Posts | Comments | E-mail /

حامد کرزي په جومات کې بمي برید په کلکه وغانده

Posted by on Jul 31st, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د خبرپاڼې پر اساس، جمهور رئیس حامد کرزي هغه بمي تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې په ارزګان ولایت کې د یوه جومات امام په شهادت ورسېد.

د افغانستان د خلکو دښمنانو نن سهار وختي د ارزګان ولایت د خیرو کاریز په یوه جومات کې تروریستي برید تر سره کړ چې له امله یې ددغه جومات امام، مولوی تاج محمد شهید او څلور نور مقتدیان ټپیان شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس دغه کرغېړن او د ټولو اسلامي او انساني اصولو پر خلاف عمل په کلکو ټکو وغانده، ویې وویل: د اسلام او افغانانو دښمنانو نن سهار د ارزګان د خیرو کارېز په  یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو بمي برید تر سره کړ چې له امله یې ددغه جومات ملا امام مولوی صاحب تاج محمد په داسې حال کې په شهادت ورساوه چې قرانکریم یې په لاسونو کې و.

حامد کرزي زیاته کړه: د روژې په مبارکه میاشت کې د بریدونو تر سره کول او د یوه سپین ږیري عالم په شهادت رسول یوه داسې له وحشته ډکه کړنه ده چې د هېڅ توجیه وړ نده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د شهید مولوي تاج محمد کورنۍ او خپلوانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای(ج) له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree