Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزی: د مسلمانانو وژل له اسلام سره دښمني ده

Posted by on Aug 5th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- جمهوررئیس حامدکرزي  هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې د کندهار په  ولايت کې   د یو شمېر بيګناه ملکي وګړو د مرګ  ژوبلې سبب شو.

د کندهار د والي د دفتر د معلوماتوله مخې، نن سهار د کندهار ښار په  لویدیځ کې د باغ پل په  سیمه کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا په یوې کراچۍ کې د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله څلورتنه ملکي وګړي و وژل شول او شاوخوا دوه ویشت تنه نور ټپیان شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس حامدکرزي  د روژې په دغه مبارکه میاشت کې د عامو ملکي وګړو په نخښه کول او د ټولو اسلامي او انساني اصولو پرخلاف د هغوی وینه تویول له اسلام سره دښمني وبلله او د دا ډول ناروا عملونو ترسره کوونکي یې د اسلام دښمنان وبلل.

حامدکرزی د دغه تروریستي برید د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټبیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree