Posts | Comments | E-mail /

په هلمند ولایت كې له كورونوڅخه دښځو د تيښتې په كچه كې زياتوالى راغلى

Posted by on Aug 31st, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لښکرګاه(نوید احمد):- په هلمند ولایت كې له كورونوڅخه د ښځود تيښتې په كچه كې زياتوالى راغلى

په دې ولايت كې د ښځود رياست چارواكي وايي چې ددې كچې د زياتوالي لامل د ښځوپه وړاندې تاوتريخ والى اوددې ترڅنگ د سواد زده كړونشتوالى دى چې ځينې ښځې له كورڅخه تيښتې ته زړه ښه كوي.

دوى داهم وايي چې ددې ستونزود مخنيوي لپاره بايد په دې ولايت كې د ښځولپاره بيلابيل پراخه روزنيزپروگرامونه په كارواچول سي.

د هلمند ولايت د ښځوچارورئيسه فوزيه علومي وايي چې د روان لمريزكال په اوږدوكې يوازې دوى ته د ښځوپه وړاندې د تاوتريخوالي ۱۵قضيې راغلې اواته نورې قضيې هم د امنيې قوماندانى د جنايي جرمونوپه وړاندې د مبارزې د مديريت لخوا ثبت سوې خوله دې سره سره په دې ولايت كې ډيرى ښځې د ځايي دودونوله مخې مراجعه نه كوي.

په دي اړه فوزيې علومي وويل: د بيلگې په توگه ښځه په بدل كې وركول سوې،ښځه په بدي كې ده،كم سنه نجلى ده،دلته موږيوه قضيه درلوده چې يوه نجلى د ۱۱۰كلونوپه عمرسپين ږيري ته وركول سوې ددې بنزى خپله شپيته كلن دى نواوس دا هم د بنزي اوهم د كورنى له لاسه وهل خوري دا خپله يوتاوتريخ والى دى دانجلى مجبوره سوې له كوره راوتلې ده.

ددې په وينا چې د ښځوپه وړاندې تاوتريخوالى اود زده كړونشتوالى ددې لامل شوى چې زياتره ښځې له كورونوڅخه د تيښتې پريكړه كوي چې وروسته بيا له گڼونوروستونزوسره مخ كيږي.

نوموړې وايي چې د پاخه عمركسانوته د نجونوودول ، په بدوكې وركول اوپه كورونوكې وهل اوډبول هغه بيلگې دي چې په دې ولايت كې ډيرى ښځې ورسره لاس اوگريوان دي.

فوزيه علومي زياتوي چې كه په دې ولايت كې د ښځولپاره بيلابيل پراخه روزنيزپروگرامونه په كليوبانډواو ولسواليوكې په لاره واچول شي ښايي يادې ستونزې كمې اوله كورنوڅخه د ښځود تيښتې په كچه كې هم كموالى راشي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree