Posts | Comments | E-mail /

د ځان وژونکي وسکټ په نيولو سره د يوې خونړی پيښې مخه ونيول شوه

Posted by on Aug 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار : د خوست ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې وایی د نیکمرغه کوچني اختر په لومړی مبارکه ورځ د ځان وژونکي بريد د ترسره کولو لپاره وسله والو مخالفينو د چاوديدونکو توکو ډک وسکټ د خوست مرکزي لوی جامع جومات ته د ننه کړی و ، ترڅو د اختر په لمانځ کې چاودنه ورکړي .

دغه مرکزي جامع جومات ته چې د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره په زرګونو کسانو سربیره د خوست ولايت مقام مشرتابه ، د ملکي او نظامي ارګانونو مسئولين ، د خوست ولايت مخور مشران او دينې علماکرام راځي ، وسله والو مخالفينو داځل د کوچني اختر په لومړی ورځ د دوی د له منځه وړلو په خاطر پلان درلود .

د خوست امنيتي چارواکي وايي ، د نظامي ارګانونو د ګډې جلسې په پايله کې د اختر د ښه لمانځلو او د امنيتي وضعې د لا ښه والي په خاطر يې لازم امنيتي تدابير د وړاندې نيولي دي ترڅو ورانکاري پدې ونه توانيږي چې په دې سرحدي ولايت کې ناوړه عمل ترسره کړي .

دوی زياتوي ، نظامي ارګانونه په مشترکه توګه د خوست په مرکز او ولسواليو کې د څو ورځو راهيسې په پرلپسې ډول د شپې او ورځې لخوا ګرځنده ګزمې او لازمې پلټنې کوي چې د همدې هلو ځلو په پايله کې د اختر په لومړی ورځ د اختر لمانځه د اداکولو څخه وړاندې امنيتي ځواکونو هغه د چاوديدونکو توکو ډک وسکټ کشف او ترلاسه کړ چې د خوست ښار په مرکزي جامع جومات ته د اختر څخه وړاندې يې د ننه کړی و .

خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د وسله والو کسانو دغه ناروا عمل وغنده او وويل چې دغه وسکټ له اختر څخه د مخه د ښار لوی جامع جومات د نامالومو کسانو له لوري ننوېستل شوی و که چيرې د اختر د لمانځه پر مهال ځان وژونکی بريد ترسره شوی وای نو په سلګونو افغانانو ته پکې درانه مرګ ژوبله اوښتي وای .

ده وويل ، امنيتي ارګانونه چې د خلکو د ژوند د خونديتوب مسئوليت يې په غاړه اخيستی او تل پدې مقدسه لار کې قرباني ورکوي ، دوی پدې وتوانيدل چې د دغه ناوړه او شيطاني عمل مخه ونيسي ..

ښاغلي عبدالجبار نعيمي زياتوله ، هغه کسان چې دا ډول عمل ترسره کوي ، د افغانستان او افغانانو سره په لوی لاس دښمني کوي نو دوی بايد د سولې ملی پروسې له لارې د خپلو افغان مسلمانانو ورڼو سره يوځای شي او د وروری ژوند ته دوام ورکړي .

والي عبدالجبار نعيمي وويل ، د کوچني اختر ورځې د ترحم او بښنې ورځې دي نو ټول هېوادوال بايد خپل منځي ستونزو ته د پای ټکی کيږدي او نور د پرديو په لمسون د خپلو وروڼو د وژلو لاس واخلي او هغه کسان چې دغه عملونه کې لاس لري او يا يې په خپله ترسره کوي د افغانيت او مسلمانی سره خلاف دي ..

د يادولو وړ ده ، دغه وسکټ چې زياټ چاوديدونکي توکي پکې ځای شوي وو د جومات د احاطې په داخل کې په يوه تشناب کې د بريد ترسره کولو په موخه ايښودل شوې و چې امنيتي ځواکو لخوا کشف او وروسته په مېړانه سره د نظامي ارګانونو له لوري ، پرته د کوم مالي او ځاني زيان اړولو خنثی کړ خو تردې مهاله امنيتي ځواکونو يې په تور څوک ندي نيول شوي او په اړه يې جدي پلټنې روانې دي .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree