Posts | Comments | E-mail /

د میدان ښار په خونړۍ ځانمرګی برید کې ۹۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتی ده

Posted by on Nov 23rd, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ميدان ښار : د رارسیدلو خبرونو پر اساس د ميدان ښار کې د موټربم په چاودنه کې شاوخوا  درې تنه وژل شوی او ٩٤ تنه نور  ټپيان شوی ډي.

خو وسلوال طالبان، چې د ياد بريد مسووليت يې اخيستى، دعوه کوي چې دغه بريد د افغان او بهرنيو ځواکونو ډېر کسان وژلي دي.

د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد په دی هکله وایی، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د مرکزي احصايې دفتر مخې ته رامنځته شوه.

په دې سيمه کې د ګډو ځواکونو د همغږۍ مرکز، امنيه قومانداني، زندان، د ولايت مېلمستون، د سولې د عالي شورا او ځينې نورې دولتي ادارې موقعيت لري.

شاهد وويل، په بريد کې يوه ښځه او د ولايت  د مېلمستون دوه ملازمان وژل شوي، څلور ماشومان ، ١١ ښځې او د ٣٣ بنديانو په ګډون ٧٩ تنه نور ټپيان  دي.

ده د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې د ځينو نورو دولتي ادارو يو شمېر ملازمان ټپي شوي هم دي.

سرچينې زياته کړه، چې ټپيان د ميدان ښار ملکي او د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وينا، د يادو ادارو اړوند نورو کارکوونکو ته ځکه زيان  نه دى اوښتى؛ چې هغوى د جمعې د رخصتۍ له امله دفترونو ته نه وو راغلي.

د شاهد په وينا، په بريد کې دولتي ودانيو او په شاوخوا سيمه کې د خلکو کورونو ته هم درانه زيانونه اوښتي دي.

د ميدان ښار يوه اوسېدونکي محمدکبير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې چاودنې ډېر ځاني او مالي زيان اړولى، ځينې دېوالونه يې نړولي او د ډېرو کورونو او ادارو ښيښې ماتې کړې دي.

ده د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې کچه تر هغې لوړه ده کوم چې دولتي چارواکي يې ښيي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دغه بريد د مازدا ډوله موټر په وسيله د سهيل غزنوي په نوم د دوى يوه کس کړى دى.

د ده په خبره، چې بريد د بهرنيو او افغان ځواکونو د همغږۍ پر مرکز شوى او له امله يې د يادو ځواکونو په لسګونه تنه وژل شوي دي.

دى وايي، چې دغه بريد يې د څرخي پله په زندان کې د خپلو اعدام شوو څلورو ملګرو په غچ کې کړى دى.

په ياد زندان کې تېره سې شنبې او چهارشنبې ١٤ تنه اعدام شول.

حکومتي چارواکی وايي، چې دغو کسانو بېلابېل جرمونه لکه وسلوالې غلاوې، جنسي تېري، وژنې او ترهګزيز بريدونه کړي وو.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree