Posts | Comments | E-mail /

ولسمشر کرزي له پاکستان څخه دبن په کنفرانس کې دګډون غوښتنه وکړه

Posted by on Nov 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل (پژواک( : ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزير سره په يوه تلېفونې اړيکه کې د ايساف لخوا د پاکستانې سرتيرو په وژلو خواشينې څرګنده کړه او له هغه يې غوښتنه وکړه، د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د روانې مياشتې په ٥مه  د ايساف هوايي ځواکونو د پاکستان او افغانستان په ګډه پوله د مهمندو ايجنسۍ په سلاله سيمه کې په دوو پوستو هوايي بريد کړى وو او ٢٤پاکستانې سرتيري يې وژلي وو.

ددغه بريد په غبرګون کې د پاکستان د وزيرانو شورا نن د فوق العاده غونډى په ترڅ کې د جرمنى د بون په ښار کې د افغانستان په اړه په جوړيدونکي غونډه کې د نه ګډون پريکړه وکړه.

د ولسمشر د ويندوۍ له دفتر څخه د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوى خبرپاڼه کې ويل شوى ، چې دغه تلېفونې اړيکه نن مازديګر ناوخته ټېنګه شوه.

ولسمشر حامد کرزي نن د پاکستان د لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني سره په يوه تلېفونې تماس کې د ايساف لخوا د پاکستانې سرتېرو په وژلو خواشينې څرګنده کړه او زياته يې کړه چې((د د غه ډول پيښو رامنځته کيدل په سېمه کې د روانو حالاتو پاېله ده  دواړو هېوادونو ته پکارده ، چې د دغه ډول ستونزو د  مخنيوي په موخه  په  ګډه مبارزه وکړي .))

سرچينه زياته وى ، چې ددواړو هېوادونو مشرانو دخبرو په ترڅ کې د ايساف  لخوا د پاکستانې پوستو د بريد او د بن کنفرانس په هراړخيزه خبري اتري وکړي.

همدا راز  په دغه تلېفونې اړيکه کې ولسمشر حامد کرزي له پاکستان څخه وغوښتل چې د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي ، ځکه چې دهغه په وينا دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې د خبرو پرمهال د پاکستان لومړي وزير سيديوسف رضا ګيلاني وويل: پاکستان تل هڅه کړى چې ددواړو هېوادونو ترمنځ راپورته شوي ستونزي په مناسب ډول سره حل کړى.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree