Posts | Comments | E-mail /

یو سویډنی سړی د سیلورو څخه جوړی جامی اغوندی چه د ګرځنده تیلیفونونو او میډیا د الیکترو مګنیتیک څپو څخه ځان وساتی

Posted by on Nov 30th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

انجنیر سید احمد شاه سادات

سوزان کریستودولو په خپل یو راپور کی چه د سیلولر نیوز په انټرنیت پاڼه کی یی خپور کړی داسی لیکی چه دغه ۶۲ کلن سړی چه دان بینګسن نومیږی د مبایل يا ګرځنده تیلیفونو د سګنلونو او د تلویزیونو له څپو سره حساسیت یا الرژی لری.

دان وایی چه دغه د عصری نړۍ تکنالوژی څپی (سګنلونه) یی مریضوي.

دان اوس د خپل هیواد له ښاروالۍ څخه غوښتنه لری چه د هغی لپاره دی داسی یوه منطقه جوړه شی چه هلته هیڅ څپی نه وی، چه البته د ګرځنده تیلیفونو او د میډیا څپی د سویډن په هر ځای کی موجودی دي.

دان یوازی نه دی او په نړۍ کی نور هم داسی خلک شته چه د عصری تکنالوژۍ او د پلاستیک څخه جوړشوی اجناسو سره حساسیت لری.

ډان وایی چه ده ته دغه حساسیت په ۱۹۹۲ کال کی هغه وخت پیدا شو چه کله ده د یو شرکت سره د برق د انجنر په صفت وظیفه اجرا کوله، او دا مشکل ورته په کار کی پیدا شوی دی.

دان د دغه حساسیت له وجی بل ښارته چه وینجان دلارنا نومیږی کوچ کشی وکړه چه تر څو د میډیا او د ګرڅنده تیلیفونو له امواجو څخه لیری وی. مګر هغه وایی چه تر اوسه یی لاهم کوم آرامه ځای نه دی موندلی ځکه د مبایل یا ګرځنده تیلیفون څپی د سویډن په هر ځای کی شته.

د یادونی وړ ده چه د هغی د هستوګنی ځای ښاروالی اوس کوښښ کوی چه د ګرځنده تیلیفونو او د تلویزیونو له شرکتو سره خبری وکړی چه تر څو په هغه علاقه کی چه دان اوسیږی هلته سګنلونه یا څپی کمی کړی.

په لاندی انځور کی دان لیدل کیږی چه د تلویزیونو (میډیا) او د ګرځنده تیلیفونو له څپو څخه ژغورونکی جامی یی اغوستی دي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree