Posts | Comments | E-mail /

جمهور رئیس حامد کرزي د غزني د ولایتي شورا د رئیس وژنه په کلکه وغندله

Posted by on Aug 30th, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د خبرپاڼې پر اساس، جمهور رئیس حامد کرزي د غزني د ولایتي شورا د رئیس قاضي صاحب شاه وژنه په کلکه وغندله.

د غزني ولایت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د افغانستان د خلکو دښمنانو پرون مازدیګر غزني ښار ته څېرمه په نوآباد سیمه کې ددغه ولایت د ولایتي شورا پر رئیس قاضي صاحب شاه تروریستي برید ترسره کړ چې له امله یې ښاغلی صاحب شاه او د هغه د عمه زوی شهیدان شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې اوس مهال د ناپېیلو هېوادونو د غورځنګ د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه ایران ته تللی دی، دا پېښه په کلکه وغندله او تر سره کوونکي یې د افغانستان د سوکالۍ او آرامۍ دښمنان وبلل.

حامد کرزي زیاته کړه: د افغانستان د خلکو دښمنان ددغو تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره غواړي د افغانستان د هغو مشرانو او مخورو چې د هېواد د سولې او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي، رول کمزوری کړي، خو باید پوه شي چې دوی به خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د غزني د ولایتي شورا د رئیس پر وژل کېدو خواشینی شوی دی، د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د هغه کورنۍ ته وړاندې کوي او دوی ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د فردوس جنت هیله کوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree