Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزي د جلال آباد په ښارکې د تروریستي برید د شهیدانو له کورنیو سره ټلیفوني خبرې وکړې

Posted by on Aug 6th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- جمهور رئيس حامدکرزي، د جلال آباد په  ښارکې د هند د قونسلګرۍ په وړاندې د روانې میاشتې د ۱۲ نېټې د تروريستي بريد د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب له ښاغلي فضل الرحیم سره چې د خپلې کورنۍ پینځه تنه غړي یې له لاسه ورکړي دي، ټلیفوني خبرې وکړې.

حامدکرزي په دغو ټلیفوني خبروکې یو ځل بیا د دغه برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او له هغوی سره یې د هر راز مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.

د هېواد جمهوررئیس په دغو ټلیفوني خبروکې د شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت  به له هغوی سره  لازمې مرستې وکړې.

همدا راز حامدکرزي د هغه جومات له ملا امام حاجي محمد سعید سره هم ټلیفوني خبرې وکړې چې په دغه تروریستي برید کې ورته زیان رسیدلی دی او تنکي طالب العلمان یې شهیدان شوي دي.

د هېواد جمهوررئیس، حاجي محمد سعید ته وویل که څه هم د هند سفارت د دغه جومات د ترمیم ژمنه کړې ده خو پر دې سربیره به  د افغانستان حکومت د دغه جومات د بیا جوړولو او ترمیم لپاره په اقدام لاس پورې کړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه
    • کشته شدن یک تن از قوماندانان طالبان در وزیرستان شمالی
    • توافق قریب‌الوقوع واشنگتن و بغداد برای تاسیس پایگاه نظامی در عراق
    • قوماندان کندک اول پولیس ملی ولایت هلمند از یک حمله انتحاری جان سالم بدر برد
    • در سیلاب های اخیر چین بیش از ۱۰۰ نفر کشته شده اند
    • سياسي ګوندونونه د ائتلافونو په درشل کې
    • کشته و زخمی شدن ۲۰ نفر در نتیجهٔ حمله انتحاری در مقابل ریاست امنیت ملی ولایت فراه
    • افشاگر اطلاعات محرمانه اردوی امریکا به ۳۵ سال زندان محکوم شد
    • خروج نیروهای سلواک از افغانستان
    • حامد کرزی با تیم های ملی فوتبال افغانستان و پاکستان دیدار کرد