Posts | Comments | E-mail /

جمهوررئیس حامدکرزي د پاکستان له صدراعظم سره ټلیفوني خبرې وکړې

Posted by on Aug 9th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل: جمهور رئیس حامد کرزی، نن د پاکستان د اسلامی جمهوریت له صدراعظم میا نواز شریف سره په ټیلفون خبرې وکړې او ده ته یې د کوچني اختر مبارکي وویله.

د افغانستان جمهور رئیس د اختر په ورځو کې دکویټې او جلال آباد خونړیو پیښوته اشاره وکړه او وې ویل چې تروریستانو او د دغودواړو هېوادونو دښمنانو حتی د عید د سپیڅلو ورځو په جریان کی هم پر ملکي وګړو او حتی ښځو او ماشومانو هم زړه ونه سوځا وه او زیاتې کورنۍ یې د خپلو عزیزانو په ویر ویرجنې کړې.

 حامد کرزي د پاکستان صدراعظم ته وویل چې د افغانستان او پاکستان خلک د یو مشترک دښمن سره مخامخ دي او دواړه  په  یو اورکې سوځیږي چې هغه د تروریزم اور دی .

د پاکستان صدراعظم د مننې تر اظهار وروسته دا تایید کړه چې افغانستان او پاکستان دواړه له یوه واحد دښمن سره مخامخ دي او دا چې د دغه دښمن ماتول او له مینځه وړل یواځې د دواړو هېوادونو د حکومتونو او ولسونو د صادقانه همکارۍ او ګدوهڅو په نتیجه کې امکان لري او بس.

دواړه مشران په دې سره سلا شول چې د دغه ګډ دښمن سره به په مشترکه توګه مبارزه کوي او په دې لاره کې به خپلې هڅې سره شریکوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دیوید کامرون: نیازی نیست از اوباما عذرخواهی کنم
    • په سوله بمباري وکړه !
    • نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې له لسګونو ځوانانو څخه ازموينه واخيستل شوه
    • توزیع شناخت کارت های پاکستانی در ولایت کنر
    • مشکل یونیفورم دخترانه در مکاتب افغانستان
    • پاکستان آتش بس سرحدی را دوباره نقض کرد: هندوستان
    • ولسوال دشت ارچی ولایت قندز ترور شد: خبر عاجل
    • کندهار کې د ايدز په ناروغۍ پینځه كسه مړه شوي او ۲۶ نور پرې اخته دي
    • د کابل- هرات د لويي لاري موټر چلوونکو اعتصاب کړی دی
    • په ارزګان کې د حکيم شجاعي د نيولو په موخه عمليات پيل شوي