Posts | Comments | E-mail /

په کندهار ولایت کې ملي پوليسو له چاودېدونکو توکو ډک موټر سايکل کشف کړ

Posted by on Nov 30th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کندهار ښار:- د کندهار ولایت مقام د یوې خبرپاڼې پر اساس، افغان ملي پوليسو تېره ورځ د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي د چاڼيزو عملياتو پرمهال يوه عراده موټر سايکل چي پکښي چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وه کشف او چاودنه يې ورته ورکړه.

دغه موټر سايکل د مخالفينو لخوا چارج شوى او چاودني ته اماده شوى ؤ چي د پوليسو لخوا کشف شو او په دې توګه يې د يوې غمجني پيښي مخه ونيوله.

افغان ملي پوليسو تېره ورځ د ميوند ولسوالۍ ترڅنګ د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کي هم چاڼيز عمليات کړي او پرمهال يې يو شمېر وسلې او مهمات لاسته ورغلي دي.

دغه عمليات تېره ورځ د يادي ولسوالۍ د وچ باختو په کلي سوي او په نتيجه کي يې دوه ميلا بالازن توپکونه، دوه ميله کلاشنکوف، ٨٢ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، څلور کړۍ ماينونه او دوه سوه متره ثانيه سوز لين د پوليسو لاسته ورغلى دى.

شاوليکوټ د کندهار ولايت د شمالي ولسواليو له ډلي ده چي پکښي نژدې دوې اوونۍ وړاندي پکښي د وسلوالو مخالفينو د محدود شمېر فعاليتونو د مخنيوي  لپاره د افغان مشرۍ چاڼيز عمليات پيل سول.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree