Posts | Comments | E-mail /

په ميدان وردګو ولايت کې يوځانمرګي موټر بم ( ۹۳) تنو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله: د ولایت مقام خبر پاڼه

Posted by on Nov 23rd, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

میدان ښار:- د میدان وردګو ولایت په مرکز میدانښآر  کې ۸:۲۰ بجې یو وسلوال ځانمرګي چې دمازدا موټر یې د چاودیدونکو موادو ډک کړې وو دمرکزي احصایي ترڅيرمه په غزیدلې کوڅه کې یې ځانته انفجار ورکړو چې له امله یې  درنه چاودنه رامنځته شوه او پکې (۹۳) تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته:

په ژوبل شوو کسانو کې ۷۵ تنه یې نارینه، ۱۱ ښځې او ۴ ماشومان  شامل دي ، نوموړي ټول ژوبل کسان ملکي او عادي کسان دي

همدارنګه په پیښه کې دولایت مقام دوه کارکوونکو  په شمول یوه  ملکي میرمنه  هم شهیده شوې ده.

په سیمه کې  نژدې ۳۰  دولتي او شخصي کورنه او ودانۍ نړیدلي دي او دمیلونونو افغانیو مالي خسارات یې هم اړولي دي

دولایت والي عبدالمجیدخان خوګیاڼي، دپولیسو عمومي قوماندان کوهستاني، دامنيې قوماندان، دملي امنیت ریس ملي اردو لوا قوماندان او مسولینو په شمول  دټپیانو او شهیدانو څخه دپیښې په ځای کې لیدنه وکړه او هغوۍ ته یې دبیړنۍ روغتیا هیله وکړه او کورنیو ته یې دجمیل صبر او شهیدانو ته یې دفردوس جنت غوښتنه وکړه.

همدارنګه دملکي او نظامي بېلابېلاو ادارو په ګډون یو پلاوی هم وټاکل شو ترڅو دپیښې په اړه لا زیات تحقیقات وکړي ، مالي او ځاني زیانونه یې  تثیب  او دولایت مقام ته یې راپور وړاندې  کړي

دولایت والي  دهېواد دسولې او ثبات دښمنانو دغه نامردانه عمل په کلکه وغندلو  او زیاته یې کړه(( وسلوالو مخالفینو یوځل بیا په دغه کرغیړن عمل سره ثابته کړه چې دوي تل دملکي کسانو مرګ ژوبلې پسې راخیستي او ډيری هېوادوال یې دجمعې په مبارکه ورځ دغم په ټغر کښینول، نوموړی  نظامي ارګانونو ته په جدي ډول لارښوونه کوي چې دپیښې عاملین ژر تر ژر ونیسي او دقانون منګولو ته یې وسپاري))

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree