Posts | Comments | E-mail /

سیدحسین عالمي بلخي: په ولسي جرګه کې د اصلاح غوښتونکو ډله قاطع اکثریت جوړوي

Posted by on Nov 29th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- داصلاح غوښتونکو پارلماني ډلې دافغانستان داسلامي جمهوریت له جمهورریس حامدکرزي سره په کتنه کې وویل د ولسي جرګې قاطع اکثریت غړي ددغې ډلې غړیتوب لري او ددوی هڅوچې په ملي انګیزه او دهېواد پالنې په روحیه پیل شوې وې، دکتنې وړ لاس ته راوړنې لرلي دي.

په دغه کتنه کې  چې نن غرمه په ارګ کې  ترسره شوه،سیدحسین عالمي بلخي په ولسي جرګه کې د اصلاح غوښتونکې ډلې په استازیتوب خبرې وکړې ، وې ویل: په یوه نا مناسبه فضا او د دولت پر یوې بلې قوې باندې د اعتراض په کولو سره چې په هغه کې په غیابي ډول دسترې محکمې دغړو او لوی څارنوال دباور رایې اخیستل یې هم له ځان سره لرل او حتی یو شمېر کسانو ته یې ددې جرات ورکړ چې جمهوررئیس غیر مشروع وبولي، له حکومت او جمهوررئیس څخه دملاتړ منفرد او کمزوري فریادونه نه اوریدل کیدل. له دغه وضعیت څخه په ناوړې استفادې سره دحکومت اپوزیسیون  دجمهوري ریاست د ارګ تر دروازو پورې دتحصن  دغزولو ګواښ  په هېواد کې غیر مطلوبه فضا رامنځته او ددولت نړیوالو ملګرو ته یې اندیښنې پیدا کړې چې حتی په هېوادکې یې پر اقتصادي وضعیت او پانګوالې باندې هم اغیزې دلمس وړ وې.

عالمي بلخي وویل: په دغسې وضعیت کې یو ګڼ شمېر وکیلان ددغه ناوړه حالت پر وړاندې  ودریدل د خپلو مادي ګټو له په پام کې نیولو پرتهیې د هېواد د ملي ګټو او ثبات د ساتنې او د نظام د ټینګښت لپاره د اصلاح غوښتونکو په نوم پارلماني ډله جوړه کړه،  په ولسي جرګه کې د یو شمېر همقطارانو لخوا د معاملې د تور په لګولو او سپکاوي  سره سره، دغې ډلې په جدي توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړ ترڅو د دولت د ارکانو ترمنځ په اړیکوکې ښه والی رامنځته  او په مقننه قوه کې کاري سالم روند رامنځته او هېواد ته له بحران څخه نجات ورکړل شي.

بلخي وویل چې له نیکه مرغه زموږ هڅې ګټورې تمامې شوې، شرایطو په بشپړه توګه بدلون وکړ او جمهوررئیس  په ډک لاس له کورنیو مسلو څخه له اندیښنې پرته  سرلوړی دبن کنفرانس ته ځي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree