هلمند: د هلمند د والي ویاند وايي چې د دې ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې نن د وسله والو طالبانو له لوري د یوه اېښودل شوي ماین د چاودنې په نتیجه کې یوولس تنه ملکي وګړي ووژل شول .
د داوود احمدي په وینا دا یوولس تنه چې دوه ماشومان او دوې ښځې هم پکې شاملې دي ، نن هغه مهال ووژل شول چې موټر یې په نوزاد ولسوالۍ کې پر هغه ماین وخوت چې وسله والو طالبانو ایښی وو.
فرستادن/حفظ کردن