونکي له ستونزو سره مخ کړي و. هرڅوک تروش و  خو ماځکه نه ملامتول چې دوى هم يوې مينې،يواحساس اويو درد دلته راوستي وو همدا ورته ښه موقع وه، چې کعبه لمس کړي،حجراسود ښکلول خو ورته هسې هم دهما سورى وو.

ملګري

زموږيو ملګرى سيدخان له اصله اريوب ځاځى دى خوهراتى شوى دى، دالله داد رضايي په وينا، ٩٥کلن دى خولاهم  دبشپړې روغتيا خاوند دى تراوسه يې ايله څلور غاښونه پرېوتي دي سيدخان په جامه اوژبه له هراتيانوبېل ښکارېده ماته يې دخپل ژوند ډېرې کيسې وکړې،ويې ويل چې درې ودونه يې کړي اودرې واړه له پېغلو سره سيدخان وويل چې کړوسي يې غټ غټ بچيان لري د هغه په وينا ،پخوادموټرو سوداګر و اوافغانستان ته دموټرو له لومړيوواردوونکيو څخه دى هغه دخپلو  خاطروپه ترڅ کې وويل چې کله يې لومړى ځل هرات ته موټر راووست نوپه هرات کې ډريورنه پيداکېده،بالاخره له ننګرهار څه يې راوغوښت. هغه وايي زامن يې سوداګران  اوښه شتمن دي.. په حج کې له ډېرو سپين ږيرو مراسم ګډوډ شول خودى له ډېر وځوانانو هم تکړه و سيدخان اوس له هراتيانوسره خېښي  کړېده، له خبرو يې ښکارېده چې لمسيانويې خپله ژبه له لاسه ورکړېده او ددوه درې ميليونوپښتنوغوندې په فارسي کې ذوب شوي دي.

زموږله ډېرو ملګروسره دهغوى مېرمنې هم وې ملګري مو ډېر دهرات اوبادغيس وو خودکابل ،لوګر،ننګرهار اوسېدونکي  هم پکې وو.

مفتيان اوفتواګانې

دننه په حرم کې يوهندي عالم چې واقعاً متبحر اوجيد عالم وو هره ورځ دخلکوپوښتنوته ځوابونه ورکول، هغه ته يوه څوکۍ ايښودل شوې، وه ډېرخلک به ترې راتاو و ډېرې پوښتنې به دحج دمناسکو په اړه وې هغه په اردو،هندي ،عربي او انګليسي ژبوپوهېده، کله کله به يې فارسي ته هم لاس واچاوه.

له ده پرته حرم ته نږدې دشرکة المکة په څلورم پوړ کې دفتوا اواستفتالپاره نهه ځايه ټاکل شوي وو،دشپې تر ناوخته به نهه  تنه مفتيان ناست وو اوله هر مذهب سره سم فتوابه يې ورکوله،فتوابه ډېره لنډه او قناعت ورکوونکي وه .له دې سره ماته زمادخونې دملګري اوزموږ دکاروان دحج دمعلم مولوي احمدي فتوا راپه ياده شوه .کيسه داسې وه چې زموږ يو حاجي ملګري دعمرې لپاره احرام کړى  و خوڅه کار ورته پيداشوى  و اوعمرې ته نشو تللى له موږ څخه يې وپوښتل چې  ايااحرام بېرته خلاصولى شي؟ مولوي احمدي به له ځواب څخه ځان تېر وېست اوکوټلى ځواب يې نه ورکاوه، زمازړه تنګ شو (هو )ځواب مې ورکړ، هغه شخص په خوښۍ ووت وروسته احمدي ماته مخ راواړوه ويل يې دالله  ج بنده ولې دې دومره ژر اواسانه ځواب ورکړ ماغوښتل  چې مستې پرې راوړم اوبياځواب ورکړم.

روغتيا

په جروال کې دافغان حاجيانولپاره ددرملنې ځاى ټاکل شوى  او دادافغان حاجيانو رسمي درملځى اوکتنځى وو اوبايد ٣٥زره افغان حاجيانوته يې روغتيايي خدمتونه برابر کړي واى،خوهلته دحج دنورو برخوپه څېر دابرخه هم ډېره کمزورې وه زه خوالحمد الله تر پايه هلته ورتللوته اړ نه شوم اونه دومره ناروغ شوم خوچې نور حاجيان به ورغلل ډېر زيات شکايت به يې کاوه،کله به يې ډاکټرنه وو،اوکه ډاکټربه وموندل شو بيابه درمل نه  و په پيل کې پکې ارزان بيه درمل موندل کېدل خوپه وروستيو ورځوکې به داتشې ګولۍ هم  نه موندل کېدلې،وزير صاحب محمديوسف نيازي ته څو  ځله شکايت وشو خوهغه به داپړه دعامې روغتيا پر وزارت ور اچوله.

دحج اواوقافو وزارت چې له حاجيانو کومې پيسې اخلي نو ددرملو اوډاکټرانو برخه هم په کې وي  اووزارت له ځان سره لسګونه ښځينه اونارينه ډاکټران هم بيايي  دې ډاکټرانوته  دوړياحج زمينه هم برابرېږي او معلومه اجوره اوسفرخرڅ هم ورکول کېږي خودلته هم داچانس هر ډاکټر ته نه ورکول کېږي بلکې روابط پرضوابطو لومړي وي،اخلاص ،زړه سوى اهليت ،دنده مقدسه ګڼل په کعبه کې هم شعار وي.

ډېر حاجيان له ځان سره ځينې ډېر کارېدونکي در مل وړي،هلته زکام،ځان درد، اوتبه  ډېره وي اوافغان حاجيان هم دهمدې ناروغيودرمل وړي زما،ماما استاد حبيب الرحمن هم له ځان سره ډېر درمل وړي وو دهغه ځوى حبيب الله ددرملوعمده پلورنځى لري حبيب الله خپل پلارته هغه درمل ورکړي وو چې کمپنيو دسمپل (نمونې)لپاره ورکړي وو ښکاره ده چې کمپنۍ دپيرونکيو دجلب لپاره ښه نمونه جوړوي له همدې درملو ماته هم رارسېدل چې ورسره به هغه دچاخبره ناروغي ټک اوپترى شوه.

په سعودي کې در مل ډېر قېمت  دي، يوپاکټ پاراسټامول په افغانستا ن کې پنځه افغانۍ دي خوهلته په شپږ رياله ٧٨افغانۍ پلورل کېږي البته پاکټ اوکيفيت يې ښکاره توپير درلود، شاهد به ماته ويل چې که دوستان مو حج ته راتلل نو له ځان سره  دځينو لومړنيو ناروغيو ددرملو راوړلوته يې وهڅوئ،ځکه دلته ډاکټر او درمل ډېر ګران بيه دي.

هم سر لاړ او هم سرسر

حاجيان حرص لري چې ډېرې عمرې وکړي،په ځانګړې توګه افغان حاجيان خو ډېرى عمرې کوي، دا اختلافي خبره ده چې په حرم کې دننه شخص ته ډېرې عمرې کول ډېرثواب دى اوکه طوافونه ،ماهم اوه عمرې وکړې،خو دپنځو عمرو احرامونه مې حرم ته له نږدې پنځو ميقاتونو وکړل،حديبيه ،جعرانه ،تنعيم ،اضاءةاللبن او ….دهرې عمرې لپاره مو له نوي ميقات څخه احرام کاوه.

خوزموږ سره ملګرو بيا عمره خپل يواځينى کارباله، داسې افغانان مې هم وليدل چې دورځې دوه او درې عمرې يې کولې زماملګري عبيدالله،عسل،يارمحمداو نورو  پنځلس عمرې کړې وې يوه ورځ يې راته وويل چې نور يې د سرپوستکى له ډېرو خريلو سوځي ځکه چې له هر ځل عمرې وروسته بايد دسر وېښته يا وخرييل شي او يا لنډ شي خو دوى به خرييل.

يوه ورځ نيمه شپه دعمرې داحرام لپاره جعرانې ته  له ملګرو سره روان وم، له عمارې بهر مو موټر ته انتظار کاوه چې دوه درې نور افغانان هم راسره ملګري شول، هغوى راته وويل چې تاسې له هر ځايه احرام تړئ موږ هم درسره ملګري يو،خير موږ يو فلاينکوچ ته ورته موټر دوه طرفه دربس کړ،له نويو ملګريو شويو افغانانو څخه يوله ماسره مخکې سيټ کې کېناست،ترې مې وغوښتل چې ځان را وپېژني ځان يې عبدالهادي دلښکرګاه ښار دکارته لګن اوسېدونکى راوپېژانده،عبدالهادي، وويل چې دې په لښکرګاه کې حمام لري او له حج سره  يې مينه بې سارې   وه،خو نه دده اونه يې دپلار نوم په قرعه کې راووت. هغه وايي ددې لپاره چې دحج کار يې شوى وي نو کابل او کندهار ته يې څوځله منډه کړېده،دهغه په وينا، پلار يې وړاندې   هم حج کړى خودده لومړى ځل و عبدالهادي وايي چې له ډېرو ګرځېدو راګرځېدو وروسته  بالاخره يوچاراته وويل چې دنفر په سر پنځه نيم زره ډالر راکړئ دحج اواوقافو له وزير يوسف نيازي څخه درته فوق العاده امر اخلم، عبدالهادي وايي چې پنځه نيم زره ډالره ما اوپنځه نيم زره ډالره زماملګري محمد نبي ورکړل او هغه کس دا يوولس زره ډالر په بانک کې پخپل نوم تحويل کړل، عبدالهادي وايي چې دې شخص له ژمنې سره سم ما او محمدنبي ته  فوق العاده امر واخست، زموږ پاسپوټونه جوړ او دحج کار مو يقيني شو، دهغه په وينا ،له پرواز څخه دوه ورځې وړاندې دحج اواوقافو وزارت لخوا ورته وويل شول، چې کوم زورور خپل ملګري او دوستان حج ته لېږي اودپاسپورټونو له منځه يې د ٢٣او ٣٩ترمنځه هغه پاسپورټونه چې کارونه يې خلاص وو، ويستلي  او سهمونه يې خپل ځان ته اخستي دي،اوپه دې منځ کې دمحمد نبي پاسپورټ هم وېستل شوى دى  نوځکه دهغه کار خراب شو.

عبدالهادي زياتوي کله موچې له اړوند شخص څخه بېرته پيسې وغوښتلې نو هغه راته وويل چې ماخو له دې پيسوڅخه ډېر رشوت ورکړى اوډېر لګښت مې کړى دى داچې ستاسوپر حق بل څوک ظالم شونوپه دې کې زماګناه څه ده؟ خوله دې ټولوسره عبدالهادي خوښ وو چې دده دحج کار وشو او الله ج خپل حضورته وغوښت.

هغه وايي چې په افغانستان کې ډېر وځورېده ډېر وکړېده، اوډېر تاواني شو خوداچې با لاخره دحج کار يې وشو خوښ دى اوهغه ټولې ستونزې او تکليفونه ترې هېر دي.

عبدالهادي له دې څخه  هم خبر کړم چې دهلمند دحج اواوقافو رئيس دحج ٧٥،سهمونه پټ کړي، وو او دولت پرې خبر شو چې له همدې امله يې بندي هم کړ.

دحج په پروسه کې دايوځينئ بې عدالتي نه ده، هر چارواکي تر خپل وس ل خپل موقف څخه ناوړه ګټه اخستله په همدې ورځ خبر شوم چې دمشرانو جرګې دهغه وخت مرستيال او اوسني رئيس فضل الهادي مسلميار خپل ٨٠تنه دوستان او ملګري بې نوبته له ځان سره په يوه الوت کې افغانستان ته راوستل، دده په دې کار ډېر افغانان خفه وو.

له پښتنوسره دتبعيض دردو نه په حرم کې هم اورېدل کېدل، دګل عالم   په نوم يو تن    چې ځان يې اصلاً دکابل دسروبي او اوس دتخار اوسېدونکى راوپېژانده راته وويل چې ته مې په تلوېزيون کې ډېرليدلى يې، اوډېرې سپينې اوحق خبرې کوې، نو مهرباني وکړه په کابل کې ماته هم زمينه برابره کړه چې خپلې ستونزې درسنيوله لارې  چارواکيوته ورسوم، هغه خپلې ستونزې پيل کړې: (( په١٣٣٧هـ ل يا ٥٢کاله وړاندې حکومت په تخارکې شاړې ځمکې راکړې موږ په ډېر زحمت او دخولوپه تويولو داشاړې او دښتې ابادې کړې حکومت په هغه وخت کې قبالې رانکړې اوويل يې چې که اوس قبالې درکړو نو بېرته تښتئ.

تاسوته به شل کاله وروسته قبالې درکوو،شل کاله وروسته په ١٣٥٧ هـ ل کې په افغانستان کې کودتاه وشوه ،موږ له خلقي رژيم څخه قبالې وانه خستې،پاکستان ته مهاجر شوو،هلته په چارسده کې اوسېدوجهاد مووکړ ،قرباني مو ورکړه،دکمونيستي رژيم له سقوط وروسته چې استادرباني په واک خېټه واچوله نو زموږ ځمکې او کورونه يې تاجکو او خپلوقوماندانانوته ورکړې، اوموږ يې وشړلو.

هغه وايي چې يواځې زماسل جريبه آبي ځمکه يې رانه نيولې، په خپل وطن کې مونه پرېږدي  او اوس هم په چارسده کې يو.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree