Posts | Comments | E-mail /

دځمکودغاصبينوملاتړدخوست مېشتو ولسونو لپاره دزغم وړندى

Posted by on Nov 29th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

واکمن

جګړو نه يواځې زمونږ هېوادته په هره برخه کي ژورمعنوي او مادي زيانونه اړولي دي ،بلکې ډيروخلکو ته يې دلوټ اوتلان زمينه هم مساعده کړې وه ،چادولتي شتمنۍ ترخپلې ولکې لاندې راوستې وې ،چا دنورو مظلومو وګړوپه حقوقو باندې څرګندتيرى کولو،چې په دغه ټولوناخوالو،بدمرغيو او،ورانيوکي دخپل سرۍ او زور واکۍ واکمنۍ ډيررغنده رول درلود .ټول زورواکانو دوخت دامکاناتوڅخه ناوړه استفاده وکړه ،په لويه کچه دولتي ملکيتونه يي خرڅه کړل اويايې ترخپلې خيټې لاندې دخپلوګټولپاره وساتل ،دافغانستان په هرولايت اوښارکې چې اوس مهال دولتي ځمکې شتون لري ډيرې يې  د ځمکو دغاصبينوپه ولکه کې دي ،چاپرې دخرڅلاو بازار ګرم کړى دى اوچاځانونو ته په کې دغريب او مظلوم ولس په منځ کې چې ديوې مړۍ ډوډۍ دپيداکولو لپاره هم اړدي ،دنګې او لوړې ماڼۍ جوړې کړي دي ،چې په ټولنه کې دعدالت او انصاف ټولو ارزښتونو ته يي زيان اړولى دى ،ان تردې چې دټولنيزژوند ګډوډۍ ته يې لاره هواره کړې ده ،په ټولنه کې يې دټولو بې عدالتيو اوناخوالولپاره زمينه مساعده کړې ده ،دمظلوم ملت زړونه يې ناهيلي کړي دي .که دافغانستان اساسي قانون ته مراجعه وشي ،غرونه اولويې دښتې ددولت ملکيتونه ګڼل کيږي ،څوک نه شي کولى چې  په خپل سرې توګه سره ددولت ځمکې غصب کړي .خوست ولايت چې دافغانستان په سويل ختيځ کې پروت ولايت دى ،دهېواد دنورو ولايتونوپه پرتله په کې دځمکو دغصب لړۍ پخوا په چټکۍ سره روانه وه ،د٥٦زره جريبه ځمکې په شاوخواکې ځمکه غصب شوې وه .دلته دځمکو غاصبينوديوې کړۍ بڼه غوره کړې ده ،ټولې دولتي ځمکې يې نيولې دي ،دهغه پروژو دپلي کيدوپه وړاندې خنډونه جوړوي کوم چې پلي کيدل يې دټول ولس په ګټه دي .په دغه ولايت کې پخوانيو ادارو دځمکودغصب په وړاندې مبارزه ونکړه ،يواځي په وخت تيرولوسره يې چارې مخ ته وړلې .خوکله چې ښاغلى عبدالجبارنعيمي خوست ولايت ته دوالي په توګه راغى ترهرڅه وړاندې يې دولس سره ژمنه وکړه چې دځمکو دغصب په وړاندې به په جدي توګه سره مبارزه کوم ،هماغه وو چې دولس سره دژمنې پربنسټ يې دډيرو هغه غاصبينوپه وړاندې چې ډيرې ځمکې يې غصب کړې وې مبارزه پيل کړه ،په سرکې دازادۍ مينې ساحه چې ٤٠٠٠جريبه ځمکه کيږي دغاصبينو له منګولو څخه راخلاصه کړه ،دغه په زرګونو جريبه ځمکه يواځې دظلم په پايله کې په کلونو کلونو ترغصب لاندې وه ،په غيرقانوني توګه په کې غاصبينو دځان لپاره کورونه جوړکړي وو.همداشان دمرکزپه زړه کې دوړکتون ځمکه دغاصبينو له ولکې څخه خلاصه شوه اوپه خپل چوکاټ کې ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه ،ددې ترڅنګ دخوست ښارپه غربي ساحه کې ٢٠٠جريبه ځمکه چې ډيرلوړ قيمت يي درلود دغاصبينو له منګولوڅخه راخلاصه شوه ،چې دغصب په وړاندې دغه مبارزه دولس په همکارۍ او غوښتنه سره په ورته بڼه باندې خوراپه چټکۍ سره مخ په وړاندې روانه ده ،چې ياده مبارزه ښه پايله هم لري دبېلګې په توګه له پورته لاسته راوړنوسره سره يوتن دملک خيال بدين په نوم چې غوښتل يي په خوست کې ٤٢٠ جريبه ځمکه دخوست ښارپه داخل کې دمزارولايت دشاړو ځمکوسره پرته داستملاک له قانون اويانورواړونده قوانينوڅخه تبادله کړي ،بيايي په خپل سرباندې وپلوري ،داسنادو دتر،ترتيب اوبېلابيلوپړاوونو وروسته دنوموړي غوښتنه اودغصب دا هيله بي ځايه يوه مافيايي هڅه وبلل شوه ،ځکه نوموړي سړي غوښتل چې په فريب ،جعل او غيرقانوني توګه سره دخوست دخلکو هغه ځمکه چې ښارپرې ښايسته دى ،دځان کړي ،خودولايتي ادارې ،ولايتي شورا ،دسولې دوولا يتي کميټې ،مدني ټولنو اود ولايت دمشرتابه دځواکمن هوډ اوګړندۍ مبارزې په پايله کې ددغه سلګونو جريبه  ځمکې دتبادلې اوخرڅلاو مخه ونيول شوه ،چې په دې تړاو دخوست ټولو ولسونو دخوست ولايت دمشرتابه هڅې اومبازره وستايل اوپه ټينګه يې ترخپل ملاتړڅرګندکړ ،ان تردې چې په بهراوخپل ولايت کې ټولو قومي مشرانو دخوست والي ملاتړ اعلان کړ.غصب يواځي دځينو شخصي ګټه پالونکو خلکو کار اوکسب دى ،دوى يواځې غواړي خپلې ګټې وپالې اودملت ګټوته هيڅ درناوى نه لري ،ځکه په خوست ولايت کې ډيرې داسې پروژې چې دټولو ولسونو په ګټه اوخيروې ،دغاصبينو دغصب دظالمانه لړۍ په پيل کې له لاسه تللې دي ،اوس مهال چې په خوست ولايت کې دملکي هوايي ډګردجوړيدو کار روان دى ،دټول خوست ولسونودې ته په تمه دي چې دخپلو مسافرينوسره په خپل ولايت کې ستړي مشي وکړي ،په ځاى ددې چې دوى يا ګاوڼديو هېوادونو ته اوياپلازمينې کابل ته دخپلو مسافرينو هرکلي ته ورځي ،دوى ټول غواړي چې په دغه ولايت کې هوايي ډګر جوړشي ،چې پرهمدې باندې اوس مهال ددوى داړتيا پربنسټ مخ ته کار روان دى ،خوبيا هم ځينې داسې کسان دهوايي ډګردځمکې په شاوخواکې اويايي په نورو ځايونوکې ځمکې غصب کړي دي ،په کابل کې دبېلابيلو ادارو دروازې ټکوي اوپه هرځاى کې شکايتونه کوي چې ولايتي اداره زمونږ په ځمکوکې پروژې پلي کوي ،دوى دا ادعاپه داسې حال کې کوي چې دوى هيڅ ادارې ته ددغه ځمکو دمالکيت اسناد نه دي وړاندې کړي ،بلکې يواځې دوى خپلو منځو کي پيسې راټولوي ،اوپه هره اداره او هر وزارت کې شکايتونه کوي ،دوى په دومره فريب ،چل او هنرسره شکايت کوي ،ان تردې چې زمونږ دهېواد دځينو ملي فکراوملي ګټوپالونکو کسانو فکرونه يي ځان ته جلب کړي دي ،دځمکودغه غاصبين په دې باندې خپلې پيسې لګوي ،ترڅو په مرکز کې دخلکوذهنيتونه راوپاروي ،اودځان لپاره دخپلو غيري قانون کړنو اوګټودساتلولپاره پلويان پيداکړي ،په واقعيت کې دغاصبينو ملاتړدمظلوم ولس سره څرګنده دښمني ده .اوغواړي په دې کارسره دولايتي ادارې لپاره ستونزې زياتې کړي ،واقعيت دادى چې دوى غاصبين دي ،دوى دخوست دشريف ولس دګټو اوشتمينو دښمنان دي ،دخوست خلک او ولايتي اداره به خپل دغه دغصب په وړاندې مبازره ګړندۍ ساتي ،ځکه هغه کړنې چې دقانون خلاف وي هم دولايتي ادارې مسووليت دى اوهم دخوست دخلکوترڅو په وړاندې يې مبارزه وکړي ،په مرکزهغه کسان چې دوى ته پرته له اسنادو غوږنيسي ،داپه واقعيت کې دخوست دټولومظلومو ولسونو سره سخته جفاء ده ،دخوست دټولو ولسونو غوښتنه دمرکزي حکومت اولوړپوړو چارواکوڅخه داده چې دغه غاصبين بايد دعدالت منګولوته وسپارل شي ،پرېنښودل شي چې نورې دولتي ځمکې هم غصب کړي ،يواځې ددغه کسانومخه قانون نيسي .دخوست ټول خلک په دې برخه کې دخپلې ولايتي ادارې ملاتړکوي ،ترڅو دغاصبينوپه وړاندې نوره هم خپله مبارزه چټکه کړي.او دا دټول هېوادپه کچه يوجدي اوملي اړتياده چې دځمکودغصب دمخنيوي لپاره په ملي مسووليت سره اغيزمنه مبارزه وشي  ،ترڅوپه دې سره ټولې دولتي ځمکې چې ددې غريب ملت شتمني ده خوندي وساتل شي .

له بدمرغه دروان ١٣٩٠لمريزکال دلړم دمياشتې په دېرشمه نېټه دمشرانو جرګې دلوړمقام دمخابراتو او مواصلاتو دمحترم کميسيون په ادرس دهېواد دملي راډيو ټلويزيون داتو(٨)بجوپه خبري سرويس له لارې دخيال بدين نومي  شخص دموضوع په تړاو دخوست والي داحضاريت خبربې له دې چې ،نوموړى محترم کميسيون دموضوع په تړاو دولايتي شورا،دسولې دولايتي کميټې ،په خوست کې دمدني ټولنو څخه چې په واقعيت کې ولسي بنسټونه دي  هراړخيزه معلومات دوروستيو تصاميمودنيولوپه موخه ترلاسه کړي خبرخپورشو ،چې ددې اندېښنې وړ خبرپه خپريدو دولايتي ادارې،ولايتي شورا،مدني ټولنو،علماوو شورا ،قومي مشرانو اوټولو خوست مېشتو ولسونو چې پخوايې په پرلپسې توګه دهېواد دبېلابېلو رسنيوله لارې دبلغ ولايت څخه خوست ته د٤٢٠جريبه ځمکې دنه تبادلې په اړه جدي غبرګونونه او خپل احساسات څرګند کړي دي .نويوځل بيا يې دمشرانو جرګې دلوړمقام دمخابراتو او مواصلاتو دکميسيون لخوا ديادې موضوع په باره کې دخوست دوالي داحضاريت په اړه دخوست ولايتي شورا،دسولې ولايتي کمېټې ،مدني ټولنې دځانګړو تصويبونوله لارې ديادې موضوعې سره خپل جدي مخالفت  څرګند کړ.په تصويبونو کې دمشرانو جرګې دلوړمقام دمخابراتو اومواصلاتو دکميسيون څخه په درناوي داسې غوښتنه شوې ،مخکې له دې چې ديادې موضوعې په تړاو له ملي راډيو تلويزيون څخه خبرخپورشوى  واى .نو غوره به واى چې يا،دملک خيال بدين نومي لخوا دځمکې دتبادلې دموضوع په تړاو دخوست ولايت ،ولايتي ادارې ،دولايتي شورا،دسولې دولايتي کمېټې ،مدني ټولنو اويانورو بنسټونو څخه معلومات غوښتل شوي واى ،ترڅو جوته شوې واى چې دملک خيال بدين دغه ادعا په حقه ده ،که ياپه ناحقه سره دخوست ښارپه زړه کې دټولو ولسونودګټوخلاف غواړي دولتي ځمکه دشخصي ګټولپاره غصب کړي ،يادهمدې موضوع په تړاو خوست ولايت ته يو صلاحيت لرونکى پلاوى دڅيړنې په موخه راغلى واى ،ترڅو يې په دې ځاى کې دهمدې مافيايي موضوع په تړاو څيړنې اوپلټينې ترسره کړې واى .ځکه چې دهمدغه موضوع په باره کې دلته ټول ولسي بنسټونه اوادارې دې ته په مسووليت سره چمتو دي چې هرلوړ ارګان ته دنوموړې موضوع په تړاو ډير په مسووليت اوقانونيت سره معلومات ورکړي .

واکمن

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree