Posts | Comments | E-mail /

هغوي ته چې پاکستاني چارواکي خپل ورونه بولي

Posted by on Nov 30th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

هغوته چي دپاکستان په دوستۍ وياړي

هغوي ته چي پاکستاني چارواکي خپل ورونه بولي

حبيب الله غمخور

دنومبر ۳۰ مه

پښتنوډير ښه اوپاخه  ويلې(( خپل جوارساته دشکاڼه په قسموباورمه کوۀ .))

په ډله ايزرسنيوکښي مې هغه خبرترسترگوسوچي انتظار ئي کيده . له ډيرپخواموږ پدې پوهيدوچي پاکستاني چارواکي به دبن په دوهم کنفرانس کي دنه گډون لپاره دامکان تربريده  پلمې ولټوي .

دپيل خبره :دروان ز کال دنومبرپر ۲۶ دناټو د هیلي کوپترو په وسیله دپاکستان پر امنيتي پوستې باندي ديوه بريد په پايله کښي ددوى ٢٤ سرتيري ووژل او ١٣ نور يې ټپيان کړل . بی  بی سی

ديادولووړده چي اوس دسيمې اوسېدونکي اومشران وايي دساحه چي دپاکستاني پوځيانوخپله پوسته پکښي جوړه کړېده دادافغانستان خاوره ده چي په خائينانه توگه پاکستاني سرحدي پوستولخوا لاندي سوي دي .دبېلگې په توگه په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ښاغلي ډامنک مډلي اوايساف دځواکونودوياند جیکوبسن پرون دنومبرپر ۲۹ په يوه خبري ناسته کي چي دبن په کنفرانس کي دپاکستان دنه گډون په هکله جوړه سوې وه ،دنوروخبروترڅنگ  دهغې پوستې دشتون دساحې په هکله چي پرې  بريد سوی  د خبریالانو پوښتنې په  اړه  د کونړ د یو شمیر قومي مشرانو د ادعا په اړه چې وايي، د پاکستان په نښه شوې امنیتي پوستې څو کاله مخکې د افغانستان په خاوره کې جوړې شوې وې چې له امله یې سیمه یېزو خلکو جګړه هم ورسره کړې وه، جیکوبسن هم داومنل اوڅرگنده ئي کړه ، چېد ډیورڼډ کرښه او تعبیر یې سل په سلو کې ښکاره نه دی .د هغه په وینا په اکثرو ځایونو کې له کرښې نه د تعبیر توپیر آن له یوه کیلومتر نه هم زیات دی خوبل لورته نوري سرچينې بياداتوپيرتر ۱۵ کليومتروپوري گڼي . ازادي راډيو ويب پاڼه

په هر حال پردغه موضوع باندي‌پاکستان سخت احتجاج وګړو او دپاکستان له لاري یې دناټو اکمالاتي کاروانونه ودرول ،او پر امریکا باندي ږغ وکړ ،چې په بلوچستان کښي دشمسي هوايي اډه په پنځلس وروځوکښي خالي کړي .

دپاکستان  صدراعظم سيد یوسف رضا ګیلاني، د بهرنیو چارو وزارت او لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني د ناټو پر حملې سخت غبرګون وښود او ویې ویل چې ناټو باید ددې حملې عاملينو ته سزا ورکړي.

د پاکستان صدراعظم د ناټو حمله پر یوه خپلواک هیواد یرغل وباله او ویې ویل  ((موږ به اجازه ورنه کړوچې د پاکستان مځکنۍ بشپړتیا او بشپړتیا ته زیان واوړي.)) خوکه همدلته له رضاگيلاني نه پوښتنه وسې داچي ستاپوځيانوڅوځله په دوامداره توگه دننگرهار،کنړ،خوست ولايتونوپر سيموتوگندۍ اورولې اوپه سلهاوو کورنۍ خپل ټاټوبې پرېښودلوته اړيستل سول ،داڅه وه ؟اياافغانستان ستاسوپه نظر يوخپلواک هيواد نه دۍ؟اوکه تاسوداسي فکرکوی چي کرزی صاحب خوموهره خبره مني نوملت موهم غلام دی ؟ ايادغه بريدونه پريوخپلواک هيوادباندي يرغل نه بولۍ؟؟؟؟ ؟؟

همدا ډول د ناټو ځواکونوڅوځله ویلي دي چي دپاکستان له خاورې د دوی پر پوستو باندي چي په افغانستان کي موجودي  دي بریدونه کېږي اوتربريدوروسته دغه سخت دریځي دپاکستاني ځواکونودپوستو لور ته تښتېدلي دي . دغه خبرې ته کوم ځواب لری داهم درواگ اودافغانانولخوا پر تاسو کرغېړنو تهمت بولۍ؟

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني په یوه اعلامیه کې وویل چې دې غیرمسوولانه اقدام ته د اغېزمن ځواب د ورکولو لپاره ټول ضروري تدابیر او ګامونه اخیستل شوي دي. داچي  له پورته يادشوو گوت څنډنوپرته کوم گامونه اخيستل شوي دي جنرال صاحب په گوته نکړه .

دپاکستان دغوگوت څنډنوته امریکااوناټوچندان اهميت ورنکړ اوددوي په خبره ئي غوږ  هم ونه گراوه ،ځکه خوپاکستان ته داپلمه پلاس ورغله ترڅو په رسمي ډول دبن په کانفرانس کښي دخپل استازي  نه گډون  پر امريکا اونړيواله ټولنه باندي دفشاردوسيلې په توگه اعلان کړ ي .

ددې تر څنگ دپاکستان دمرکزي اسمبلۍ په غونډه کې دا هم وویل چې امریکا او ناټو دټولو قربانیانو سره سره دپاکستان مرسته نه مني ،نوددوی په وینا له امریکا اوناټو سره دنوري‌مرستي اوگډې همکاری اړتیا نشته .

ښه ! موږ پدې پوهيږوچي دپاکستان اسامبله دچاپه واک اودچاپه هدايت پرېکړې کوي .کنه داچي هره ورځ دهمدې پاکستان څخه پر افغانستان باندي په مستقيمه اوغيرمستقيمه بنۀ يعني دخپلو پوځونولخوازموږ پر وشرقی سيموتوغندۍ اورولوپه بڼه اوبل لورته دخپلوروزل سوولخوادواسکټونواوماين ښخولوپه مټ هره ورځ تر دېرشوزياتوافغانونه ژوند اخيستل کيږي ،خودغه ددوي په اصطلاح دوست هيواداسامبلې ،لمړی وزيراولوي درستيزيوه ورځ هم زموږ له ولس سره خواخوږي ښکاره نکړه اوهمدا دوه مخي سياست اوسپين سترگۍ ته ئي ملاتړلې چي موږ دافغانستان لپاره سوله غواړواودافغانانودوستان يو؛ولي په عمل کښي افغانان تردوي بل سوگندخوړلۍ دښمن نلري اونه چادومره زورولې دي لکه پاکستان .

دروان ل کال دسرطان دمياشتي پر ۶مه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي مارک ګراسمن په کابل کښي يوه خبري ناسته کي دغه گوت څنډنه چې پاکستان باید ثابته کړي چې د جګړې پای ته رسول غواړي او وښيي چې په خپله خاوره کې دسخت دریځو دځالو او له هغه ځایه د افغانستان په خاوره کې دحملو مخه نیسي زموږدټولوادعاگانو دثبوت شاهدي ورکوي .

موږته هم لمر غوندي روښانه ده چي دپاکستان په گټه دکرزی صاحب دټولوتبليغاتوسره دپاکستان نيت دادۍ چي هيڅکله له افغانستان سره مرسته نه کوي اوهڅکله به مخالفين دسولي خبروته پرې نږدي .

تاسو فکر وکړئ !اوس چي دبن کنفرانس جوړېدوته يوه اونۍ پاته سول هغه بهانه چي پاکستاني چارواکو غوښتل پلاس ورغله او دنومبرپر ۲۹ دحکومت کابينې په خپله يوه فوق العاده غونډه کښي دسيد یوسف رضا ګیلانې په مشری په لاهور کې دايره سول پرېکړه وکړه چي دبن په کانفرانس کې برخه نه اخلي اوهغه به بايکوټ کړي . دوي وايي چې په افغانسان کې سوله غواړي خو داحتجاج په ډول د بن کانفرانس کې ګډون نه کوي،ته به وايه چي داکنفرانس  دواشنگتن په سپينه ماڼۍ کښي جوړېږي اوپرانستونکې وينائي ښاغلی بارک اوباماکوي .

داوريدوله مخې ددې خبرپه رسيدوسره دافغانستان جمهوررئيس ښاغلي حامد کرزی هم سمدواره دپاکستان لومړی وزيرګيلاني ته تليفون کړی اوله هغه نه ئي غوښتنه کړې چي دبن کنفرانس ته خپل دبهرنيو چارو وزيره ولېږي ،خودخپاره سوی خبرله لوستلوداسي څرگندې ېږي سره له دې چي کرزی صاحب دوي ته دورڼوخطاب کړی ،خويوسف رضاگيلاني دکرزی صاحب پر غوښتنه غوږ نه دۍ نيولی اوهغه ته ئي جواب نه دی ويلی .

تردې پرېکړي وړاندي دپاکستان داستخباراتو پلار اودافغان ولس تاريخي دښمن  جنرال حميد گل چي له کوره هدايات صادروي اوهر هدايت ئي لکه لندن ته دتښتېدلي جنرال مشرف د اوسنی استخباراتي اوپوځی کړيو  لپاره دمنلو وړدی . دنومبرپر ۲۷ مه دپاکستان مشرتابه ته لارښودنه وکړه چي دپاکستان حکومت دي دبن له کانفرانس نه بایکاټ اعلان کړي . نوموړي دپاکستان له یوه تلویزوني چینل سره دمرکې پر مهال وویل چې دناټو دبریدونو دمخنیوي دحل لاره یوازي او یوازي پر احتجاج ټینګ درېدل دي .هغه پاکستان وهڅاوه چې په بن کانفرانس کې له ګډون نه ډده وکړي .خبريال ويب پاڼه

دجنرال حميدگل دا ډول څرگندونې ددې ښکارندوي دي چي دوي ترخپلو گټويوسانتي متر هم نه تېرېږي ،خودکرزی صاحب زه په کابل اواسلام ابادکښي دافغان ولس سره ددوستۍ ټټر ټکوي .

دتاريخي لاسوندونه داپه تکرارخابته کړېده چي پاکستان دافغانستان څخه دخپلو گټوپر وړاندي له حملوڅخه دډال په توگه استفاده کوي .که دامريکاسره دمخالفت اوله هغونه دجدي خوابدی خبره مطرح وي نوبياخوبايد له امريکا خپل سفير راوغواړي اودامريکاپه وړاندي دملگروملتوسازمان ته شکايت پانه وړاندي کړي ،چي دايوکار ئي نه دی کړیاونه ئي دهغومالي مرستودترلاسه کېدونه ډډه کړې چي هره ورچ ددوي مالي حساب ته دترهگری سره دمبارزې په موخه لېږل کيږي .

داسي برېښي چي ممکن دبن په کنفرانس کښي ددې ۹۰ هيوادو اولسهاوو نړيوالوسازمانواستازي له پاکستان څخه پوښتنه وکړي چي ترکومه به په افغانستان کي دجهادپه نامه داورلمبې روښانه اوتازه ساتي؟ ممکن له امريکااونړيوالي ټولنې څخه هم پوښتنه وشي،دا تاسو ټول واياست چي په افغانستان اوسيمه کښي دټولوناخوالو اساسي لامل همدا پاکستان دی اودطرهگروزالي هم په همدې پاکستان کښي دي  ،هلته روزل کيږي په وسلو سمبال افغانستان اويادنړۍ نوروهيوادوته دترهگريزوبريدونولپاره ليږل کيږي ، هرترهگرچي وژل سوی اويانيول سوي هغه په پاکستان کي وو .بيانو ولي ؟ دسوريي،ليبيا،يمن اونوروهيوادوپشان پردوي هم اقتصادي بندېزونه نه لگول کيږي؟ اويادانسانانودسوله ايزژوند،دموکراسی اوعدالت دپلې کېدوپه موخه ترپوځی بريد لاندي نه نيول کيږي ؟ترڅوبه نړيوال له دوي نه ناارام وی اودوي به له نړيوالوامتيازات اخلې ؟

که حقيقت تن ورکړونوددوي په ويناله قضافي اوحسن موارک  نه دليبيااومصر خلک ناخوښه ه وه ،هلته دموکراسی اوعدالت نه وو،خودپاکستاني چارواکو،استخباراتي اوپوځی جنرالانوڅخه نه يوازي ددوي ولسونه بېزاردي ،بلکه په افغانستان ،هندوستان ،مرکزي اسيااوان داروپاپه لويوښاروکي هم ددوي له لاسه امنيت سوله اوثبات له جدي گواښ سره مخامخ دي،ددولتي فساد،بېروکراسی ،ديکتاتوری اوبنسټپالنې خونورزورنه پرې رسېږي ،ټولونشري ناخوالوته هلته په پاکستان کشي قانوني بڼه ورکړه سوې ،داسي رانيول سوی ملايان لري چي په افگانستان کي روان حالت ته جهادخوپه پاکستان کي بياورته بغاوت اوداسلام خلاف کړنې وايي  .

زه فکرکوم دهمدېډار له مخې به  جنرال حمدگل هم دا ته لارښودنه کړې وي اوهم دوي ته ښه بهانه پلاس ورغله چي دبن کنفرانس له گډون څخه ډډه وکړي .ځکه که  دبن کنفرانس که په رښتيادافغانستان دمسلې داساسی حل لپاره کومې خبري لري نوبيادپاکستان لپاره گډون شرموونکۍ وی .اودټولوافغانانوپه يوه اواز له نړيوالي ټولنې داغوښتنه اوهيله ده چي په همدې کنفرانس کښي بايد دپاکستان راتلونکې ،په سيمه کښي دامريکااوپاکستان مناسباتوپايلي دتاريخي او انساني قضاوت په تله وتلل سي.دپاکستان سره بايد پر دغه نړيوال ميز داخبره سپينه شې  ترڅوبه په افغانستان اوسيمه کښي خپل دغه غيرانساني کړنې ،دسولي اوثبات سره لجاجت ته دوام ورکوي ؟ .دټولې نړۍ لپاره به دخوښۍ خبره وي چي دپاکستان سره هم غوڅي اوپرېکړنده خبري وسي دنه منلو په صورت کښي دنړيوالوتحريمونولاندي راشي .اوکه اړينه شول نودملگروملتواوامريکا،ناټودافريقايي هيوادوله تجريبو نه دي په پاکستان کښي هم دبشريت درښتياني نجات په خاطر معقوله اوگټوره استفاده وسي .

ترڅوپدې هيوادکښي دآي ايس آي دادارې اوپوځی جنراليتيت جونگړه ړنگه نشي اوجرړي ئي ونه ايستل شي نه يوازي داچي  دپاکستان ولس به ئي لکه دايوه اونۍ وړاندي په امريکا کي دپاکستان سفير اويابي نذيربوټوغوندي قربانيان وي بلکه په افغانستان ،هندوستان ،مرکزی اسيااودنړۍ په زياتوهيوادونوکښي به عام وگړي ارام اومطمين ژوند ونلري .په ځانگړې توگه دافغان ولس دزورېدواوکړېدوپه موخه داشپېته کاله پخواددوي مشرانو(کرنيلانو،جرنيلانواومېجرانو)قسم خوړلی اودااوسني ئي هم پردې سوگندولاړدي .

دبن کانفرانس به د پاکستان  له گډون نه پرته هم پر ټاکلې ورځ په خپل کار پيل وکړي ، خو دپاکسان نه ګډون افغانستان  کړېدلې ولس په وړاندي ددوي له دښمنۍ ډکې څېرې نه يوځل بيا پرده پورته کړه. پاي

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree