Posts | Comments | E-mail /

دمصرعربي جمهوریت له 32 کلن ځنډ وروسته په کابل کې خپل سفارت پرانسته

Posted by on Feb 28th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل(ویسا):- د کابل څخه تازه راپورونه وایی چی ،جمهوررئیس حامدکرزي، دیکشنبې په ورځ دافغانستان لپاره  دمصر دعربي جمهوریت نوی سفیرښاغلی کریم شرف دیولړتشریفاتي مراسمو په ترڅ کې دباور لیک دوړاندې کولو لپاره دګلخانې په ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.

دباور لیک دوړاندې کولو له مراسمو وروسته چې په هغه کې دبهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول اوددغه وزارت دتشریفاتو رئیس حمید صدیق هم ګډون کړی و، جمهوررئیس دافغانستان لپاره دمصر دعربي هېواد له نوي سفیر سره  په کتنه کې ددوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کې ښاغلي کریم شرف دمصر دعربي جمهوریت دجمهوررئیس حسنی مبارک سلامونه او نیکې هیلې حامد کرزي ته ورسولې او په افغانستان کې یې دخپل ماموریت دپیل کیدو او له ۳۲ کلن ځنډ وروسته ددواړو هېوادونوترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا ټینګښت له امله خوښي څرګنده کړه، وې ویل: دمصر جمهوریت په کابل کې دخپل سفارت په پرانیستلو سره له افغانستان سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې له سره پیلوي.

دمصر سفیر داسلام دستر پیغمبر حضرت محمد ص دمبارک میلاد په ورځ دکابل په نوي ښارکې تروریستي برید په کلکه وغانده او هغه یې دټولو انساني او اسلامي آرزښتونو پرخلاف عمل وباله.

حامدکرزي له اوږده ځنډ وروسته په کابل کې دمصر دعربي جمهوریت دسفارت پر پرانستنه خوښي څرګنده کړه، مصر یې یو پیاوړی اسلامي هېواد وباله او هیله یې وکړه چې دغه هېواد په سیمه کې دسولې او ثبات په ټینګښت کې خپل ارزښتناک رول ولوبوي.

دافغانستان جمهوررئیس له ښاغلي کریم شرف څخه وغوښتل چې دده سلامونه او نیکې هیلې هم دمصر جمهوررئیس ښاغلي حسنی مبارک ته ورسوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree