کابل:- دافغانستان جمهوررئیس حامدکرزي تېره شپه د قرآن عظیم الشان د ختم په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د ارګ په جامع جومات کې پرځای شول.
د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم چې د روژې د مبارکې میاشتې له پیل څخه د هېواد د جمهوررئیس حامدکرزي په ګډون پیل شوي وو، تېره شپه د افغانستان خلکو ته د خیر ښیګڼې په دعا سره پای ته و رسېدل.
د دغو مراسمو برخه والو د قرآن کریم له ختم وروسته د لوی خدای دربارته لاسونه پورته کړل او په هېوادکې یې د سراسري امنیت د ټینګښت، د افغانستان د خلکو او د نړۍ د مسلمانانو د نیکمرغۍ، پرمختګ او سوکالۍ لپاره یې دعا وکړه .
د قرآن عظیم الشان د ختم په مراسمو کې د افغانستان پر جمهوررئیس حامدکرزي سربیره قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس، د اساسي قانون پر تطبیق باندې د څارنې د کمیسیون رئیس، سلاکار وزیر پوهاند نعمت الله شهراني، یو شمېر وزیرانو او په کابل کې د اسلامي هېوادونو ځینو سفیرانو ګډون کړی و.