Posts | Comments | E-mail /

دحامدکرزي په مشرۍ امنیتي غونډه

Posted by on Feb 28th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل(ویسا):- تازه خبرونه وایی چی نن یکشنبی د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ  دجمهوري ریاست په ماڼۍ کې  یوه امنیتي غونډه جوړه شوه . خبر زیاتوی چی په دی غونډه  کې دکابل په نوي ښارکې دجمعې دورځې دتروریستي برید عوامل وڅیړل شول.

رپوټ زیاتوی چی په دغه غونډه کې چې دجمهوري ریاست مرستیالانو هم ګډون کړی و دهېواد دامنیتي ادارو چارواکو ددغه تروریستي برید دڅرنګوالي په اړه رپوټونه وړاندې او په راتلونکي کې دداډول پیښو دمخنیوي لپاره یې خپل مشخص وړاندیزونه څرګند کړل.

حامدکرزي په کابل کې دجمعې دورځې دتروریستي برید دعواملو دڅیړلو په ترڅ کې امنیتي چارواکو ته په کلکه لارښوونه وکړه چې دداډول پیښو دمخنیوي، دامنیتي ادارو دکار دګټورتوب، دافغانستان دخلکو او په هېوادکې دمیشتو بهرنیو وګړو دامنیت دلاټینګښت په لاره کې دې جدي اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

دهېواد جمهوررئیس دتروریستانو په ځپلوکې دملي پولیسو رول وستایه، لارښوونه یې وکړه چې په دغه تروریستي بریدکې دشهیدشویو پولیسو له کورنیو سره دې لازمې مرستې ترسره شي.

دغونډې په لړ کې حامدکرزي دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ حالت وڅیړه او لارښوونه یې وکړه چې په دغه ولسوالۍ کې دې د ولسي شوراګانو له لارې سیمه ایز چارواکي وټاکل شي او خلکو ته دې دښې حکومتوالۍ زمینه برابره شي.

ددغې غونډې په بله برخه کې دکورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر دعامه ساتنې دپروګرام دعملي کولو په اړه غونډې ته رپوټ وړاندې کړ.

ددغه رپوټ له څیړلو او ارزونې وروسته غونډې وپتیله چې په دغه پروګرام باندې دهر اړخیز غور لپاره دې په بله غونډه کې خبرې وشي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree