Posts | Comments | E-mail /

جمهوررئیس حامد کرزي، نن له یوسف رضا ګیلاني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

Posted by on Nov 29th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- په دغو ټیلیفوني خبروکې حامدکرزي دسولې د عالي شورا د ریس پروفیسور استاد برهان الدین رباني د ترور د عواملو د څیړنې لپاره له افغاني لیږل شوي پلاوي سره د پاکستان  د همکارۍ له امله مننه وکړه.

د هېواد جمهوررئیس همدا راز په دغه ټلیفوني اړیکه کې دناټو په هوایي بمبارۍ کې  دیو شمیر پاکستاني عسکرو دوژل کیدو له امله دپاکستان صدراعظم ، دولت او خلکو ته دخپلې ډاډګیرانې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.

جمهورریس وویل: د دا ډول پیښو رامنځته کیدل په سیمه کې د روانو حالاتو پایله ده چې  دواړه هېوادونه باید له دا ډول ستونزوسره په ګډه مبارزه وکړي ترڅو سیمه  د دا ډول پیښو له تکرار څخه  خلاصون ومومي.

په دې اړیکه کې  حامدکرزي دپاکستان له صدراعظم څخه وغوښتل چې ددغه هېواد دبهرنیو چارو وزیره دې دبن په کنفرانس کې ګډون وکړي ځکه چې دبن په کنفرانس کې دپاکستان ګډون  ددواړو وروڼو  هېوادونو په ګټه دی.

یوسف رضا ګیلاني دحامدکرزي له ټیلیفوني اړیکې څخه مننه وکړه ، وې ویل: پاکستان تل هڅه کوي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوې ستونزې په مناسب ډول حل کړي.

ده  په سیمه کې له  رامنځته شویو امنیتي ستونزو سره  د مبارزې لپاره د دواړو هېوادونو همکاري اړینه وبلله.

یوسف رضا ګیلاني  له ولسمشر سره په دې خبروکې د بن په کنفرانس  کېد خپل حکومت د نه ګډون په اړه څه ونه ویل.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree