Posts | Comments | E-mail /

مولانا فضل الله په نورستان كې،يوه مرموزه معامله

Posted by on May 30th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

م- خبريال

پرون د نورستان په برګمټال كې د پاكستاني طالبانو د مشر مولانا فضل الله د وژل كيدو په باب په رسنيو كې ضد او نقيض آوازې وې.

مولانا فضل الله په سوات كې د طالبانو يو دير پياوړى مشر ؤ چې لومړى يې د خپل خسر مولانا صوفي محمد تر مشرتابه لاندې مدرسه لوستې، د هغه زوم شو او بيا په 2001 كې د سپټمبر له 11 مې وروسته د مولانا صوفي محمد په مشرۍ له سوات نه لس زره كسان افغانستان ته را واوښتل او د امريكايي ځواكونو پر خلاف يې جګړه پيل كړه.

خو د امريكايي ځواكونو هوايي بريدونو ته طالبانو تاب رانه وړ او ډير زر مات شول له دې سره د پاكستان طالبانو زيات شمير په شمال، كابل او نورو برخو كې د جنرال دوستم او شمال ټلوالې د نورو ګروپونو لخوا ونيول شول چې يو شمير يې د پاكستان د حكومتي سرچينو په قول تر اوسه پورې بنديان دي، په دې ډله كې صوفي محمد او فضل الله هم وو چې بيا د پاكستان حكومت ته وسپارل شول، مولانا صوفي محمد او فضل الله د پاكستان حكومت د پېښور په مركزي زندان كې واچول.

وروسته بيا په 2005 كال كې صوفي محمد د يوه تړون له مخې آزاد شو، مولانا فصل الله هم له خلاصون وروسته سوات ته ولاړ او يوه ايف ايم راډيو يې فعاله كړه، نوموړى له همدې امله په (ملا راډيو) مشهور شو، فصل الله ډير سخت ګير انسان ؤ او د سوات خلك ډير زيات ترې ويريدل.

په 2006 كال د اسلام آباد د لال جومات له عملياتو وروسته فضل الله وسله وال حركت پيل كړ، په 2009 كال كې پر سوات د پاكستان د پوځ دلوى بريد له پيل سره هغه بې دركه شو، د تير كال د نومبر په مياشت كې يې له بي بي سي سره په مركه كې وويل چې له خپلو ملګرو سره افغانستان ته تللى دى. د ده د سخت ټپي كيدو خبرونه هم خپاره شول، دغه خبرونه د ده د نورو نږدې او مهمو قوماندانانو له تحقيقاتو نه خپاره شول، خو د 2010 كال د جنوري پر وروستيو كې د پاكستان ځينو رسنيو دنوموړي په باب يو بوږنوونكى را پور خپور كړ، پاكستاني رسنيو د يوه بريټانوي اخبار ډي ميل په حواله وليكل چې مولانا فضل الله له خپلو څو مهمو كسانو سره بلك واټر د سيمې د استخباراتي ادارو په مرسته افغانستان ته وليږدول.

د دې خبر په تفصيل كې راځي چې فضل الله سخت ټپي ؤ چې افغانستان ته تر لږديدلو وروسته په بګرام كې د امريكايانو په هډه كې د هغو درملنه وشوه او وروسته له خپلو څو تنو ملګرو سره د نورستان په كامديش ولسوالۍ كې ميشت شو.

دا دى پينځه مياشتې وروسته ددې ورځې وړاندې د نورستان والي جماالدين بدر په جلال آباد كې يوې خبري ناستې كې ادعا وكړه چې د نورستان په برګمټال ولسوالۍ د پاكستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله له خپلو درې سوه ملګريو سره يرغل كړى دى.

له دې بريدنه دوې ورځې وروسته د فضل الله او دده د شپږو تنو نورو ملګريو د وژل كيدو خبرونه خپاره شول.

دا به پريږدو چې فضل الله وژل شوى او كه نه راځو دې ته چې د پاكستان د طالبانو دغه مهم او خطرناك مشر په ريښتيا په نورستان كې ؤ او د والي ادعا سمه ده چې د برګمټال پر ولسوالۍ يې بريد كړى ؤ؟

كه دغه خبره ريښتيا شي آيا هغه خبرونه ټول نه تائيدوي چې پينځه مياشتې پخوا يې د بريټانيې يوې ورځپاڼې (ډي ميل) دعوه كړې وه؟

واقعيت دا دى چې د پاكستان پوځ پر سوات بريد وكړ زيات مهم قوماندان يې يا ووژل او يا يې ژوندي ونيول. د هغوى له تحقيقاتو نه دا خبره افشا شوه چې مولانا فضل الله مشهور په ملا راډيو په جګړه كې ډير سخت ټپي شوى ؤ او له خوځيدو لويدلى ؤ. د پاكستان پوځي چارواكيو دعوه كوله چې نوموړى په كوم پټ  غار كې يا په يوه سمڅه كې پټ دى چې زر به د امنيتي ځواكونو لاس ته و لويږي، همدغه مهال ترى تم شو. كه له نوموړي سره د هيلكوپټرو په شمول لويه مرسته نه واى د دې احتمال ډير لږ دى چې له سواته دې په بله وسيله را وتلى وي، غرض دا چې كه يوازې دا تائيد شي چې مولانا فضل الله په نورستان كې دى، كه وژل شوى وي كه نه، دغه پخوانۍ زياتې خبرې ورسره تائيديږي.

د طالبانو دحركت مسئله نوره هم مرموزه كېږي، دوى څوك دي، كوم كوم يې له بلك واټر سره اړيكې لري او كوم كوم نه؟

واقعيت دا دى چې طالبان او يا دې نامه ته منسوبې ډلې اوس په يوه مرموزه معما بدل شوي دي، مياشت وړاندې د خالد خواجه وژل كيدل او اوس د مولانا راډيو معامله پر دې مرموزيت نورې پر دې هم ورغوځوي.


فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree