Posts | Comments | E-mail /

پر کونړ پاکستاني بريدونه د ټولو اسلامي او نړيوالو قوانينو خلاف عمل دى: د اورپکو طالبانو ویب پاڼه

Posted by on Jul 31st, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل: وسلوالو طالبانو پر کونړ د پاکستانيو بريدونو د غندنې ترڅنګ پر افغان حکومت نيوکه وکړه، چې په مخنيوي کې يې پاتې راغلى دى.

د وسلوالو طالبانو په وېب پاڼه کې پر کونړ د پاکستانيو بريدونو په اړه د زمري په ٩مه، يوه تبصره خپره شوې، چې پکې راغلي، ياد بريدونه هېڅ توجيه نه لري.

په دغه ليکنه کې طالبانو زياته کړې ، چې دا بريدونه د ټولو اسلامي او  نړيوالو قوانينو او دښه ګاونډيتوب د اصولو او حقوقو پر خلاف عمل دی.

طالبانو غوښتنه کړې، چې دا کار که د هر څه لپاره  او تر هر نامه لاندې وي، بايد ودرول شي، ځکه  د ولسي وګړيو زيانمنېدل د ټولو په  زيان دي.

په ياده شوې ليکنه کې وسلوالو طالبانو دافغانستان پر حکومت کلکه نيوکه کړې ، چې په فساد کې ډوب دى ، چې له همدې امله افغانستان په نړۍ  کې په فساد کې دويم نمبر هېواد دى.

طالبانو زياته کړې ، چې په دې بريدونو کې ګڼ  شمېر ولسي خلکو ته مرګ ژوبله او مالي زيانونه اوښتي دي.

وسلوالو طالبانو د افغانستان حکومت پر بې پروايۍ تورنه کړى، چې په دې نه دى توانېدلى ، چې د کونړ   مظلوم ولس له دې ناورين څخه وژغوري.

بايد وويل شي ، چې تېره اونۍ د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاوېد لودين د پاکستان سفير صادق خان سره په دې اړه خبرې وکړې او دافغانستان اندېښنه يې ورته څرګنده کړه.

دغه راز تېره اونۍ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې هم پر دې موضوع خبرې وشوې او ولسمشر اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

په اسلام اباد کې دافغانستان سفير هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې سره څو ورځې مخکې د ليدنې پر مهال د کونړ دبريدونو د بندولو غوښتنه وکړه.

د بهرنيو چارو وزارت وياندجانان موسى زي په يوه خبري غونډه کې ګواښ کړى و، چې که دا بريدونه بند نه شي، نو ددواړو هېوادونو اړيکې ورسره خرابېداى شي .

وسلوالو طالبانو په ياده ليکنه کې ويلي : ((بايد ددغه دوه ګاونډيو  ولسونو تر منځ د خواخوږيو او دوه اړخيزو ګډو مرستو هڅې وشي، نه دا چې  ددواړو ګاونډيو دوستو  ولسونو تر منځ د کرکې او نفرت  د اور بلولو هڅې وشي.))

طالبانو پاکستان ته ويلي، چې ايا دوى به د خپل هېواد او ولس پر حق کوم بريد وزغملی شي؟ او په ړه به يې پټه خوله پاتې شي؟

دوى د پاکستان له حکومت څخه غوښتي ، چې بايد ددغه ناورين د پای ته رسولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree