Posts | Comments | E-mail /

ددوستی فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمبارکی پيغام

Posted by on Aug 9th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

حبيب الله غمخور

 

 

ددوستی فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمبارکی پيغام

 

خلگ وايي چي راغلی بيا اختردی     داپه چاباندي اختردی خداي خبردی

استاد پژواک

وطنداران مسلمان ومتدين!

حلول عیدسعید فطر رابه همه شماوسایرمسلمانان جهان از صمیم قلب تبریک وتهنیت عرض نموده ،از بارگاه ایزدمتعال یک افغانستان باامن ومرفع استدعا مينمایم .

سپېڅلواوپتمنو هيوادوالوو!

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب ،تاسو شرافتمندو افغانانو،ستاسو درنوکورنيوته د نيکمرغه کوچنی اختر د را رسیدو له امله زړه له کومې مبارکی اونېکې  هېلې وړاندي کوم .

تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت  د لوي اوبې نيازڅښتن له دربار نه  د خوښ،نېکمرغه او خوشحاله ژوند هیله کوم .

رب العالمين دي په خپل ستردرباکښي زموږ دولس طاعت اوعبادت  قبول  او دهمدې  الاهی طاعت اوعبادت په برکت دي ددې غمځپلې اودجگړوپه ااورکې سوځېدلي ولس سوله اوثبات په نصيب کړي .

الله تعالی دې ددې مقدسو او پربرکتی  ورځو او عباداتو په برکت افغانستان او زموږ مظلوم ولس ددې زورونکی اوبوږنوونکی ژوندڅخه نجات ورکړي .

سپېڅلو،متدینو او پتمنو هيوادوالو!

په افغانستان کښي ديوې لسېزي په تېرېدوسره بياهم دبهرنيو هيوادونوتر اويازره ترغاښوپه مډرنو وسلوسمبال پوځ او شاوخوا دونيم سووزره  افغان وسله وال ځواک په شتون کښي  بياهم دپاکستاني چارواکو اوايراني اخوندانو او نوروافغان دښمنودبربنډو لاسوهنو مخه نده نيول سوې ، دطالب اونورووسله والوډلوپوسيله ددې په نوم چې افغان وژنه ،ورانۍ اوماشومانو سرونوپرېکولوسره دولتي واک ترلاسه کيږي اوددوي په اصطلاح ددې وژونکوپر وړاندي دجنتونودروازې پرانستل کيږي  ،هره ورځ په لسگونوبې گناه انسانان د قدرت دتږواوهمدې گاونډو روزل سوو لخوادخپل خداي ورکړی ژوند نه محرومېږي .دادهمدوي کړنې دي چې زموږ ولس اخترونه نلري اوخوښيوددوي له کور ،کهول نه گډه کړې ،داددوي کړنې دې چې  هره ورځ  دموراوپلارمخې  ته ددوي پر لمڅی  ددوي دماشومانوپه وينو لړلې دغوښو ټوټې ايښودل کيږي . دهمدې په دروغوپر افغان مينواودپردودنوکرانو انسان وژونکي کړنې دي چې په پايله کښي یې تر اوسه لاسوله اوثبات  ټکنی  اوزموږ دغيرتی ولس  ټولنيز ژوندله يولړ ناخوالوسره مخامخ دی .خوله نېکه مرغه ز موږ ولس نا اميده سوی نه دئ هيله مندۍ  چي يوه ورځ  به ددې غمځپلي ولس دکور نودروازه دخوښيواوسوکاليو زيری وروټکوي  اوپه رښتيا سره ب داخترونوهرکلی وکړي .

ډاډه  يوچې  زموږ دهيوادوالوله غولي نه به يوه ورځ دغم اوناورين لمڅۍ ټول اوداپر اسلام ،مذهب،ژبې اوتوکمی توپير باندي سوداگر چي دافغان ولس په خواريو، زورونې، غمونواوافغان دښمنه گاونډيانوته په چوپړکښي خپله اودخپل  بهرنی بادار راتلونکې ويني  ددې غيرتی ولس دنفرت اوکرکي وړوگرځي  .

زموږ دولس له  له بد شامته موږ دگاونډيانو،ليري  پرتوزبرځواکو ډول ،ډول لاسوهنو اوکمزورې دولتی ادارې نارواکړنې  دټول هيوادپه کچه سياسي راتلونکی بهيرله  مختلفوچلنجونواو گواښونوسره مخامخ  کړی دی،داډيره زورونکې ده چي زموږ ولس دهيوادراتونکې په هکله نه پوهېږي چي څه به کيږي ؟ اوداسياسي بهير پرکوم لور روان دي ؟

متاسفانه پرخپل ځاي پاته د نامنلودولتي چاروکاوپه شتون اودبلي خوا په کور دننه کښي دملي گټوپرخلاف دپرديوپه گټه اولمسون ،سياسي سيالی اوښکرپه ښکر کېدلو په پايله کښي  به  زموږ هيواد اوهيوادوال به  يوځل بيا ديوې لويي ملي غميزي اوناخوالي سره لاس او گرېوان وي .

دافغانستان په اوسنيوشرايطواونامعلوم سياسي بهير په درشل کي دټول هيواد په کچه اوسنۍ سياسي بهير دکورينو چارواکواونړوالي ټولنې سرگردان سياست له امله  له  مختلفوچلنجونو، گډوډيو،گواښونواو نا اميديو سره مخامخ  دی .

موږ د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته  دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د خوښ،نېکمرغه  اوهوسا ژوندپيلېدوهیله کوو .

خداي دې وکړی چې ډير ژر دداسې يوې ورځې شاهدان اوسو کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس  ديوخپلواک  او سوکاله افغان په توگه ،چي  پر خپلو پښو ولاړ اودنړيوالوسره دټولنيز ژوند په بېلابېلوبرخوکښي دسالمې سياليوجوگه وي .

دڅښتن تعالی له دربارنه هيله منديوچي ټول افغانان  دیووالي اوملي تفاهم دعينی گټوپه پوهېدوسره دملي گډزيار اوزحمت په برکت  دسرفرازی اوبريالتوب ورستيو مرحلوته ورسېږي .

موږ وپدې هېلو يوچي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي .امین یارب العالمین

په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب

حبيب الله غمخور

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • *په خوست ولایت کې دمعتادينو ٢٠بستريز روغتون نوې وداني ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
    • د کندهار هوايي ډګر کې د ميليونونو ډالرو په لګښت رغونه روانه ده
    • اوباما: نظام اسد باید به خاطر استفاده از اسلحه کیمیایی مجازات شود
    • کمپاین علیه موتر های شیشه سیاه و بی اسناد در ولایت قندز
    • کشته شدن چهار بم گذار در ولایت پکتیا
    • آغاز روند توزیع ۳۴ میلیون جلد کتب درسی دوره ابتدایه
    • د افغانستان او د امریکی متحده ایالتونو تر منځ د امنیتي تړون لاسلیک اړتیاوي . لومړۍ برخه
    • نورستانى: نا امني د ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ دى
    • د پاکستان سفر او د ټال چال زړه لوبه
    • به احتمال قوی امروز پنجشنبه بر سوریه حمله خواهد شد