Posts | Comments | E-mail /

طالبان به د قطر دفتر ته په كومو شرطونو راوستل شي؟

Posted by on Aug 5th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

دا ځل به د قطر دفتر ته د ګرځېدو لپاره طالبان سخت شرطونه وضع كړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وياند وايي چې په قطر کې د طالبانو لپاره د تړل شوي دفتر د بیا پرانستلو لپاره یې په کور دننه او بهر هڅې پيل کړې دي.
دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې د افغان دولت د ځينو ادارو او ارګانونو له خوا د سولې پر عالي شورا له دې امله نيوكې زياتې شوي چې په تېرو درېوو كلونو كې د سولې د عالي شورا كار موثريت نه درلود او د يادې شورا د ملغا كېدو غوښتنه كوي.
د سولې  د عالي شورا ویاند شهزاده شاهد بي بي سي ته ويلي چې د قطر د دفتر د بېرته پرانستل کېدو لپاره یې له ټولو هغو اړخونو سره تماسونه نیولي، چې پر طالبانو اغېز لري:((د افغانستان دولت په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره په دې شرط موافقه کړې وه، چې د سولې د عالي شورا شرایط او عملي میکانیزم باید په پام کې ونیول شي.))
نوموړي زياته كړې دغه دفتر که په قطر كې وي، که په عربستان کې وي او که په داخل د افغانستان کې وي، موږ یې غوښتونکي یو او اوس یې هم غواړو. دغه دفتر چې تړل شوې، زموږ تقصیر په کې نه و.
طالبانو وروسته له هغه تېره میاشت په قطر کې خپل دفتر بند کړ چې د دوی په وینا له امریکا، د افغانستان له حکومت او هغو ټولو لورو خوښ نه دي چې له دوی سره یې ژمنې کړې وې.
په دوحه کې د جون په ۱۸ مه طالبانو ته دفتر له پرانستل کېدو سره جوخت  افغان دولت په ځانګړي ډول ولسمشر کرزي توتد غبرګون وښود او ان د دغه دفتر پرانستل یې د افغانستان لپاره یوه دسیسه وبلله.
ولسمشر کرزي ویلي و چې دغه دفتر له هغه ضمانتونو سره په بشپړ ډول په ټکر کې پرانستل شوی و چې امریکا افغان حکومت ته له وړاندې ورکړي وو.
اوس چې نژدې د دغه دفتر له تړل کېدو درې اوونۍ تېرېږي، د سولې عالي شورا وايي، تمه لري ژر دغه دفتر بېرته پرانستل شي، خو وسله وال طالبان كېداى شي د بيا ځل لپاره د قطر دفتر ته د ستنېدو لپاره خپل شرطونه نور هم سخت كړي.
طالبانو دغه دفتر وروسته له هغه وتاړه چې افغان دولت دغه دفتر د امريكا او پاكستان له خوا د افغانستان د تجزيې دسيسه وبلله او د دوى د لوحې او بيرغ د راښكته كولو غوښتنه يې وكړه، خو طالبان وايي دغه دفتر يې ځكه وتاړه چې امريكا او افغان دولت ور سره خبرو ته حاضر نه شول.
خو شاهدالله شاهد بيا په دې باور دى چې د قطر دفتر د طالبانو، امريكا او قطر د مخالفت له امله وتړل شو.
اوس چې د سولې عالي شورا د قطر دفتر ته د طالبانو د رابللو خبره كوي، معلومه نه ده چې دغه اختلافات او اندېښنې تر كوم ځايه لرې شوې دي او ايا د سولې عالي شورا به وكولاى شي چې طالبان بيا د قطر دفتر ته راوبولي؟
د چارو شنونكى مطيع الله خروټى وايي چې طالبان به دا ځل د قطر دفتر ته له لانورو سختو شرطونو سره راشي چې افغان دولت او په تېره د سولې عالي شورا لپاره يې منل له وسه وتلې خبره ده.
ويل كېږي چې د قطر د دفتر تر پرانستل كېدو وروسته له طالبانو سره خبرې اسانه وې، خو اوس دا خبرې د افغان دولت د مخالفت او تېروتنې له كبله ډېرې سختې شوې دي.

مطيع خروټى وايي:((د قطر د دفتر د پرانستلو پر مهال هم كومه توطيه موجوده نه وه، خو په افغان حكومت كې ځينو كړيو د سولې خبرو د مخالفت لپاره دغه ډرامه جوړه كړه.))

د افغان دولت انحصارګرۍ كړۍ اصلاً له طالبانو سره د خبرو لپاره لېوالتيا او د سولې اراده نه لري، نو بيا د سولې عالي شورا څنګه كولاى د قطر دفتر ته د طالبانو د رابللو ادعا وكړي. شاهدالله شاهد په داسې حال كې د قطر دفتر ته د طالبان د بېرته راګرځولو خبره كوي چې د سولې د عالي د بهرنيو اړيكو مسوول اسماعيل قاسميار له خدمتګار سره په خبرو كې وويل چې دوى د سولې په اړه نوې خبره او پرمختګ نه لري.
ښاغلي خروټى هم وايي چې د سولې د عالي شورا د انحلال لپاره فشارونه زيات شوي دي، نو ياده شورا هڅه كوي په د درواغجنو څرګندونو سره خپل عمر اوږد كړي.
بايد وويل شي چې په دې وروستيو كې افغانستان د پاكستان د ملي امنيت مشاور سرتاج عزيز او همدارنګه هند او پاكستان ته د لوړپوړو امريكايي چارواكو سفرونو ته په كتو ښايي د قطر دفتر ته د طالبانو د بيا ګرځولو لپاره پر پاكستان فشارونه زيات شوي وي.
د خدمتګار ورځپاڼې څخه په مننې
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree