Posts | Comments | E-mail /

د برګيمټال ولسوالۍ بېرته له وسلوالو طالبانو څخه ونيول شوه

Posted by on May 31st, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:-د تازه خبرونو پر اساس، افغان ځواکونو تر شاوخوا يوې اونۍ وروسته د برګيمټال ولسوالۍ بېرته له وسلوالو طالبانو څخه ونيوله  .
ددی ولایت والي جمال الدين بدر وایی د برګيمټال ولسوالۍ   تیره شپه  نهه بجې له جګړې او زيانونو پرته د دوی د ځواکونو ګوتو ته ورغلې ده .
ده وويل ولسوالي سلګونه بهرني او کورني اورپکي يې تر هغه وروسته له ولسوالۍ څخه وشړل چې له مرکز څخه ورته نوي ځواکونه او پوځي مرستې ورسېدې.
د ښاغلي بدر په وينا د ولسوالۍ د بېرته نيولو پر مهال جګړه نه ده شوې او د زيانونو په اړه هم معلومات نه لري .
د ولسوالۍ د سقوط پر مهال هم ويل کېدل چې د پوځي مرستو د کمښت له امله طالبانو نيولې، که څه هم حکومت دغه خبره نه منله.
د تېرې شنبې پر ورځ افغان ځواکونو وويل چې له برګيمټال څخه يې تر هغه وروسته تاکتيکي شاتګ وکړ چې سلګونو طالبانو پرې څو ورځې پرله پسې بريدونه کول او ورسره د ولسي خلکو د زيان وېره په ډېرېدو وه.
د یادونِې وړ ده چِی د نورستان ددغې لرې پرتې غرنۍ ولسوالۍ ساتنه له تېر کال راهيسې چې امريکايي ځواکونو خوشې کړه د ځايي رضاکارانو او د ولسوالۍ د پوليسو پر غاړه وه . خو دغه ولسوالۍ تېر دوبی هم يو طالبانو نيولې وه.
والي جمال الدين بدر وايي دا ځل به هغه ټولې نيمګړتياوې او کمزورۍ له منځه وړي چې دوه ځله يې طالبان پر ولسوالۍ واکمن کړل.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree