Posts | Comments | E-mail /

د ځمکو په غصب کې له زورواکو سره يو شمیر چارواکي

Posted by on Aug 30th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

رفيع الله زيار

د ځمکو په غصب کې له زورواکو سره يو شمېر چارواکي د شخصي ګټو په موخه هر ډول مرستې کوي. په حکومت کې د ننه له خپل باور نه په ګټه اخيستنه ورته ډېرې اسانتياوې برابروي او په دې ډول سره دوى ته دا لار پرانيزي، تر څو جعلي اسناد برابر او په يوه او بل نوم پر دولتي ملکيتونو خپله خېټه واچوي. دا تر ټولو خطرناک کار دى، ځکه په دې توګه د ځمکې مافياګرو ډلو ته دا زمينه په اسانۍ سره برابريږي، تر څو زيات شمېر دولتي ځمکې او نورې ملي شتمنۍ په نا قانونه ډول لاندې او غصب کړي.

کله چې لس کاله وړاندې اوسنۍ ادارې په کار پيل وکړ، نو  تر څنګ يې د ځمکې مافيا هم راغله او په ډېر قوت سره يې په افغانستان کې د دولتي ملکيتونو په غصب لاس پورې کړ. دغې مافيا د ننه په دولت کې د خپل ځان خلک لرل، چې ددې کسانو پر مټ يې د ځمکې د غصب کولو لپاره په يوه او بل نوم جعلي اسناد برابرول او بيا يې پرې لوړپوړيزې ودانۍ، د سړک غاړې تجارتي مارکيټونه، د تېلو پمپونه او نور د ګټو ځايونه جوړول او وروسته له هغې يې بيا پر عامه خلکو پلورل.

 په ياده برخه کې دوه مياشتې وړاندې د کرهڼې او مالدارۍ وزارت د ځمکو د غصب په اړه وزيرانو شورا ته يو سند ورکړى و او په دې سند کې داسې ښودل شوې، چې د تېرو کلونو په پرتله په هېواد کې د ځمکو د غصب ګراف مخ پورته تللى دى.

دا چې په هېواد کې د ځمکو د غصب لړۍ مخ پورته روانه ده، نو يوازې په کابل کې ( ٧٠٠٠٠ ) جريبه ځمکه د زورواکو لخوا په يوه او بل نوم غصب شوې ده او د خپور شوي راپور له مخې په ټول افغانستان کې ( ٤) ميليونه اووه زره جريبه ځمکه د ځمکې د مافيا لخوا غصب ده، چې دادې هېڅ افغان لپاره د زغم او تحمول وړ خبره نه ده. دا رښتيا هم ډېره د اندېښنه وړ خبره ده، چې د دولتي ملکيتونو د غصب لړۍ پورته روانه ده او ورځ تر بلې يې ګراف لوړيږي. که چېرې دولت لومړى هغه زورواکي، چې په کابل کې يې دولتي ځمکې غصب کړې او بيا يې بې نقشې لوړپوړيزې ودانۍ پرې جوړې کړې، د قانون منګولو ته ونه سپاري، نو کېداى شي، چې مافياګرې ډلې نورې هم په دې برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي.

د نورو ولايتونو په څېر په خوست ولايت کې هم څه باندې ( ٦٣٠٠٠ ) زره جريبه ځمکه د ځمکې د مافيا لخوا غصب شوې وه، خو په تېرو دوو کلونو کې له پورتنۍ شمېرې څخه يې د ځايي ادارې په کلکې مبارزې سره  شاوخوا ( ٢٤٠٠٠ ) جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوي، چې په دې سره په خوست ولايت کې غاصبينو يو ډول ويره احساس کړه او په دې ولايت کې د ځمکې د غصب ګراف نه يوازې پورته نه دى تللى بلکې لاندې هم راغلى دى.

خو يوازې د ځمکې د مافيا په ځپلو سره د غصب شويو ځمکو کچه نه  راټيټيږي، تر څو چې په حکومت کې هغه کسان په نښه نه شي کوم، چې د ځمکې له مافيا سره تړلي دي او په دې برخه کې د شخصي ګټې لپاره ورسره مرسته او همکاري کوي. ياده مافيا د ننه په حکومت کې نفوذ لري، ځکه غاصبان دوى ته زياتې پيسې ورکوي او حتى غصب شوې ځمکې ورسره نيمايي کوي.

د نورو ولايتونو په څېر په خوست ولايت کې د ځايي ادارې لخوا د ځمکې د مافيا پر وړاندې ډېره کلکه مبارزه وشوه، خو د غاصبانو تر شا داسې قوتونه  موجود وو، چې هغه په حکومت کې مهم څوک وو او دوى په حکومت کې هغه برخه جوړوله، چې زياتې پرېکړې د دوى په لاس کې وې. له دوى سره داسې ټپې موجودې وې، چې تور به يې سپين کړ او سپين به يې په تور باندې بدل کړ. دغو کسانو چې په حکومت کې يې پوره ځواک درلود، په ولسواليو کې يې کسان وګمارل، تر څو په خلکو کې دا تبليغات وکړي، چې حکومت د خلکو شخصي ملکيتونه تر خپلو پښو لاندې کړل او دا په داسې حال کې وه، چې ټولې غصب شوې ځمکې دولتي ملکيتونه دي.

همدارنګه دې ډلو ټپلو کابل ته بهانه جوړه کړه، چې دلته بايد يوه شفافه اداره رامنځته کړي او هغه هم په داسې حال کې، چې دلته يوازې دوى دي، چې د خلکو اذهان په ناوړه تبليغاتو خرابوي او نه پرېږدي، چې دلته يا شفافه اداره رامنځته شي او يا هم ځايي اداره د ولس لپاره د پرمختګ کارونه وکړي.

همداراز چې ددې کسانو د والي په وجود کې ګټې ورکې شي، نو په هغه ورځ يې بيا ډلې جوړې کړې وي، کابل ته روان وي او وايي، چې موږ د والي بدلول غواړو، ځکه چې سم کارونه، نه کوي. موږ په تېرو لسو کلونو کې نه يوازې په دې اړه زياتې بېلګې لرو، بلکې موږ  وينو، چې په کابل کې څوک د خوست تش په نوم مشران وويني، نو وايي، چې دا بل کار نه لري او بيا د والي په تبديلۍ پسې راغلي دي.

موږ له مرکزي حکومت نه غواړو، چې که تاسو د ولس خوشالول غواړئ، نو د مافياګرو ډلو ناوړه تبليغات شاته وغورځوئ او که بيا په همدې ډول د مافيا خبرې په يوه او بل شکل دروړل کيږي او بيا منلى کيږي، نو د ولس زړونه به په دوو سوو کلونو کې نو هم خپل نه کړاى شي. همداراز موږ غواړو، هغو کسانو ته سخته قانوني سزا ورکړل شي، چې د ناوړه تبليغاتو لپاره ډلې جوړوي او د ننه په دولتي چوکاټ کې د ځمکې له مافيا سره مرسته کوي. که چېرې دا خود غرضه ډلې وځپل شوې، نو موږ به هلته وتوانيږو، چې په ادارو او د ژوند په نورو برخو کې مثبتې پايلې تر لاسه کړو او که داسې ونه شي، نو موږ به همداسې د اوبو په سر خاشې يو او اوبه به مو هره خوا وړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree