Posts | Comments | E-mail /

افغانستان په کرکټ کې نميبيا ته ماتې ورکړل

Posted by on Aug 7th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل : د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله د انټرکانټنينټال سياليو په لړ کې افريقايي هېواد نميبيا ته لويه ماتې ورکړه.

د لويو وچو يا انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې دا لوبه درې ورځې مخکې په کوربه هېواد نميبيا کې پيل شوې وه او پرون ناوخته د افغانستان په بريا پاى ته ورسېده.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک په دې اړه داسی وایی ، چې د دې لوبې پچه د نميبيا کپتان ګټلې وه او لومړى يې په خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د نميبيا لوبډله په خپل لومړي وار (اننګز) ١٩٠ منډې کړې وې، خو افغانستان په خپل لومړي وار کې ٣٥٤ منډې وکړې  او پر نميبيا يې ١٦٥ منډې زياتې کړې.

هوتک وايي، د نميبيا لوبـډله په خپل دويم وار کې ١٦٨ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ګټلو لپاره د پنځو منډو هدف ورکړ، چې افغان لوبغاړو په لومړي اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.

په دې څلور ورځنۍ لوبه کې افغان لوبغاړو اصغر ستانکزي، نوروز منګل، دولت ځدران، محمد شهزاد او سميع الله شينواري په توپ وهنه، محمد نبي او عزت الله دولتزي په توپ اچونه کې له ځانه وړتيا وښوده.

ستانکزي سليزه ووهله او ١٢٧ منډې يې وکړې، نبي عيسى خېل اوه، عزت الله دولتزي له يوه هيټرېک سره پنځه لوبغاړي وسوځول.

نميبيا ته په ماتې ورکولو افغانستان ته د دغو سياليو ٢٠ نومرې ورکړل شوې چې په دې سره په دغو سياليو کې د افغانستان ټولې نومرې  ٨٤ شوې او په دويم مقام کې ځاى لري.

د لويو وچو يا انټرکانټنينټال جام سياليو د نومرو په جدول کې افغانستان تر اوسه په دريم مقام کې و، ايرلينډ لا د مخه په ٩٦ نومرو سره په لومړي مقام کې ځای لري، سکاټلينډ دريم او نميبيا په څلورم مقام کې ده.

افغانستان د ٢٠١٠ او د ٢٠١١ کلونو لپاره د انټرکانټنينټال سياليو اتلولي خپله کړې وه.

په دغو سياليو کې ايرلينډ، سکاټلينډ، افغانستان، نميبيا، متحده عربي امارات، هالنډ، کينيا او کاناډا برخه اخيستې ده.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • نگران برگزاری لویه جرگه نباشید: کرزی
    • در یک عملیات مشترک ، سه طالب مسلح بشمول ولسوال نام نهاد طالبان بهلاکت رسیدند
    • افراد مسلح در ولایت بغلان؛ چهار عضوی یک فامیل را هدف گلوله قرار دادند
    • محلي پولیس که حزبي داړه مار
    • دحرمينوهندار دحج يونليک اوه شپیتمه برخه
    • په خوست کې دښاري نظم پاکۍ او چاپيريال ساتنې عمومي کمپاين پيل شو
    • پاکستان بايددرعمل نقش بازى نمايد تا زمينه گفتگوهاى بين الافغانى مساعد شود
    • کشته شدن ۲ تن از نیروهای خارجی در شرق افغانستان
    • جعل کاری صدها میلیون دالری غضنفر گروپ در همکاری با وزارت تجارت و صنایع
    • تحریک طالبان کاملاً بی اختیار است و این بی اختیاری در موضوع قطر به وضاحت به مشاهده رسید: کرزی