Posts | Comments | E-mail /

د جلال اباد ښار په چاودنه کې څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته

Posted by on Aug 6th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

جلال اباد  : د جلال اباد ښار په تالاشۍ څلور لاري کې ديوې چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

دا چاودنه نن د زمري په ١٥مه، تر غرمې مخکې په شاوخوا ١٠:٤٥ بجو په سيمه کې د پوليسو پر يوه رېنجر وشوه.

عيني شاهدان وايي، چې چاودنه ديوه چسپکي ماين له امله شوې ، چې د پوليسو پر رېنجر موټر پورې نښلول شوى و.

د ذبيح الله په نامه يوه عيني شاهد وایی ، څنګه چې رېنجر څلور لاري ته ورسېد، نو ناڅاپه يې په شا ته برخه کې چاودنه  وشوه.

د هغه په وينا، د چاودنې له امله د رېنجر شاتنۍ برخه زيانمنه شوې، خو پکې ناستو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

دى وايي ، چې په سيمه کې روان يو لس کلن ماشوم ځاى پر ځاى ووژل شو او درې نور کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي وایی  چې په پېښه هغه ماشوم وژل شوى چې د اختر سودا اخيستو په موخه ښار ته راغلى و او دوه نور ژوبل دي.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې  ده ، چې څو ورځې مخکې هم په جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله ٩ عام وګړي ووژل شول او تر ٢٢ پورې ټپيان شوي وو.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • کشته شدن یک تن از قوماندانان طالبان در وزیرستان شمالی
    • توافق قریب‌الوقوع واشنگتن و بغداد برای تاسیس پایگاه نظامی در عراق
    • قوماندان کندک اول پولیس ملی ولایت هلمند از یک حمله انتحاری جان سالم بدر برد
    • در سیلاب های اخیر چین بیش از ۱۰۰ نفر کشته شده اند
    • سياسي ګوندونونه د ائتلافونو په درشل کې
    • کشته و زخمی شدن ۲۰ نفر در نتیجهٔ حمله انتحاری در مقابل ریاست امنیت ملی ولایت فراه
    • افشاگر اطلاعات محرمانه اردوی امریکا به ۳۵ سال زندان محکوم شد
    • خروج نیروهای سلواک از افغانستان
    • حامد کرزی با تیم های ملی فوتبال افغانستان و پاکستان دیدار کرد
    • آغاز جنگ پیاز در هندوستان