:کابل جمهور رئيس حامدکرزي، د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په یوه هدیره کې د اختر د لومړۍ ورځې د بمي چاودنې د شهیدانو د کورنۍ له مشر حاجي غالب سره چې د خپلې کورنۍ ۱۰تنه غړي یې له لاسه ورکړي دي، نن ټلیفوني خبرې وکړې.
حامدکرزي په دغو ټلیفوني خبروکې یو ځل بیا دغه ماین ایښودنه په کلکه وغندله او د دغې دردناکې پیښې د شهیدانو کورنۍ ته یې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او له هغوی سره یې د هر راز مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس په دغو ټلیفوني خبروکې د شهیدانو د کورنۍ مشر حاجي غالب ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت به له هغوی سره لازمې مرستې وکړې.