Posts | Comments | E-mail /

ایران ولی د سلما بند نه غواړي؟؟؟

Posted by on Feb 28th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خبريال،: مصطفى صابر

تهران دافغانستان په لويديځ کې يوځل بيا د هند د حکومت له خوا د بند د تمويل شوې پروژې د کار پر ودرولو تورن شو چې کېداى شي ايران ته د اوبو بهير غړندکړي.

وروستۍ تازه ادعاوې د سلما د بند د پوليسو د محافظتي کنډک قوماندان له خوا له هغه وروسته رامنځته شوې چې طالبانو د نوموړې پروژې د اړوندې ولسوالۍ يو چارواکى وواژه. په تېر اکتوبر کې د افغان پارلمان يوغړي پر ايران د نوموړې پروژې د کار د مخنيوي تور پورې کړى و.

د سلما بند، چې د متحده ايالتونو د ١٥٠ مليونو ډالرو په مالي مرسته د هند له خوا جوړيږي، د چشت شريف په ولسوالۍ کې د هرېرود د سيند پرغاړه پروت دى. نوموړى بند د هرات له ښار څخه ختيځ ته د ١٨٠ کيلومترو په واټن کې د ايران له پولې ډېر ليرې پروت دى.

تر بشپړېدو وروسته به دا بند د برښنا پر توليد سربېره ٧٥ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي. ددې بند له امله به ايران ته د هريرود د سيند د اوبو عادي اوسنى بهير لږ شي.

کله چې د چشت شريف ولسوال، عبدالقدوس قيام له پنځو تنو امنيتي کارکووونکوسره د جنورۍ په نيمايي کې ووژل شو، افغاني رسنيو دهغې پړه پر ياغيانو واچوله.

طالبانومسووليت ومانه، خو د هرات زيات شمېر اوسيدونکو دا کار د هغه پراخه ستونزې يوه برخه وګڼله چې نوموړى ولايت يې له ايران سره لري.

د سلما د بند د پروژې د پوليسو د محافظتي کنډک د مشر، ګلبدين د وينا له مخې قيام د نوموړي بند د جوړولو په کار کې ډېرې هلې ځلې کولې.

-٢٠٠٣ کال پورې د اسمعيل خان تر ادارې لاندې و.

اسمعيل خان له دې امله ډېر مشهور و چې د ولايت د ګمرک د عوايدو زياته برخه يې ساتله او مرکز ته يې نه لېږدوله. خو کله چې په ٢٠٠٤ کال کې اسمعيل د اوبو او برښنا وزېر وټاکل شو، د هرات د بخت ستورى په لوېدو شو.

د تېرو څو کلونو په بهير کې امنيت خراب او د ولايت ختيځه برخه کاواکه شوه.

ګلبدين وويل: “د چشت شريف پخوانى ولسوال، عبدالقدوس سخت سرى سړى و او د سلما د بند په جوړولو کې يې په خپل ټول وس کار کاوه. خو هغه چا، چې غوښتل يې دا پروژه له منځه يوسي، هغه وواژه.”

د ګلبدين د وينا له مخې دميرزا په نامه يو سړي د بريد مسوؤليت پرغاړه واخيست ګلبدين وايي چې ميرزا د چشت شريف غرونو ته فرار شوى و او له طالبانو سره يې اړيکې درلودې.
د پوليسو د کنډک قوماندان وويل هغه داسې لاسوندي لري چې د (سلما) له بند سره د طالبانو ځايي مخالف قوماندان د ايرانيانو له خوا پيسې تر لاسه کوي.

ګلبدين وويل: “د ملا مصطفى په نامه د وسله والو مخالفينو يو قوماندان د سلما د بند د کار د ودرولو هلې ځلې کوي. نوموړى په سيمه کې شاوخوا ٢٠٠ تنه سړي لري.”

ګلبدين ټينګار کوي، له هغه سره داسې کره معلومات شته چې ثابتوي په ايران کې يو شمېر عناصر د نوموړې پروژې د ودرولو په موخه دې ډلې ته پيسې ورکوي.

هغه وويل: “ملا مصطفى ايران ته وعده ورکړې چې د سلما د بند د کار په ودرولو به بريالى شي.”

په هرات کې د ايران قونسلګرۍ ددې ادعاو په اړه له څه ويلو څخه ډډه وکړه او په کابل کې د ايران له سفارت سره اړيکي ټينګ نشول. په لندن کې د ايران د سفارت وياند هم لاس ته رانغى.

د افغانستان په چارو کې د ايران لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده. يو شمېر رپوټونو په تېرو څو کلونو کې په سرحدي سيمو کې له ياغيانو سره د ايران ادعا شوې مرستې برسېره کړي دي. ايراني چارواکي په کلکه دا ادعاوې ردوي.

په داسې حال کې چې ډېره کى شيعه مذهبه ايران به د سني طالبانو يو غيرعادي انډيوال وي، خو څارونکي وايي ايران ښايي فکر وکړي چې په افغانستان کې د متحده ايالتونو په بوخت ساتلو به هغه (امريکا) ونشي کړاى ايران ته بشپړ پام واړوي.

پروسږکال د پارلمان يو غړي، نجيب الله کابلي د سلما د بند د ودانولو په پروژې کې پر ايران د لاسوهنې تور پورې کړ.

نوموړي په تېر اکتوبر کې د لاريون کوونکو يوې ډلې ته وويل:”موږ غواړو ايران او پاکستان ته د ا وبو د بهېدلو مخه ونيسو. هر ايرانى له دې اوبوګټه اخلي، خو افغانان چې حق يې لري، دا کار نشي کولاى.”

د پژواک خبري رسنۍ د وينا له مخې کابلي ادعا کړې وه چې ايران د بند د کار د مخنيوي اراده لري، له دې امله د پروژې پر کارکوونکو په پرله پسې ډول بريدونه کيږي.

امنيتي لوړپوړي چارواکي په خپلو خبرو کې له احتياط څخه کار اخلي.

د لويديځ افغانستان د پوليسو قوماندان، جنرال اکرام الدين ياور وويل: “ترهغه چې په دغه ډول قضيو کې د ګاونډيو هيوادونو د لاسوهنو په اړه کره او باوري شواهد ونه لرو، څه نشو ويلاى.”

د هرات پوهنتون استاد، احمد غني خسروي په دې باور دى، د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنه هغه لويه ستونزه ده چې له تېرو درېو لسيزو جګړو راهيسې ورسره افغانستان مخامخ دى.

هغه وويل: “هرکله چې يوه لويه پروژه په افغانستان کې تر لاس لاندې نيول شوې يا پلې شوې، زموږ ګاونډيو د هغې د ودرولو هڅې کړي او يايې په وړاندې خنډونه اچولي،که څه هم سياسي يا اقتصادي زيان يې ورته رسولاى دى.”

نوموړي زياته کړه: “د سلما د بند جوړول د ايران تر ځانګړي پام لاندې دى.که چېرته بند بشپړ شي پر ايران به د افغانستان تکيه لږه شي. ايران به د اوبو له زيان سره هم مخامخ شي. د سلما له بند سره د ايران په مخالفت کې هيڅ شک نشته.”

خسروي په دې اړه د ګام د نه پورته کولو امله په افغان حکومت پړه اچوي.

عادي خلک هم له خسروي سره په دې کار کې همغاړې دي. د هرات يو اوسيدونکي، شپږويشت کلن ابرهيم وويل: “له هغې ورځې څخه چې د سلما د بند پر جوړولو کار پيل شوى دى، نه يوازې ولسوال، بلکې د پروژې کارګران، انجينيران او پوليس وژل شوي دي.”

“له افغانستان سره د ايران دښمني د ورځې په څېر روښانه ده. زه نه پوهيږم چې زموږ حکومت ولې ځانونه ړانده او کاڼه اچولي دي؟”

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree