کابل:- په افغانستان کې دناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټېنلي مکريسټل يو ځل بيا پر ايران تور پورې کړ چې افغان مخالفين په خپل هېواد کې روزي او وسلې ورکوي .
ښاغلي مکرسټل چې په افغانستان کې يې دناټو له ملکي استازي مارک سيډويل سره ګډې خبري ناستې ته وينا کوله وويل دوى په دې اړه پاخه او کره اسناد لري:
((ايران د افغانستان گاونډى دى، طبيعي ده چې د نورو گاونډيانو په څېر ايران هم په افغانستان کې خپلې گټې لري .
دغه هېواد په يو شمېر برخو کې له اورپکو سره مرستې کوي،داسې کره شواهد شته چې په دې برخه کې د ايران فعاليت ښيي.
ايران په خپله خاوره کې طالبان روزي ،دغه راز موږ ليدلي چې له دغه هېواد څخه افغانستان ته وسلې هم راځي.
موږ اوس د ايران د دغو فعاليتونه د محدودولو په برخه کې کار کوو،او هڅه مو دا ده چې په راتلونکې کې يې مخه و نيسو.))
تر دې وړاندې هم د امريکا يو شمېر لوړو پوړيو چارواکو ايران په افغانستان کې د اورپکو په ملاتړ تورن کړى و،خو ايران دغه تورونه رد کړي دي .