کندهار:- د كندهار په چاودنې کې ۲۷تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته
چاودنه نن سهار نهه بجې دكندهار لويديځ ته د باغ پل په يوه دوديزه ميله كي سوې ده
دكندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي چاودنه د ملكي وګړو په منځ هغه وخت رامنځ ته سوه كله چي په لاسي ګاډي كي چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركول سوه هغه وايي چاودنه د باغ پل په سيمه كي چيري چي هره دوشنبه دكندهار ښار او ولسواليو په سلګونه كسان راغونډيږي رامنځ ته سوې ده د فيصل په خبره په چاودنه كي تر دې دمه ۴تنه وژل سوي او ۲۳نور ټپيان سوي چي ټول ملكي وګړي دي. هغه وايي چاودنه ډيره درنه وه نو كيداي سي د مرګ ژوبلي شمېره نور هم لوړه سي