Posts | Comments | E-mail /

کرزى: که طالبانو په هېواد کې دفتر پرانستلي واى، نو بيرغ او لوحه يې نه ښکته کېدل

Posted by on Aug 9th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل: ولسمشر حامد کرزي طالبان يو ځل بيا سولې ته راوبلل او په ډاګه يې کړه، که چېرې دوى په هېواد کې دننه دفتر پرانستلى واى، نو بيرغ او لوحه يې نه ښکته کېدل.

ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې نن د زمري په ١٧مه، په ارګ کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته پخپله لنډه وينا کې وکړې .

هغه نېکمرغه کوچنى اختر ټول مسلمان امت او په ځانګړې توګه د افغانستان خلکو ته مبارکي وويله او له وسلوالو مخالفينو يې وغوښتل چې ځان له پرديو څخه خلاص او د پرديو ټوپک دې له خپلې اوږې لرې کړي.

حامد کرزي  طالبان مخاطب کړل : (( بار بار مې تاسو ته ويلي، د پردي کور پردى وي، پردى هېڅکله نه خپل کېږي، د قطر دفتر پرانستلو پر مهال مو وليدل چې خپلواک نه وئ، مېلمه وئ،داسې مېلمه  چې درناوى مو هم ونه شو، ومو ليدل چې ستاسو بيرغ او لوحه په يوه لحظه کې بېرته ښکته کړى شو.))

د يادونې وړ ده چې په قطر کې د طالبانو دفتر د روان لمريز کال د غبرګولي په ١٨مه، پرانستل شو او طالبانو پکې خپل بيرغ او د ( امارت اسلامي) لوحه ولګوله، خو د افغانستان حکومت ددغه دفتر دپرانستلو پر څرنګوالي کلک اعتراض وکړ  او له امريکا سره يې پر امنيتي سند خبرې اترې وځنډولې.

دافغانستان د کلک اعتراض په غبرګون کې د طالبانو له دفتر څخه د هغوى بيرغ ښکته او لوحه يې هم لرې شوه ، اوس دغه دفتر د نامعلومې مودې پورې تړل شوى دى.

ولسمشر حامد کرزي پخپله وينا کې طالبانو وويل چې که دسولې خبرې يې پخپل هېواد او خاوره کې کړي واى او په هېواد کې دننه يې دفتر پرانستلي واى، نو ستاسو درناوى به مو شوى واى، بيرغ او لوحه مو هم نه ښکته کېدل.

هغه زياته کړه : (( تاسو له افغانستان څخه بهر وئ، د بهرنيانو په لاس وړل شوي واى، د پرديو په لاس کې وئ، د پرديو په لاس ستاسو بيرغ پورته او د هغوى په لاس بېرته ښکته شو.))

ولسمشر کرزي طالبان د پرديو د لاس الې وګرځولې او يو ځل بيا يې له هغوى وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي.

هغه د هېواد د ملي ځواکونو ستاينه وکړه، چې په ډېرو قربانيو سره يې له خپل هېواد څخه دفاع کړې ده  او ددو ى د قربانيو له امله افغانستان خپلواک، ازاد او د ملي حاکميت خاوند دى.

په ارګ کې د کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې د ولسمشر دويم مرستيال، د کابينې غړو، جهادي مشرانو، د علماوو شورا غړو، د اسلامي هيوادونو سفيرانو او  دارګ کارکوونکو برخه اخيستې وه.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • *په خوست ولایت کې دمعتادينو ٢٠بستريز روغتون نوې وداني ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
    • د کندهار هوايي ډګر کې د ميليونونو ډالرو په لګښت رغونه روانه ده
    • اوباما: نظام اسد باید به خاطر استفاده از اسلحه کیمیایی مجازات شود
    • کمپاین علیه موتر های شیشه سیاه و بی اسناد در ولایت قندز
    • کشته شدن چهار بم گذار در ولایت پکتیا
    • آغاز روند توزیع ۳۴ میلیون جلد کتب درسی دوره ابتدایه
    • د افغانستان او د امریکی متحده ایالتونو تر منځ د امنیتي تړون لاسلیک اړتیاوي . لومړۍ برخه
    • نورستانى: نا امني د ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ دى
    • د پاکستان سفر او د ټال چال زړه لوبه
    • به احتمال قوی امروز پنجشنبه بر سوریه حمله خواهد شد