Posts | Comments | E-mail /

اهل تشيع هیوادوالو پرون سه شنبې اختر نه دی کړى

Posted by on Aug 31st, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل : (پژواک): که څه هم سترې محکمې نن سه شنبې د نیکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې، خو په کابل او يو شمیر ولاياتو کې اهل تشيع هیوادوالو اختر نه دى کړى.

د سترې محکمې ددارالافتاء رييس مولوي صديق الله مسلم تېره شپه په شاوخوا لسو بجو د ملي تلويزيون له لارې  اعلان وکړ، چې سه شنبه د نیکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

هغه زياته کړه چې دوى دغه پرېکړه دسعودي عربستان د سترې محکمې دعالي شورا د پرېکړې له مخې کړې او هغوى د شوال د مياشتې د ليدلو شواهد ترلاسه کړي و .

خو د سترې محکمې له اعلان سره سره،دکابل، باميانو، هرات، بلخ او يو شمېر نورو ولايتونو په ځينو سيمو کې اهل تشيع هیوادوالو  اختر نه دى کړى.

د کابل ښار په ديارلسمه ناحيه کې ددشت برچي د جامع جومات خطيب او د اهل تشيع  ديني عالم عبدالقدير عالمي وايي چې په افغانستان کې د شوال مياشت نه ده ليدل شوې ، ځکه دوى اختر نه دى کړى

هغه پژواک اژانس وويل : (( زموږ پيغمبر حضرت محمد ص ويلي، چې د سپوږمۍ په ليدو روژه ونيسئ او د سپوږمۍ په ليدو اختر وکړئ .))

نوموړي ادعا وکړه چې په افغانستان کې سپوږمۍ نه ده ليدل شوې، نو ځکه نن هم روژه ده.

عالمي وايي چې د افغانستان ستره محکمه بايد په خپله د هلال د رويت ځانګړې کمېټه ولري او د هلال د ليدو لپاره بايد په پرمخ تللو وسايلو سمبال وي .

هغه زياته کړه چې په دې اړه يې مخکې هم سترې محکمې ته وړانديز کړى و، خو چا ورته پاملرنه، نه ده کړې.

دا چې افغانستان تل د سعودي عربستان له خوا د سپوږمۍ د ليدو په اعلان سره روژه نيولې او اختر يې کړى ، عالمي وويل : (( عربستان يو بېل اسلامي هیواد دى او افغانستان هم يو اسلامي هیواد دى بايد په خپله د هلال د رويت معلومولو امکانات ولري .))

اهل تشيع هیواد والو په داسې حال کې نن اختر نه دى کړى، چې د ولسمشر دويم مرستيال  کريم خليلي چې همدې ډلې پورې تړاو لري، نن په ارګ کې له ولسمشر سره يو ځاى د کوچني اختر لمونځ ادا  کړ.

د سترې محکمې د نشراتو رييس عبدالوکيل عمري وايي چې افغانستان هم د سعودي عربستان د سترې محکمې د اعلاميې له مخې نن ورځ د کوچني اختر لومړې ورځ اعلان کړې ده .

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د عربستان او افغانستان ترمنځ د وخت توپير دومره زيات نه دى، چې هلته سپوږمۍ وليدل شي، نو په افغانستان کې يې ليدل کیدو ته اړتيا نشته .

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان نامتو ستورى پیژندونکى عبدالله کندهارى وايي چې مياشت نوې شوې ده او نن د اختر لومړۍ ورځ ده .

هغه پژواک اژانس ته وويل،کیداى شي چې دافغانستان په ځينو سيمو کې د هوا د خرابوالي له امله او دا چې د هلال ليدل د لڼد وخت لپاره د ليدو وړ وي  ، چې  ١١ دقيقې دي ،  نه وي ليدل شوي .

نوموړي زياته کړه : (( د عربستان او افغانستان ورځ  يونيم ساعت زماني توپير لري ، دا چې عربستان د افغانستان په غرب کې پروت دى او سپوږمۍ هم د شرق څخه راپورته کیږي ، هیڅ امکان نه لري چې سپوږمۍ په عربستان کې نوې شوې وي او په افغانستان کې نه . ))

ديادونې ده چې نن د سعودي عربستان په ګډون په ټوله عربي نړۍ، ګڼ شمیر نورو اسلامي هیوادونو، اروپا او امريکا کې هم د کوچني  اختر مراسم ترسره شول .

فرستادن/حفظ کردن

5 Responses for “اهل تشيع هیوادوالو پرون سه شنبې اختر نه دی کړى”

  1. +3 Vote -1 Vote +1بهار says:

    به این میگویند دو دستگی و بی اتفاقی در یک مملکت. از این معلوم میشود که کم کم آخوندان ایرانی و خواسته های شان برای عده ای از شیعیان افغانستان ارزش بیشتر دارد تا کشور و مردم خود شان.

  2. +1 Vote -1 Vote +1پیر محمد بابر says:

    برادران و خواهران هزاره و دیگر شعیه ها باید با این ملا های نوکر منش که حتی عید را هم بدستور ایران و آخوند های لعین شروع میکنند راه شانرا جدا کنند

    در افغان بودن این ملا های فروخته شده شک است و اگر هموطنان هزاره و دیگر شیعه های افغان راه خود را با اینها جدا نکنند هر چه بیشتر و بیشتر تجرید میشوند و در افغانیت آنها هم شک پیدا میشود

  3. Vote -1 Vote +1mariam says:

    وبښی (زمونږ)۰

  4. +3 Vote -1 Vote +1mariam says:

    ټولو ته سلام او د اختر د مبارکی په ویلو سره غواړم دا زیاته کړم چی دا لمړی ځل نه دی چی زکونږ په هیواد د صعودی هیواد د اعلان په اساس اختر لمانخل کیړی دا هغه لړی ده چی د کلونو راهیسی جاری ده خو نه پوهیږو چی دا ځل ولی شیعه ګان د نفاق نښانی ښیی

  5. +3 Vote -1 Vote +1زعفران says:

    عالمي د خامنه اي د سپوږمئ ليدلو ته سترګي په لار ناست دي

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree