Posts | Comments | E-mail /

په پکتیا ولایت کې د څه د پاسه یو میلیون افغانیو په ارزښت ښوونځی ته ودانۍ جوړه شوه

Posted by on Nov 29th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل( روح الله سمون):- داریوب ځاځیو ولسوالۍ د مرکزی لیسی لپاره دوه بلاکونه بشپړ او ګټی اخیستنی ته وړاندی شول

په دغو دوه بلاکونو شاوخوا یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی چی د پوهنی وزارت له پرمختیایی بودجی یی لګښت ورکړل شوی

دغه ودانۍ په ۲۵ جریبه ځمکه کی له ټولو اړینو ملحقاتو سره  د سادات مومند شرکت لخوا په پاخه او اساسی ډول  د ۱۸ میاشتو په ترڅ کی بشپړه شوه

ددی ودانی د پرانیستی پر مهال د پکتیا د پوهنی ریس انجنیر محراب الدین شفق وویل چی ددی ودانۍ په جوړیدو د اریوب ولسوالۍ د مرکزی لیسی ستونزی تر ډیره بریده حل کیږی

د غه ښوونځی کی  ۲۵۰۰ زده کوونکی زده کړه کوی  چی د زرو نورو زده کوونکو کنجایش هم لری .

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree