Posts | Comments | E-mail /

ولسي جرګې په کلکه د هغو موسسو د تړلو غوښتنه وکړه چی په هیواد کی تبشیری فعالیت کوی

Posted by on May 31st, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل(ویسا):-ولسي جرګې د عيسويت دين ته د يوشمير افغانانو د دعوت په اړه د مستند فلم له ليدو وروسته، د هيواد له امنيتي ارګانونو څخه وغوښتل، چې په دې برخه كې دې څيړنې ترسره كړي او خپل راپور دې نوموړې جرګې ته وړاندې كړي. 
په غونډه كې، چې د محمديونس قانوني په رياست جوړه شوې وه، له نورين تلويزيون نه خپاره شوي تصويرونه نندارې ته وړاندې شول، د ولسي جرګې غړيو خپله ژوره خواشيني وښوده او د افغانستان په څير يوه اسلامي هيواد كې يې  دا ډول حالت له زغمه وتلى وباله او د هغو موسسو د تړلو غوښتونكي شول، چې په هيواد كې د مسيحيت دين ته دعوت كوي.
چون غونډې  لا زيات وضاحت ته اړتيا درلوده، په همدې دليل د هيواد له امنيتي او قضايي ارګانونو څخه وغوښتل شول، چې په غونډه كې دې ګډون وكړي او په دې اړه دې معلومات وړاندې كړي.
همداراز وكيلانو د كابينې د پاتې غړيو، د اساسي قانون پر پلي كيدو د څار كميسيون دغړيو د نه معرفي كيدو او په غونډه كې د بيړنيو حالاتو د كميټې د رئيس د نه ګډون له امله په چوپه خوله خپل احتجاج ته دوام وركړ.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “ولسي جرګې په کلکه د هغو موسسو د تړلو غوښتنه وکړه چی په هیواد کی تبشیری فعالیت کوی”

  1. +1 Vote -1 Vote +1عبدالله says:

    بنام الله
    سلام به ملت افغان
    در ولسی جرگهءنام نهاد تعداد زیادی هستند که به اسلام عقیده ندارند یا کمونست هستند یا هم سکولریست چطور میشود با این افراد بی دین این موضوع را حل کرد
    ارگانهای به اصطلاح امنیتی که برای امنیت ملت نیستند فقط برای آزار ملت میباشند همهءشان رشوت خور وخاین هستند گذشته ازین این افراد یه اصطلاح امنیتی اکثرشان کمونستهای دیروزی هستند که به فرمان کرزی وطن فروش وحنیف اتمر کمونست وجنایت کار شامل کار شده فقط برای برآورده ساختن اهداف خودشان کار میکنند
    وا بحال این ملت که توسط یک مُشت افراد خاین ,بی دین ,بی وجدان ودزد اداره میشود
    به اُمید پیروزی ملت اصیل افغان

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree