Posts | Comments | E-mail /

دحامدکرزي نوی فرمان او دپکتیا مافیایی اداره

Posted by on Jul 31st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

صوابی
پکتیاوالو، همدرد د ځمکو په غصب او فساد تورن کړ !
په ملي شورا کې د پکتیا د خلکو استازې وايي ، چې ددغه ولایت د ددولتي ځکمو د عصب لړۍ په تېزي سره روانه ده دوی وايي ،سیمه ایزه اداره هڅې کوي چې پاتې پارکونه او شنې ساحې په ملي سوداګرو وپلوري .
دوی حکومت ته خبرداری ورکوي که د ځمکو د عصب او فساد مخه ونه نېول شي او دالړۍ دوام وکړي نو په پراخه لاریونو به لاس پورې کړي .
نوموړي له ولسمشر حامد کرزي او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې ددغه ولایت والي جمعه خان همدر له دندې ګوښه او څارنوالي ته يې معرفي کړي .
په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی ګل باد شاه مجېدي وايي په پکتیا کې د غلو شبکه حاکمه ده ، ډيری د بیارغونې
پروژې د والي شرکتونو ته ورکول کېږي ((موږ نه پوهېږو چې ولي حکومت د فساد مخه نه نېسي ، په پکتیا کې د فساد د شتون په اړه پوره سندونه او شواهد لرو که حکومت د سیمه ایزې ادارې داختلاس مخه ونه نېسي موږ به په نورو اقداماتو لاس پورې کړو. ))
مجېدي زیاتوي والي د ګردېز او زرمت د سړک په پروژه کې شریک و چې همدې امله يې کار په ټپه ودریده او د زرمت خلکو ته پکې ګڼ مالي زیانونه ورسیدل او تر دې دمه يې کار بند دی .
دوکیل مجیدی په وینا، د پکتیا والي جمعه خان همدرد ، ښاروال اغا محمد ، او د ټولګو چارو ریس عبدالله درانی په ډېری پروژو کې سره شریک دي .
د نوموړي په خبره د ښاروالۍ او ټولګټو رياست په پروژو کې يواځې څو شرکتونو ته چې له دوی سره يې ګټې نيمې دي په داوطلبۍ کې برخه ورکوي . او نور شرکتونوته حتا د داوطلبۍ پاڼې هم نه ورکوي .
د ملي شورا دا غړی دا هم وايي چې ځينې داسې پروژې هم شته چې پیسې يې اخیستل شوې پروژه شتون نلري ، هغه د بېلګې په توګه وویل، چې د لجه منګلو په ولسوالۍ کې د يو سړک په نوم څو مېلیونه افغانی د ټولګټو له ریاست څخه اېستل شوې خو له بده مرغه چې هلته دسړک جوړول خو لاڅه چې سړک هم شتون نلري .
د مجیدي په باور که د پکتیا والي جمعه خان همدرد له دندې ګوښه نه شي . نو د پکتیا ولس مجبور دی چې دده په وړاندې پاڅون وکړي .
همدارنګه په مشرانو جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی عبدالحنان حق ویون هم د مجیدي خبرې تایدوي او وايي ، چې د پکتیا والي نه یوازې داچې ځمکې يې غصب کړې بلکې په نورو ناخوالو کې هم لاس لري.
د حق ویون په وینا ، د همدرد څخه د پکتیا ولسونه سخت ناراضا دي او له همدې امله يې له حکومت فاصله نېولې نوموړی وايي هغه د ځان لپاره غله اداره جوړه کړې او ټولې چارې د خپلو ګټو لپاره کوي .
سناتور حق ویون زیاتوي پخوا به يې تنها پروژو کې اختلاس کاوه خو له بده مرغه اوس مهال پارکونه او شنې ساحې په ډالرو پلوري .
دنوموړي په خبره تېر کال يې د مخابراتو ساحه په دوبۍ کې خرڅه کړه او هڅه يې پیل کړې ده چې دا مهال د پکتیا نور پارکونه ووېشي .
حق ویون همدرد د قومونو ترمنځ په بې اتفاقۍ هم تورنوي دده په عقیده همدرد قومونه په ډلو وېشلې او د خپلو ګټو لپاره ترې استفاده کوي .
سناتور داهم وايي چې دمګړۍ په پکتیا کې د رغونې بهیر په ټپه ولاړ دی او نړیواله ټولنه د ده د شتون له امله په پکتیا کې رغونه نه شي کولی .
نوموړی ګواښ کوي که جمعه خان همدرد له پکتیا لري نه شي هغوی به يې په وړاندې له تاوتریخوالې ډکې مظاهرې وکړي .
په ورته وخت کې د پکتیاولایتي شورا هم د ملي شورا د غړو څرګندونې تایدوي . دوی وايې موږ څو ځلې دموجودو ناخوالو په اړه والي سره خبرې کړې دي خو والي ورته تر دې دمه هېڅ ځواب نه دی ورکړی .
ددغه شورا غړی وکیل میاخېل ځاځی وايي چې په پکتیا کې مافیوي شبکه حاکمه ده . ددې کړۍ په وړاندې به خا مخا مبارزه کوو . هغه زیاتوي موږ په داسې پلان کار کو چې د پکتیا په ولایت کې د فاسدې اد ارې لمن ټوله کړو.
نوموړي له رسنیو وغوښتل چې د فساد په مخنيوي کې د پکتیا د وکيلانو سره مرسته وکړي .
د يادولو ده چې څو موده وړاندې د پکتیا والي ویلې و چې وکيلان يې په اداره پسې منفي تبلیغات کوي؛خو د پکتیا ولسونه د همدرد کړنې غندې او دده خبرې له حقیته لرې بولې .
دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ ولس مشر حامد کرزي یو فرمان صادر کړچې پکې د اداري فساد،دځمکو د غصب او په ولايتونو کې د يو لړ تغيراتو مسله ياده شوې ده.
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree