Posts | Comments | E-mail /

د کابل د کورجوړولو د فابریکې او د یو روسي شرکت ترمنځ د یو تړون له مخې به د کابل په ښار کې د رهایشي بلاکونو د جوړولو چارې پیل شي

Posted by on Nov 29th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل: جمهوررئیس حامدکرزي د روسیې د انرژۍ وزارت له معین او د افغانستان لپاره د روسیې د تجارتي او اقتصادي همکاریو د کمیسیون له رئیس ښاغلي یوري سینتیورین سره  نن له غرمې وروسته په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او په افغانستان کې د دغه هېواد سفیر هم حاضر و، د افغانستان لپاره د روسیې د اقتصادي کمیسیون رئیس ښاغلي یوري سینتیورین جمهوررئیس ته کابل ته د خپل سفر په باب معلومات ورکړل.
ده، د افغانستان د اقتصاد له وزیر عبدالهادي ارغندیوال چې د افغانستان له لوري د یادشوي کمیسیون مشري په غاړه لري، خپل ملاقاتونه مثبت و ارزول، وې ویل چې د روسیې او افغانستان ترمنځ د یوې ګډې پروژې په ترڅ کې به ډیر ژر د کابل د کورجوړولو د فابریکې او د یو روسي شرکت ترمنځ یو تړون لاسلیک شي چې له مخې به یې د کابل په ښار کې د رهایشي بلاکونو د جوړولو چارې پیل شي.
Russia
د افغانستان لپاره د روسیې داقتصادي کمیسیون رئیس، همدا راز وویل هېواد یې په پام کې لري چې افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه زیات کړي. ده، وویل: روسیې په تیرو کلونو کې افغان ځوانانو ته یو شمېر بورسونه ورکړي دي چې دغه ځوانان اوس په روسیه کې په بیلابیلو برخوکې په زده کړه بوخت دي.
 ښاغلي یوري سینتیورین د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره د خپل هېواد د نوې همکارۍ خبر ورکړ، وې ویل: روسیه په پام کې لري چې افغانستان ته خپل متخصصین را واستوي چې د کابل د پولیتخنیک له پوهنتون، د خوست له پوهنتون او د بلخ له تخنیکم څخه لیدنه وکړي ترڅو د لوړو زده کړو په برخه کې د همکارۍ د پراختیا زمینه برابره شي .
همدا راز په دغه کتنه کې ښاغلي یوري سینتیورین حامدکرزي ته د روسیې د جمهوررئیس او صدراعظم سلامونه او نیکې هېلې هم  و رسولې.
حامدکرزي په افغانستان کې د روسیې له هر ډول اقتصادي پانګونې څخه ملاتړ څرګند کړ  او د دغه هېواد له لوري یې افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د زیاتوالي له امله  مننه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس همدا راز په کابل کې د روسیې د علم او فرهنګ په  مرکز باندې د بیا رغونې چارو د پیل کېدو له امله خوښي وښوده، څرګنده یې کړه چې افغانستان له روسیې سره د خپلو اړیکو پراختیا او د ستراتیژیکو همکاریو لرلو ته چمتو دی.
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree