د امريكا مشرانو جرګې شپيته مليارډه اضافي بودجه په افغانستان كې د نظامي لګښتونو لپاره تصويب كړه.
دا چې تر اوسه پورې په تيرونهو كلونو كې په افغانستان كې د امريكا نظامي لګښتونه څومره مليارډه ته رسيدلي دي له همدې شپيتو مليارډه ډالرو اضافي بودجې نه له ورايه ښكاري.
امريكايي چارواكي په وروستيو كلونو كې د افغانستان له وضعيت نه ډاډه نه دي سره له دې چې دوى دلته دومره لوى لګښتونه كوي بيا هم له وضعې ډاډه نه دي. په دې اړه د دوى زيات فشار پر افغان دولت وي، اداري فساد او په نظام كې د ظرفيتونو كموالى دلويو ستونزو په توګه يادوي. دا يوتريخ واقعيت هم دى چې افغانستان د تيرو ديرش كلونو بحران له ډيروزياتو علمي او باكماله شخصيتونو او كدرونو څخه بې برخې كړى، دلته د جنګ منطق پر هر څه سيورى غوړولى دى او زموږ نوى نسل د قلم او كتاب پر ځاى د ټوپك او ګوليو تر سيوري لاندې را لوى شوى دى.
د ظرفيتونو كموالى او اداري فساد د بحران ځپليو ټولنو طبيعي ستونزه وي. خو له دې ټولو سره آيا د افغانستان اصلي ستونزه همدغه ده چې نړيوال يې افغان چارواكيو ته پر مخ ور موښي كه نه د همدوى غلطې ستراتيژۍ او نا مناسبې تګلارې دي؟
دې پوښتنې ته د غرض خاوندان خپل ځواب لري، خو كه په واقعي معنا موږ دهېواد ستونزې ارزوو تر ټولو لوى لامل يې دادى چې د نړيوالې ټولنې او افغان ولس په موخو او اهدافو كې توپير دى، په ارادو او تګلارو كې كه ټكر نه وي اختلاف ضرور شته، هغه لازمه همغږي چې د دواړو لوريو ترمنځ واى نشته.
د دې ښه مثال همدغه دى چې د افغانستان د بيارغاونې په برخه كې نړيوالې ټولنې او امريكا تر اوسه پورې 38 مليارډ ډالره مرسته كړې ده، چې له هغې څخه يوازې 19 سلنه افغان دولت ته سپارل شوې، د ټولې مرستې تر څلورمې برخې لږ پيسې عملاً افغانستان ته راغلې او په بيا رغونه كې لګيدلې دي.
خو د دې په بدل كې په يوه كال كې په لسګونو مليارډ ډالر يوازې امريكا په نظامي برخه كې لګښت لري. په دې لګښتونو كې ښايي د نشت په حساب يوه برخه د افغان پوځ په رغولو لګول شوي وي.
تر څو په ټوليزه توګه د بيارغاونې او پوځي بودجې ترمنځ يو تناسب ټينګ نشي، او تر څو د افغان ولس ارزښتونه او غوښتنې و نه منل شي او ټوله ستراتيژي پر همدې بنسټ جوړه نشي، نه به د افغانستان وضع داسې لوري ته ولاړه شي چې نړيوال په تيره امريكا پرې راضي شي اونه به د ناندريو، ګيلو او شكايتونو هغه دوه طرفه بهير پاى و مومي چې كله كله خبره نازك پړاو ته ورسره ولاړه شي.