Posts | Comments | E-mail /

د هند او افغانستان مشاركت!

Posted by on Aug 5th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د هند او افغانستان نوى مشاركت به د پاكستان ګډو ګواښونو ته په ځواب ويلو متمركز وي.
وړمه ورځ په ننګرهار كې د هند پر قونسلګرۍ د بريد په ترڅ كې هندي چارواكو وويل چې داسې بريدونه نه شي كولاى له افغانستان سره د دوى د پراخېدونكو اړيكو مخه ونيسي. يا په بله وينا، داسې بريدونه به هند ونه وېرولاى شي چې له افغانستان سره خپلو اړيكو پراختيا ته شا كړي.
تېره ورځ بيا د بهرنيو چاور وزارت وياند جانان موسى زي هم وويل چې افغانستان به له هند سره خپلې اړيكې نورې هم پراخې كړي.
د هند پر قونسلګرۍ د بريد ګوته په غيررسمي ډول د پاكستان استخباراتي ادارې ته نيول شوې او د هند يوه استخباراتي چارواكي ويلي چې د دغه بريد لپاره د پاكستان استخباراتي ادارې د حقاني ډلې د بريدونو يوه پلانونكې ته پنځه سوه زره كلدارې وركړې وې. دى وايي چې د دې معاملې تلېفوني خبرې له دوى سره ثبت دي.
خو ظاهراً دغه بريد د پاكستان حكومت غندلى دى. كه څه هم د پاكستان اوسنى ملكي حكومت له هند او افغانستان سره د اړيكو د ښه كولو خبره كوي، خو له هند او افغانستان سره د دښمنۍ پاللو ته د پاكستان پوځيان د يوه بزنس په سترګه هم ګوري او له دې لارې ملكي حكومت يې مجبوروي چې پوځ ته زياته كلنۍ بودجه بېله كړي، نو په دې ډول ملكي حكومت به په دې برخه كې خپل كار ته پرېنښودل شي او پوځيان به د اړيكو د لا نور خرابېدو د هڅې له لارې خپلو بزنسونو ته ادامه وركړي.
خو تر كوم ځايه چې افغانستان او هند ته له پاكستانه د متوجه ګواښونو مساله مطرح ده، د دغو ګواښونو لپاره د پاكستان په سياست كې هيڅ چاره نشته او دوا يې په يوه ستراتيژيك تعادل او ستاتيك كې ده چې يوازې جغرافيوي بدلونونه يې رامنځته كولاى شي.
له دې پرته د پاكستان لپاره به د هند او افغانستان بله هر ډول ستراتيژي كار ور نه كړي نو هند او افغانستان به ځانونه اړ وويني چې د پاكستان په وړاندې د ستاتيك تګلاره خپله كړي.
په دغه پلان كې به پر هغو نقطو ګوزار ته توجه وشي چې له امله يې پاكستان هڅيږي او لمسيږي چې هند او افغانستان ته امنيتي ستونزې او لانجې جوړې كړي.
پاكستان د افغانستان او هند په وړاندې خپلو دسيسو ته د ستراتيژيكي دفاع نوم وركوي، خو دا په داسې حال كې ده چې افغانستان او هند كولاى شي په ټوله معنا د پاكستان ستراتيژيك ته ګواښونه پېښ كړي، خو تراوسه دا كار نه افغانستان كړى او نه هند كړى.
پاكستان د بهرنيو لاسوهنو په وړاندې ډېر حساس دى، پاكستان مېشتې قومونه د پنجاب له راج نه ډېر ناراضه او په تنګ دي او له دې راجه د ځانونو د خلاصۍ په لټه كې دي. كه چېرې د پاكستان پرضد د هغوى د بېلتونپالو ملاتړ كيږي، نو پاكستان له داسې يوې ناامنۍ سره مخامخ كيداى شي چې افغانستان او هندوستان به ترې هېر او ځان به جمع نه كړاى شي. له بل لوري د پاكستان مخالف طالبان د دغه هيواد په وړاندې بل بالقوه خطر دى او كه چېرې په دغه پروژه د دوه مليارد ډالرو په ارزښت هم پانګونه كيږي، نو پنجاب ورسره په سره ځمكه بدلېداى شي. خو هند او افغانستان تل د پاكستان په وړاندې له زغم نه كار اخستى او كه چېرې د پاكستان بريدونه او دسيسې همداسې دوام مومي نو معلومه ده چې يوه ورځ به يې زغم پاى ته رسېږي، نو په دې صورت كې كيداى شي افغانستان او هند د پاكستان په وړاندې د بالمثل دفاع او ستاتيك دوكتورين وكاروي او ورسره پاكستان له پښو وغورځيږي. د پاكستان كمزوري كېدل به سبب شي چې بېلتونپالي له پنجاب نه خپله ازادي اعلان كړي او ورسره جوخت د پاكستان تاريخ هم پاى ته ورسيږي.

د خدمتګار ورڅپانې څخه په مننې سره

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree