Posts | Comments | E-mail /

عجب محفل دی: ملنګ جان

Posted by on Jul 28th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

عجب محفل دی راټول شوي عزيزان پکې
څنګه به ښه وای خو چې وای فخر افغان پکې
عجب محفل دی پښتنو پکې ګډون کړی دی
د اتفاق او اتحاد دوی ښه تړون کړی دی
له بېګانه و په رښتيا سره بیلتون کړی دی
راغلې په خير زلميانو
د لوړو غرو زمريانو
د پښتنو خانانو
هم خوشحالي ده هم زړګی زما دی وران پکې
څنګه به ښه وای خو چې وای فخر افغان پکې
خانانو تاسو چې راتلئ خان غفارخان مو څه کړ
ستاسو ملګری هغه کلک خان صمد خان مو څه کړ
دلته خو نشته خلکو اجمل خان خو څه کړ
تاسو نه يې غواړمه زه
په کو کو ژاړمه زه
فکر کې لاړمه زه
بنديان به نه وای که ژوندون وای خوشحال خان پکې
څنګه به ښه وای خو چې وای فخر افغان پکې
نن هره خوا په جم و جوش چې خپل زلميان وينمه
سره بير غونه رنګينه لکه ګلان وينمه
عطاء الله خان مې ياد شو امير محمد خان مې ياد شو
عجب نور خان مې ياد شو
ځئ چارسدې ته چې ژړېږي ماشومان پکې
څنګه به ښه وای خو چې وای فخر افغان پکې
نن خوشحالي وکړم که غم کې دافغان وژاړم
پاڅه اوچت پښتونه
ډېر په هيبت پښتونه
په ټينګ همت پښتونه
وطن خو ستا دی څله اوسي اجنبيان پکې
څنګه به ښه وای خو چې وای فخر افغان پکې
پښتونه ستا شهيدان ټول په سترګو سرو ژړېږي
چې سرداران دې د پولادو په پنجرو کړېږي
ستاسو نو څرنګه دا سترګې په دنيا غړېږي
ننګ وغيرت پيدا کړئ
ښه لياقت پيدا کړئ
ملي وحدت پيدا کړئ
ګلشن تيار کړئ چې خوښ ګرځي ملنګ جان پکې
څنګه به ښه وای خو چې وای فخر افغان پکې

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree